Homeخبرونهامریکا د بشري مرستو د بیا پیل له نوملړه د افغانستان نوم...

امریکا د بشري مرستو د بیا پیل له نوملړه د افغانستان نوم لرې کړی

تاند【چهارشنبه د حمل ـ وري ۲۰مه】رویټرز خبري آژانس د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د ټرمپ حکومت د شپږو بېړنیو خوراکي مرستو د پروګرامونو د بېرته پيل اقدام کوي.

د راپور له مخې د ټرمپ اداره دغه پروګرامونه په لبنان، سوریه، سومالیا، عراق او ځینو نورو هېوادونو کې پیلوي.

امریکا داسې مهال دا پروګرامونه پیلوي، چې په دې نوملړ کې د افغانستان نوم نشته.

سره له دې چې د خوړو نړیوال پروګرام له دې وړاندې د مرستو بندېدو له امله د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی، خو رویټرز ته سرچینو ویلي، چې تر اوسه هېڅ داسې څرک نشته چې دغو مرستو کې دې افغانستان شامل شي.

د رسنیو د راپورونو له مخې جرمي لوین، د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) سرپرست رییس، ویلي چې د مرستو د بندېدو او بېرته پيلېدو د ناڅاپي بدلونونو له امله خواشینی دی او د دغو پرېکړو پوره مسوولیت پر غاړه اخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د سه ‌شنبې په ورځ ومنله، چې په افغانستان او یمن کې د مرستو د بندېدو علت دا دی چې وېره شته ترهګرې ډلې به له دغو بشري مرستو ناوړه استفاده وکړي.

بل لورته د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې شاوخوا ۲۳ ملیونه افغانان مرستو ته اړ بلل شوي چې د بشري ناورین زیاتېدو اندېښنې یې پیدا کړې دي.

د نظر خاوندان اوسمهال نړیوالو بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا جدي ګڼي او ټینګار کوي، چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا باید د لاسنیوي برخه کې خپل مسوولیت ومني.

هغه اړمن افغانان کې دې مرستو څخه برخمن دي وایي، تمه لري چې ټرمپ به د افغانستان پر وړاندې خپل سخت دریځ نرم کړي.

دوی زیاتوي که نړیوالې بشري مرستې ودرېږي نو ملیونونه افغانان به له سختې لوږې سره مخ او ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه به په بې ساري ډول لوړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...