جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهبګرام هوایي اډه د ټرمپ له زړه نه وځي؛ نن یې هم...

بګرام هوایي اډه د ټرمپ له زړه نه وځي؛ نن یې هم پر اهمیت ټینګار کړی

تاند【چهارشنبه د حمل ـ وري ۲۰مه】د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د بګرام هوايي اډې پر اهمیت ټینګار کړی دی.

نوموړي تازه په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې که له افغانستانه د تخلیې پر وخت ولسمشر وای، بګرام هوایي اډه به یې نه وای پرېښی.

ټرمپ د جمهوري غوښتونکو ملي کمېټې ته په وینا کې زیاته کړې، چې د جو بایډن د حماقت له امله د بګرام هوايي اډه اوس چین اشغال کړې ده.

د طالبانو حکومت بیا تر اوسه د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې رد کړې، چې ګنې بګرام د چین لاس ته لوېدلی او یا دې په دغه اډه کې امریکایان حضور ولري.

ټرمپ ویلي، چې بګرام د چین له اټومي تاسیساتو یوازې یو ساعت واټن لري، نو له همدې امله یې غوښتل چې د بګرام هوايي اډې واک له ځان سره وساتي.

ولسمشر ټرمپ تر دې وړاندې هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا په تاریخ کې شرموونکي شېبه بللې وه او له امله یې یو ځل بیا بایډن ملامته کړی، چې د تخلیې پروګرام لپاره یې د کابل نړیوال هوايي ډګر وټاکه چې له امله یې ۱۳ امریکایان ووژل شول.

طالبانو د دوحې تړون له مخې پر افغانستان د واکمنۍ لومړۍ کلیزه هم په بګرام هوايي اډه کې په نظامي مانورونو سره ونمانځله او ټینګار یې وکړ، چې د خپلواک هېواد په توګه د بګرام هوايي اډې واک چاته نه سپاري.

1 COMMENT

  1. زه د یوه افغان په حیث له تالبانو څخه غوښتنه کوم چې له هوښیارې دې کار واخلي. ټرمپ بګرام نیسي او په هر قیمت خو مخکې له دې چې معامله بیا د ۲۰۰۱ د زور کار ته واوړي، باید دوه شرطونه ورته کېږدي:
    – ښه غټ قیمت دې پرې ولګوي، مثلا د کال ۴۰۰ میلیونه ډالر چې د تاپي د پایپ لین حق العبور ته ورته وي.
    – په افغانستان کې د حکومت/حکومتولۍ په چارو کې به مداخله نه کوي.
    – د افغانستان د دفاع په برخه کې د ملګرتیا ژمنه ترې واخلي.
    – او تر ټولو ډېره مهمه دا چې پاکستان ته باید امریکا په واضح ټکو ووایي چې د داعش، ماعش، او نورو غولو خوشایو تر نامه لاندې جنګي ډلو له ملاتړ به لاس اخلي او په افغانستان کې به له هر ډول مداخلې څخه ځان ساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...