جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونه‏پاکستان تر دې دمه څه باندې ۸ زره افغان کډوال ایستلي

‏پاکستان تر دې دمه څه باندې ۸ زره افغان کډوال ایستلي

تاند【چهارشنبه د حمل ـ وري ۲۰مه】د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټې له پای ته رسېدو وروسته یاد هېواد ۸ زره او ۹۰۶ تنه کډوال افغانستان ته به جبري ډول لېږلي دي.

یادې ادارې د چهارشنبې په ورځ د اپریل په ۹ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په پاکستان کې د روان کال، حمل میاشتې ۱۶مې نېټې راهیسې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.

په ورته وخت کې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یوازې په وروستیو دوو ورځو کې ۸،۰۲۵ افغان کډوال له پاکستان څخه شړل شوي دي.

خو د طالبانو د کډوالو چارو کمېسیون بیا وایي چې یوازې د سه‌شنبې په ورځ د اپریل په ۸ مه نېټه ۳،۷۴۳ کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

بل لورته ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر د خبر پاڼې له مخې، د روانې اونۍ په اوږدو کې د تورخم له لارې ۴ زره کورنۍ را ستنې شوې دي.

سرچینه وايي، له پاکستانه را ستانه شوي ډېری کډوال په اجباري ‌ډول را وېستل شوي دي.

خبر پاڼه کې راغلي، دغه کورنۍ د پښتونخوا په ګډون د پاکستان پنجاب او يو شمېر نورو سيمو څخه راغلي دي.

وروسته له هغې چې د پاکستان له لوري افغان کډوالو ته ټاکل شوی ضرب الاجل پای ته ورسېد، د کډوالو نړیوال سازمان له اسلام اباده وغوښتل، چې د کډوالو ستنولو کې له انساني چلند کار واخلي.

په همدې مهال بیا یو شمېر هغه کورنۍ چې له پاکستانه راستنې شوي وايي، پاکستاني حکومت ورسره ناسم چلند کړی او خپلې شتمنۍ ترې په زور ګرځولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...