تاند (چهارشنبه د حمل ـ وري ۲۰مه) د یوې نوې څېړنې پایلې ښيي چې د سالمې تغذیې د اصولو پیروي کېدای شي د سالم زړښت لپاره مؤثره ستراتیژي وي. هغه رژیمونه چې په میوو، سبزیو، غلو، غیر مشبوع غوړو (ښه غوړ) او حبوباتو بډایه وي، او په کې د ترانس غوړو، مالګې، سرې غوښې او پروسس شوې غوښې اندازه کمه وي، د اوږدمهاله روغتیا لپاره ګټور ګڼل کېږي.
د دې څېړنې پایلې، چې تازه په «نیچر میډیسن» مجله کې خپرې شوې دي، ښيي چې تغذیه د زړښت په موده کې د روغتیا په ساتنه کې مهم رول لري.
په دې څېړنه کې، محققانو د ۳۰ کلونو په مخه د څه باندې ۱۰۵ زره روغتیايي متخصصانو روغتیايي وضعیت وڅېړه. موندنې ښيي چې د هغوی په منځ کې یوازې ۹.۳ سلنه تر ۷۰ کلنۍ پورې پرته له مزمنو ناروغیو، ذهني یا فزیکي کمزورۍ، سالم پاتې شول.
خو کوم کسان وتوانېدل چې تر ۷۰ یا ۷۵ کلنۍ پورې روغ رمټ ورسېږي؟ څېړنه ښيي چې د «بدیل سالمې تغذیه شاخص» (AHEI) له سالم زړښت سره تر ټولو ډېر تړاو درلود، او دا احتمال یې تر دوو چنده زیات کړی و. دا اړیکه ان تر ۷۵ کلنۍ پورې هم څرګنده پاتې شوې، او د احتمال نسبت یې ۲.۲۴ ته رسېدلی دی. په یوه ګراف کې چې د رژیمونو د رعایت کچه له لوړې څخه ټیټې ته پرتله شوې، ښکاري چې څومره چې د رژیم مراعات زیات و، هومره د سالم زړښت احتمال هم لوړ و.
په دې څېړنه کې د اتو مختلفو غذایي نمونو تاثیرات ارزول شوي، چې پایلې یې ښيي ټول رژیمونه د روغتیا د دوام لپاره ګټور ثابت شوي، خو د تاثیر اندازه یې متفاوته وه.
سالم زړښت څه ته وايي؟
سالم زړښت هغه حالت ته ویل کېږي چې یو کس تر ۷۰ کلنۍ پورې په ۱۱ مزمنو ناروغیو نه وي اخته شوی؛ لکه: د پوستکي له سرطان (melanoma) پرته نورې سرطاني ناروغۍ، شکر (ډایبېټس)، قلبي حمله، د زړه د تاجي رګونو ناروغۍ، د زړه کمزوري، فلج، د پښتورګو ناروغي، مزمنه تنفسي ناروغي (COPD)، پارکنسن، ایم.اېس (MS) او ای.ایل.ایس (ALS) ناروغۍ.
کوم غذایي رژیم د سالم زړښت لپاره غوره دی؟
پر سالم زدښت تر ټولو ډېر مثبت اغېز د «بدیلې سالمې تغذیه شاخص» (AHEI) درلود، چې د میوو، سبزیو، بشپړو غلو، سالمو غوړو په حوړلو او د پروسس شوې غوښې او ترانس غوړو په کمولو باندې تمرکز لري.
مدیترانیې بدیل رژیم (aMED) او دش (DASH) رژیم هم په دوهمو درجه کې راغلي دي. دا دواړه رژیمونه، چې یو یې د نباتي خوړو، سالمو غوړو او کم غوړو پروټین باندې تمرکز لري، او بل د وینې فشار د کنټرول لپاره د میوو، سبزیو، بشپړو غلو او پروټین زیاتولو ته لومړیتوب ورکوي، د سالم زړښت په زیاتولو کې پیاوړی تاثیر لري.
د «MIND» رژیم چې د مدیترانیې او دش رژیمونو ګډ ترکیب دی، او د مغز د روغتیا لپاره طرحه شوی، هم پیاوړې پایلې لرلې دي.
د «سیاروي روغتیا رژیم» (PHDI) چې د نبات خوړونکو خوړو، سرې غوښې او پروسس شویو خوړو په کمولو باندې تمرکز کوي، هم ښې پایلې لرلې.
په همدې لړ کې، د «سالم نباتي رژیم» (hPDI) چې په میوو، سبزیو، بشپړو غلو، حبوباتو او مغزیاتو ولاړ دی، که څه هم چې مثبت تاثیر لري، خو د نورو غذایي نمونو په پرتله یې تاثیر یو څه کم راپور شوی دی.