همت عمرزوی
د هرات زرغون پسرلی دی، هوا د اعتدال پر تول برابره چلېږي، د ژيړ مازدیګر نرم شمال، د رنګارنګ مرغیو چوڼهار او په نریو اوتنګو کوڅوکې د شوخو ماشومانو شور او غوغا، د ژوند د خوځنده خوځښت یو اغیزناکه نغمه ږغوي، زه او بابومي د کور د محل په مسجد کې د مازدیګر ترلمانځه وروسته، په کوڅه کې سره ږغېږو او مسجدیان راته ګوري، زه ورته د تفریح او ښه وخت تېرولو په پار د ګرځېدو اوخوځېدو یادونه کوم، خوهغه چې له کلي دلته مېلمه راغلی او وخت يې هم کم دی، غواړي چې هره لحظه له لږ وخت څخه ډېره ګټه واخلي، بابو د هرات پر سړکونو اوکوڅو د تګ په مهال د پنځوس کاله پخوا نوي ځوانی پرشوره خوږي خاطرې رایادوي اوذهن يې د نیمي پېړی لومړیوته ورګرځېدلی دی، زه ورته متوجه یم چې بابوجان مي په څومره یوې خوږي خو دردمني نوستاليژیا کې غرق دی، له خپلو خورو ورو خیالونو اوفکرونو سره داسي بوخت دی چې ته به وايې له هغه زمانې درته مخاطب دی، دی د اوښکو سره سوزونکي خبري اوخاطرې ګډي بیانوي، او د هرات د هغه زمانې ژوند ته دي نېغ اودروي، کله کله دې هسکو ماڼیو اونوو آبادیوته ګوته نیسي او د خپل خیال په مټ داسیمه د یو وچ ډاګ په تصویر کې ترسیموي، کله بیا د (کندهار د دروازې) د ډول ډول میوو او خوږو خټکیو ذایقه راکوي او کله بیا د (دروازه ملک) د هغه وخت تازه انځور راته وړاندي کوي… د همدې کاملاً ماضي ژوند د حضور په کیفیت کې د خپلو یارانو، سفرونو، معاملو او مراودو یادونه را تازه کوي، دا مهال بابو په تخیلي لحاظ د ژوند د پسرلي په اوج اوپرتم کې قرارلري، اما په جسمي او واقعي لحاظ د خپل خوږ عمر د ساړه مني په درشل کې را ایسار دی، دی اوس د ډاکتراودرملو په پار هرات ته راغلی او غواړي چې خپل جسمي دردونه په دې وسيلې تسکین کاندي، اما د دده دروني کیفیت ته په کتو کله چې د ژوند پر وهلو لارو اومزلونو بیا تخیلي مزل کوي نو د باطن اومعنا دنیا يې د بې رحمه روحي درد څړیکي لا لړزوي، بابو یودم د خپل کوم ګران زوړناروغ یار په یاد کې ورلوېږي، اوماته مخ را اړوي چې حاجي فلانی څنګه دی؟ او څنګه به يې د ليدو اوپوښتني ترتیب برابر کړو؟ ماته داچاره ځکه مهمه وه چې غوښتل مي د بابو را ولاړسوی دروني درد د خپل زوړ آشنا په پوښتنه ور ټکور کړم، ورسره خوښه مي سوه او د پخواني ملګري د یاد او دیدن په پاريې مخ د کور په لور ور روان سوو، د هرات پخې اوپرشوره کوڅي او د بابو د تېر ژوند د یادونو ګرمي ولولې د پسرلې د نسبتاً نرم ساړه شمال سره سړي ته د ژوند بل مخ ورڅرګندوي، بابو مي د خپل همدې یار کیسې اوخاطرې راته بیانوي اوپه همدې لړ کې د کور تر دروازې ور ورسېدو پر یو ماشوم موږغ وکړ؛ چې ورسه کورته مشرانوته ووایه چې حاجي فلانی د حاجي بابو پوښتني ته راغلی دی، ماشوم ولاړ اوتریو لږ ځنډ وروسته یو په توره ږيره نسبتاً ځوان سړی له کوره راووت تر سلام کلام وروسته يې په ډېر مودب او مهذب انداز کورته ور وبللو، کله چې د کور دهلیز ته داخل سو د بابو زوړ یار په سپينوکالوکې پر غوړېدلي نالی غځېدلی وو، بابو سلام پرواچاوه او ور کښته سو روغبړ يې ورسره وکړ، ماهم خپل سلام اواحترام ورته وړاندي کړ، ناروغ ملګری يې په داسي متعجب او متحیر انداز ورګوري چې په خپل تفکري دنیاکې ددې شناخته څېرې اوآشنا ږغ په درک اوتحلیل بوخت دی، بابومي خپل د اوږدو کلنو رنځور یار ته ځان وروپېژاند هغه ورغبرګه کړه: ( ومي پېژندلې).
وروسته يې د تېر ژوند تېري سوي پاڼي یوه یوه لټ په لټ کړه د اوښکو اوخنداووسره جوخت يې د خاطرو ځولۍ پرانستې، زه او د ناروغ سپین ږېري زوی د دوی په تېر کړي ژوندکې اوسمهال ور شریک وو، او دوی مونږته په حال کې د ماضي حضور رامنځ ته کړی و.
د دوی د آرماني مجلس کیف اوکان داسي ښکارېدی لکه د دې ژیړ مازدیګر د خدای په امانی چې د ورځي له حضوره يې اخیستی، یالکه پسرلی چې د پاڼو اوګلونو د ځکندن سلګی د هغو د رژېدو او خاوري کېدو په مټ د خزان کومي ته ورغورځوي، بابو اوملګري يې د خپلو کړو کارو او خاطرو په باب یو له بله بخښه او عفوه وغوښته یوبل يې په ناسته په مینه ناکه غېږکې سره ونیول، اوپه اوښکو، ډاډ اوتسلی يې یوله بله رخصت واخیست.
د دوی دا رخصت د طبیعت د برم اوپسرلي په دې اوسني پرتم کې یو عجیب اوغریب متضاد کیفیت ليږدوی، هوا اوفضا د بهار په رنګ اوخوند رنګینه او مهینه ده خو!!! دا دوه ناروغ بوډاګان د خپل عمر د خزان پر ویر کابو آخرنۍ ورځي اوشپې سره تېروي، دا د طبیعت د قانون یو ثابت او حتمي راتلونکی دستور دی، نور نو مرګ، ژوند اوهرڅه د یوازني قادر ذات(ج) په واک او ځواک کې دي، مونږ بې وسه او بې خبره یو.
خیر دي وي.
په دعا اودرناوي.
هرات.
که څه هم د یو انسان پتوګه د نړی هر صالح وګړی را ته محترم دی خو د سیاسی جغرافیا په هندسه کی د هرات د سرزمین او خلګو سره ډیره مینه لرم. د هرات خلګ د فرهنګ او اجتماعی اخلاقو یوه رُڼه هنداره ده ( پښتانه او غیر پښتانه ئی د سړی زامن دی ).