جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد محرم په لومړیو ۱۰ ورځو کې پېښور ته د افغانانو پر...

د محرم په لومړیو ۱۰ ورځو کې پېښور ته د افغانانو پر تګ بندیز لګول شوی

داودجبارخیل

د پېښ،ر د پولیسو ادارې د محرم میاشتې په لومړۍ لسیزه کې په پېښور ښار کې د افغانانو پرتګ راتګ بندیز لګولی دی.

په پېښور کې عموماً د محرم میاشتې په لومړیو لسو ورځو کې مذهبي تاوتریخوالی کېږي او ځايي چارواکي پېښور ښار ته د افغان کډوالو تګ له دې سره سره منع اعلانوي چې افغان کډوالو په مذهبي تاوتریخوالو کې تراوسه رول نه دی لرلی.

د پېښور پولیسو د محرم میاشتې په لومړۍ لسیزه کې د نظم د ساتلو لپاره او د هر ډول تاوتریخوالو د مخنیوي په موخه ځانګړی پلان ترتیب کړی چې له مخې یې د نورو اقداماتو تر څنګ پېښور ته د افغانانو پر تګ هم بندیز لګول شوی دی.

سختدریځيوسله وال په محرم مياشت کې ډېر ځله شيعه مسلمانان په نخښه کوي.

په پاکستان کې د محرم الحرام مياشتې په لومړۍ لسيزه کې مذهبي تاوتريخوالي ته په کتو کلک امنيتي تدابير نيول کېږي، چې له امله يې ورځنى ژوند په ټپه درېږي.

بلخوا د پيښور د مرستیال کمیشنر په خبره دغه ګام یې پېښور او شاخوا سیمو کې د امنیت د ټینګ ساتلو او د محرم میاشتې په لومړۍ لسیزه کې د کومې بدې پېښې د مخنیوي لپاره پورته کړی دی.

ده ویلي که په دغو ورځو کې افغان کډوال له خپلو کمپونو بهر ولېدل شي نو له قانون سره سم چلن به ورسره وشي.
په پاکستان کې ډېری وخت افغان کډوالو ته د ناامنۍ پر مهال د شک په سترګه کتل کېږي.

په تېرو درو کلونو کې د پاکستان په غټو ښارونو کې د لویو امنیتي پيښو له رامنځته کېدو سمدستي وروسته په رسنیو کې لومړی تور پر افغان مهاجرو لګول شوی او همداسي د محرم میاشتی او اخترونو په ورځو کې بازارونو او عامو ځایونو ته د افغانانو پر تګ راتګ د امنیت په خاطر بندیز لګول شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب