درېیمه برخه
پوهندوی دوکتور سید اصغر هاشمي
د کاوون په شعرونو کې د تېر ارمان (نوستاليژیا)
انسان په حال کې د تېر تر اغېزو لاندې وي. د شاعر په شعرونو کې د تېر ارمان لیدل کېږي، دغه ارمان یوه اروايي موضوع ده. د تېر ارمان کول د هغو لیکوال په ویناوو کې هم شته چې په خپل هېواد کې ژوند کوي، خو له دوی څخه د هغو لیکوال په افکارو کې ډېر لیدل کېږي چې په کډوالۍ کې ژوند تېروي. وايي:
تورې خاورې به يې پورې کړم په سترگو
که قسمت يو ځلي بيا وطن ته بوتلم
تودې اوښکې به يې پرخه کړم د گلو
که کوم باد هغه ښايسته چمن ته بوتلم
* * *
کلونه وشول چې له تا نه جلا شوی يمه
کلونه وشول چې په تا مې سترگې نه خوږيږي
کلونه وشول چې دنيا لکه زندان ده راته
کلونه وشول چې د سا وزر مې نه غوړيږي
* * *
اوس مې يادېږي هغه تللې هغه تېرې شېبې
هغه د گلو غوندې ښکلي او رنگين وختونه
هغه د مينې د رڼا په ميو مستې ورځې
هغه ساده، هغه سپېڅلي نازنين وختونه
* * *
دا څو کرښې چې ليکمه کله کله
هسې ځان در يادومه کله کله
فاصلې زموږ تر منځ نوري کلونه
په خپل خيال يې لنډومه کله کله
تا خو يو ځل زما نوم په خوله وا نه خيست
زه دې هم اوس هېرومه کله کله
تورې شپې دي ستا يادونه دي او زه يم
په ژړا يې تېرومه کله کله
ستا تصوير مې د خاطر پر پاڼه ناست دی
خاطرې مې پرې ليکمه کله کله
ستا د مينې گل مې شين د زړه پر سر دی
د زړه وينې ورکومه، کله کله (توفانی، ۱۳۸۱، ۱۲۲)
نوستالیژیا یوه رواني موضوع ده چې د ادبیاتو او ارواپوهنې د دوه اړخیزو خبرو له مخې بحث ته اړتیا لري. کله چې یو انسان له خپل هېواد څخه لیرې شي، د خپل هېواد ارمان ورته راځي.
) پابلو نودا په خپلو خاطرو کې یادونه کوي: (چې زما له زړه نه عقیده دا ده چې انسان باید د خپلې زېږېدنې په ټاټوبي کې ژوند وکړي او هم په دې باور یم چې د انسان بې ریښې کېدل له هغه ځایه چې په کې زېږېدلی او را لوی شوی وي، د هغه په خنثی کېدو او شنډېدو پای ته رسي، د هغه غوړېدا، ځلا او روښانتیا کوي. زه یواځې په خپل هېواد کې داسې احساس کوم چې ژوندی یم او ژوند کوم، همداسې ده تر هغه چې احساس ونه کړم چې پښې او لاسونه مې د خپل هېواد په خاوره ټینګ نه وي ایښي او غوږونه مې د هستوګنې او زېږنځای کې حرکت وکړي، د پارچاوونو اواز او د ځنګلونو او ونو فریاد ته غوږ نه وي ایښی او خپلې ريښې مې د هغه له خاورين وجود سره اړیکه لري او د مورنۍ سينې نه تغذیه ونه کړم، نه شم کولی ژوند ته دوام ورکړم او د ژوند له خوند او د ژوندي پاتې کېدو نه خړوب شم.((توفانی، ۲۰۲۱، ۱۵)
د کډوالۍ په وخت کې د کاوون ارواپوهنیزه ژبه
د کډوالۍ په ادبیاتو کې د هرې کټګورۍ لیکوال او پنځګر شته، په دوی کې ډېر داسې کسان شته چې له پټې او سېمبولیکې ژبې څخه کار اخلي. له دې ژبې څخه ګټه اخېستل خپل لاملونه لري.
)که نړيوال ادب په مقياس كې گورو، پر مارسل پروست باندې د سېمبوليستانو اغېز ډېر و. دليل یې دا و چې هغه خپله د سېمبوليستانو محافلو ته تگ راتگ كاوه او بې له شكه چې د غير ارادي حافظي سيستم د هماغه ياد راوړلو ځانګړنې تر اغېز او له «ادگار الن پو» نه را هيسې سېمبوليستانو ترې كار اخېسته. د پروست عطر، مزه او منظره لوستونكى ناڅاپه تېر مهال ته ورستنوي. هغه هڅه كوي چې خپلې ليرې ماضي كې ځان په حال زمانه كې درك كړي؛ نو په دې اساس بايد ووايو چې له بهرنۍ نړۍ څخه ذهن ناڅاپه د چمتووالي حالت ته را اوړي، چې د عادت له مخې حافظه شاته پرېږدي او له ارادې پرته د تېر زمان په پوهېدو كې په حال زمان كې ډوبېږي.( (کرګر، ۱۴۰۰، ۱۲۲)
د کډوالۍ د ادبیاتو تخلیقي ژبه له هغو ادبیاتو سره توپیر لري چې په هېواد کې ویل کېږي. دغه ژبه خپلې ځانګړنې لري او لاملونه یې ښکاره دي. د کډوالۍ په وخت کې د یو ویل شوي شعر درې نیم بیتي راوړم او د هغو کلماتو یادونه کوم چې په ټولیز ډول د کډوالۍ ادبیات او په ځانګړي ډول د کډوالۍ په ادبیاتو کې د رواني ژبې په برخه کې له کومو مسایلو څخه کار اخېستل کېږي.
او په اوبو کې د لیدلي خوب تعبیر لټوي (توفانی، ۱۳۸۱، ۷)
میکدې ته یې محشر په اوږو راوړ (توفانی، ۱۳۸۱، ۱۲)
څه تأثیر دی د ډېوې په سره لمبه کې (توفانی، ۱۳۸۱، ۱۲)
د (خوب لیدل، محشـر او لمبې) د انسان له ذهن او روان سره تړاو لري او شاعر په داسې وخت کې ویلي دي چې له بېلابېلو رواني ستونزو سره مخامخ دی. په همدې ډول په سلګونو داسې نور کلمې شته چې د روانپوهنې له اړخه که وڅېړل شي، هغه کلمې دي چې د انسان په مغز او فکر کې جوړې شوې دي او کډوالي، درد او په بل هېواد کې ستونزې یې ثابتوي. د بېلګې په ډول څو هغه کلمې راوړم چې د شاعر په شعرونو کې ډېر لیدل کېږي، لکه:
پتنګ، ډېوه، اوښکې، اور، تور، شپه، زخمي، خاموشي، مسافرت، بېګانه، ماضي، سپېره، پېغور، ګناه، ماتم، جنازه او په سلګونو داسې نورې بېلګې شته چې د شاعر احساسات او درد ثابتوي. یوازې په همدې یوې شعري ټولګې کې له سلو څخه ډېر به د (شپې) له کلمې څخه کار اخېستل شوی وي چې په حقیقت کې دغه لفظ د شاعر له لاشعور او ټولنیز لاشعور سره تړاو لري او د هېواد د پرېښودلو له امله د کډوالۍ په ادبیاتو کې دغه برخه ډېره لیدل کېږي. که چېرې د کډوالۍ په ادبیاتو کې په سبکي ژبې کار کېږي، دې پایلې ته رسېږو چې د کډوالۍ د ادبیاتو ژبه او په ځانګړي ډول ارواپوهنیزه ژبه یې په تکراري ډول داسې کلمې لري چې د لیکوال له ماضي او حالاتو سره اشنا کېدلای شو.
د کاوون د شعرونو ژبه، د شاعر رواني ژبه، د شاعر هنري ژبه، د شاعر توفاني او باغي ژبه او په داسې نورو خواوو یې څېړنه تر سره کېدلای شي. هر محتوايي خوا خپله ژبه لري چې د شاعر په شعرونو کې دغه ټولې خواوې شته.
کاوون او خوبونه
د کاوون په شعرونو کې د خوبونو او تور رنګ ډېره یادونه کېږي، خوبونه په توره شپه کې لېدل کېږي. د خوب، شپې او تور رنګ درې اړخیزې اړیکې د څېړنې وړ دي. د شپې په راتګ سره تور رنګ پیدا کېږي، د بېلابېلو ستونزو له امله د لیکوال خوب تښتي.
د رنګونو په څېړنه کې د رنګ ارواپوهنه پر بېلابېلو رنګونو بحث کوي او د انسان پر شخصیت او روان باندې د هر رنګ اغېز ښيي. د رنګونو استعمال له پخوا زمانو څخه په مصـر، هند او نورو ځایونو کې موجود وو، د مصـر په لرغونو عبادتخانو کې به له داسې رنګونو کار اخېستل کېده چې د انسان روح او نفس ته به یې ګټه درلوده او ناروغان به یې دغو عبادت ځایونو ته د درملنې لپاره راوړل. د مصـر ملایانو په دې نظر وو چې رنګونه ژوند ژغوري او بې له رنګه ژوند بې رنګه وي، همدا رنګونه دي چې د روغتیا قدرت او جادو لري. په چین او هند کې د انسان درملنه د (کروماتراپي) په څېر رواج وه. ځینې پوهان لا په دې باور دي چې د انسان د بدن هره داخلي او بهرنۍ عضوه له یو ډول رنګ سره اړیکه لري او د همدې رنګ په وسیله هماغه غړی فعالیږي او که همدا رنګ ورته ونه رسېږي، فعالیت یې کمېږي. تور د خپګان رنګ دی، متل دی (زړه مې ور څخه تور دی). تور رنګ ډیپریشن پیدا کوي چې لوی لامل یې دا دی چې د دې رنګ په استعمالولو سره رواني انرژي له لاسه ورکول کېږي او په شاعرۍ کې د سېمبولونو په ډول له رنګونو کار اخېستل کېږي چې تور رنګ د مړینې سېمبول هم دی. د بېلګې په توګه سره او شنه رنګونه د خوښۍ رنګونه دی، زیړ، خړ او تور رنګونه ساړه او بې روحه رنګونه دي چې غم او خپګان تداعي کوي. څېړنو ښودلې چې ناروې شمالي قطب ته نږدې ده، په ژمي کې شمالي ناروې ډېرې اوږدې شپې لري، هلته د خپګان سلنه له جنوبي ناروې زیاته ده چې لامل یې په جنوبي کوریا کې د شپو لنډوالی او په شمالي کوریا کې د شپو اوږدوالی ښودل شوی دی.
د خوبونو په اړه ویل کېږي چې یو ډول یې اهورايي (خیر) خوبونه دي او بل ډول یې اهریمني (شر) خوبونه دي، د انسان تېر ژوند او شخصیت په خوبونو کې ښکاره کېدلای شي، هغه خلک چې شرارتي دي، په تېر ژوند کې یې د خیر پر ځای د شر کارونه ډېر کړي وي، خراب خوبونه ګوري، ځکه چې لاشعور یې له همدغو خرابو حوادثو څخه ډک وي او هغه څوک چې ښه خوبونه ګوري، تېر ژوند یې د انسانیت او اسلامیت پر ګاڼه سمبال وي.
د خوبونو موضوع د ارواپوهنې یوه برخه ده چې د کډوالۍ په وخت کې د کډوالو شاعرانو په شعرونو کې ښکاره کېږي. مخکې مې یادونه وکړه چې د کډوالۍ د ادبیاتو په رواني بېلګو کې له داسې کلمو سره مخامخېږو چې د انسان د روان او روح تر اغېزو لاندې را منځته کېږي. کاوون وايي:
هره شپه چې خيال کې لاړ شم د آشنا د ياد کوڅو ته
ځلوم د اوښکو ستوري، تورو شپو تورو تيارو ته
هره شپه د يار تصوير وي او ښيښې زما د سترگو
هره شپه زخمي يادونه، خوب مې نه پرېږدي لېمو ته
که زما د زړه په وينو ستا گلونه تازه کېږي
هره ورځ به يې ډالۍ کړم، ياره ستا مړاوو غونچو ته
د آشنا د ياد تصويره، چېرته لاړې نه دې وينم
زړه مې هره شپه تخڼيږي، ستا خوږو خوږو قصو ته
که زما په تباهۍ دې، شرط تړلی وي رقيبه
نيت دې بيا له سره وکړه، خوب دې ووايه اوبو ته
يوه ورځ به درنه واخلم، انتقام د سرو غوټيو
يوه ورځ به سلامي شې، زموږ خړو دېوالو ته
څه خيرنه زمانه شوه، شيخ په چپ او په راست اوړي
د خوني مستو محفل دی، پام يې نيسه نڅېدو ته
څه بې خونده شولې مينې، څه بې رنگه شولې وينې
څه بې ميو شولې پينې، اور يې نه راځي پيالو ته
گلان ووتل له باغه، وينې څاڅي له اياغه
رڼا لاړه له څراغه، سترگې سرې شوې ژړېدو ته
ځه چې ووځو جانانه، د غمونو له ټاپو نه
دا بدنامه کوڅه پرېږدو، څو بدمستو لېونو ته
(توفانی، ۱۳۸۱، ۲۲)
***
کوترې خوب لیدلی
چې اور نفسه سارايي بادونه،
بېرته ستنیږي د سارا غېږې ته
کوترې خوب لیدلی
چې د لیندیو فصل،
پرون ږلۍ وواهه
او نن، د کلي بزګر
خپلو پټیو کې، غنم وکرل
کوترې خوب لیدلی
چې د چنار لوڅه لغړه ونه،
بیا په تنکیو پاڼو پټه ښکاري
کوتره ناسته ده د کلي د ویالې له پاسه
د توت د ونې په بربنډه څانګه،
او په اوبو کې د لیدلي خوب تعبیر لټوي (توفانی، ۱۳۸۱، ۱۱)
په پورته شعر کې د شاعر سیاسي موقف، کډوالي، د کډوالۍ رواني ژبه، په رواني ژبه کې یې سېمبولونه، د خوب لیدل، د متحرک ذهن په پام کې نیولو سره د (تور) کلمې ډېره کارونه او داسې نور مسایل په دې دلالت کوي، چې د شاعر شعرونه د کډوالۍ په وخت کې ویل شوي دي.
د کاوون په شعرونو کې د هېواد زړه بېلګه
د کډوالۍ په ادبیاتو کې له خپل هېواد سره اړیکه ډېره ژوره وي. له ماضي سره د پنځګر اړیکه له لاشعور سره ارتباط لري، چې په دې اړه فروید ډېرې څېړنې کړې دي. په کډوالۍ کې د ځینو بهرنیو حواسو په وسیله انسان د داخلي حواسو تر اغېزې لاندې راځي او د خپل هېواد ستاینه کوي، ارمان یې کوي. لاشعور په شعور غالب برلاسی کېږي او په لاشعور کې پراته ګودام شوي مسایل ځان ښکاره کوي. د یونګ د نظريې له مخې انسان له ټولنیز لاشعور څخه ځان خلاصولی نه شي؛ ډېرې داسې زړې بېلګې او ارکي ټایپونه شته چې انسانانو ته له نسلونو نسلونو را پاتې دي.
پښتو کې زړبېلګې، پارسي/ دري کې کهن الګو او صورت مثالي، په انګليسـي کې ارکي ټايپ، له يوناني ژبې څخه اخېستل شوی دی چې (ارکي) د «اصیل او پخواني» په مانا او (ټايپ) کالب او بېلګې ته وایي؛ یعنې د خلکو هغه پخواني نظرونه چې په یو چوکاټ کې وړاندې شوي دي. خلکو ته حقیقت نه ښکاري؛ خو دا هغه تاریخي کیسې دي چې په شفاهي ډول شتون لري او له اسطورو څخه لاسته راځي. ځینې شیان له پېړیو پېړیو د بشـر په ټولنیز لاشعور کې پاتې دي. د بېلګې په ډول له مرګ څخه وېره او د تلپاتې ژوند هیله له زړو ارکي ټایپونو څخه دي چې د نړۍ لومړنیو انسانانو یې په اړه فکر کاوه او تر نن ورځ پورې د نړۍ ډېر انسانان دا هیله لري چې تلپاتې ژوند ولري.
د مور کلمه د نړۍ په ټولو فرهنګونو کې شته او کله چې مور يادېږي، د نوم په اورېدلو سره یې په ذهن کې يو تصوير پيدا کېږي چې د دې تصوير ځای زموږ په لاشعور او ټولنيز لاشعور کې شته او له نسلونو نسلونو او يا د نړۍ له پيدايښت سره ميندې موجودې وې، د بېلګې په ډول د نړۍ د لومړنيو انسانانو هابیل او قابيل مور بي بي حوا په ټولو اسلامي فرهنګونو کې د لومړنۍ مور په نوم يادېږي. په حقيقت کې دا يوه زړه بېلګه او ارکي ټايپ دی. کارل ګوستاو يونګ د لومړي ځل لپاره د اساطيرو پر بنیاد ټولنيز لاشعور ته اشاره کوي، يونګ د (زړبېلګو/ ارکي ټايپ) اصطلاح د بدوي انځورونو لپاره چې په هر بشـري، قومي او ټولنیز لاشعور کې ځای لري کاروي، هغه وايي: «دا انځورونه د اسطورې، مذهب، خوبونو، شخصي اوهامو په بڼه او په پايله کې په ادبي اثارو کې د سېمبولونو په توګه انعکاس کوي.
د کاوون په شعرونو کې له هېواد سره مینه، هېواد ته د مور ځای ورکول، له هېواد سره رواني او روحي اړیکې او داسې نور مسایل د ارواپوهنې د زړو بېلګو/ صورت مثالي د موضوع لاندې بحث ته اړتیا لري. وايي:
ما ته یاد شي څومره سخته او ترخه وه
هغه ورځ چې موږ له یو بل نه جلا شو
ته په خپلې لارې ولاړې، زه په خپلې
د ژوندون په لویه دښته کې تنها شو
***
ستا له سترګو څڅېده غمي د اوښکو
خو په شونډو دې ترخه موسکا خوره وه
نه خو تا را ته څه وویل نه ما څه
پوهېدو چې د وصال وروستۍ شېبه وه
***
ما دې سترګو کې لوستلی تور قسمت و
ما دې زلفو کې لیدلې تورې شپې وې
ما لیدل چې تورتمونه وو په مخ کې
ما لیدل چې را خورې تورې تیارې وې
***
اوس چې ګورمه د وخت غرو له شانه
لا تر اوسه موږ هماغسې تنها یو
نه مو لارې بېرته بیا یو بل ته رسي
نه د مینې ناوه کۍ منزل ته بیایو(توفانی، ۱۳۸۱، ۱۴۷)
***
پردېسه چېرته ځې، د چا په هیله
د کوم ارمان په لوري لاره وهې
منزل دې کوم دی، دمه ځای دې چېرته؟
له کومه راغلې او په کومه درومې،
په دې اوږده،
کړه وړه لاره،
تڼاکې پښې. (توفانی، ۱۳۸۱، ۱۵۰)
د هېواد ارمان کول، په هېواد کې له پیدايښت او په هېواد کې د ژوند تېرولو سره تړاو لري. د کاوون په شعرونو کې د هېواد ارمان کول، هېواد جوړول، د هېواد پرېښودل، پر هېواد باندې د ظالمانو غندنه او داسې نورې خبرې په دې دلالت کوي چې شاعر په یو نه یو ډول له هېواد سره اړیکه لري.
کلونه وشول چې له تا نه جلا شوی یمه
کلونه وشول چې په تا مې سترګې نه خوږېږي
کلونه وشول چې دنیا لکه زندان ده راته
کلونه وشول چې د سا وزرې مې نه غوړېږي
اوس مې یادېږي هغه تللي هغه تېرې شېبې
هغه د ګلو غوندې ښکلې او رنګین وختونه
هغه د مینې د رڼا په مېوو مستې ورځې
هغه ساده هغه سپېڅلي نازنین وختونه
***
چې مې له تا سره تړون پکې د مینې وکه
چې ستا په غېږه کې مې ځان او جهان وپېژنده
ته مې کعبه شوې درته زه په لمانځه ودرېدم
ستا په لمنه کې مې هوډ او ایمان وپېژنده (توفاني، ۱۳۶۳، ۳۶)
په پورته ټولو بېلګو کې شاعر د هېواد یادونه کوي، هېواد د مور حیثیت لري. کله چې انسان پیدا شي، له هېواد سره یې مینه په روح او روان کې د بېلابېلو لاملونو پر بنسټ پیدا کېږي، له هېواد سره یې مینه داسې وي، لکه له مور سره یې اړیکه، یا له خاورې سره یې ارتباط، نو ځکه هېواد د مور او خاورې په نوم یادېږي. شاعر له هېواد سره مینه لري، له خاورې سره مینه لري، ده ته هېواد او خاوره یې د مور حیثیت لري، لامل یې دا دی چې له موره پیدا دی، هېواد کې لوی شوی دی، له موره تغذیه شوی دی، د هېواد له خاورې یې غلې دانې تر لاسه کړي او خوړلي دي، نطفه یې له همدې خاورو پیدا شوې ده او داسې نورې مسایل دي چې انسان له خاورې او هېواد سره ژوره اړیکه لري.
د کاوون شعرونه د ارواپوهنې له اړخه څېړل کېدلی شي چې بېلګې یې پورته څرګندې شوې. د ارواپوهنې له اړخه چې کومو خبرو ته اړتیا وه، پورته یې یادونه وشوه، خو نور ډېر رواني موضوعات هم شته چې د شاعر په شعرونو کې لټولی او څېړلی شو. له څېړونکو غوښتنه کوم چې د کاوون او د نورو شاعران په شعرونو او داستاني لیکنو کې د ارواپوهنې بېلابېلې خواوې وڅېړي.
کاوون او عقلانیت (عقل)
د کاوون په شعرونو کې یوه بله موضوع د عقل یادونه ده. دی هغه شاعر دی چې شعر یې روان او په ساده توب کې پیچلي مسایل وړاندې کوي. د عقل کلمه یې په شعرونو کې شته، خو هر چېرته یې عقل د عقلانیت او ښوونې او روزنې په مانا کارولی نه دی.
وطنه سر به مې لوګی کړم درنه
ته مې د عقل او ایمان نښه يې (توفاني، ۱۳۶۳، ۵۰)
شاعر هېواد ته د ایمان او عقل امتیاز ورکوي. عقل ته د ایمان په نظر کتل په حقیقت کې د عقل لوړتیا ښيي او عقل او عقلانیت ته ارزښت ورکول دي. شاعر د یو روښانفکره په ډوله په ښوونې او روزنې ټینګار کوي او عقل د ښوونې او روزنې لپاره اړین ګڼي.
د عشق جنون راته د عقل تدبیر ونړاوه
ځکه مې بیا درپسې سوي فریادونه خيژي (توفاني، ۱۳۶۳، ۷۰)
دلته د کاوون په شعرونو کې د عشق او عقل جګړه لیدل کېږي. د عقل بحث له تصوف او عرفان سره تړاو لري. د شاعر په شعرونو کې د تصوف او عرفان په اړه خبرې د څېړنې وړ دي. صوفیان او عارفان عشق ته لوړ مقام ورکوي، خو کله کله عقل دومره لوړو مرتبو ته رسوي، چې له عشق سره یې برابروي او ان له عشق څخه یې هم لوړ ګڼي او کله کله عقل د عشق په ځای کاروي او ځینې داسې شاعران هم شته چې د عشق او عقل تر منځ یې په فکر کې تضاد موجود وي او د عشق او عقل تر منځ یې ویناوو کې جګړه لیدل کېږي.
د عشق او عقل تر منځ متقابل خواوې ډېره پخوانۍ سابقه لري. د نړۍ له پرمختګ سره عقل او عقلانیت ته پاملرنه زیاته شوې ده او د نړۍ فیلسوفانو د عقل په ارزښت غږېدلي دي. د نړۍ د فیلسوفانو خبرې له عقل او تفکر سره سره له عشق سره تړاو لري. که اپلاتون د عقل پلوی دی، خو په همدې حال کې د مُثل نظریه یې له عشق سره اړیکه لري.
د پښتو ژبې شاعرانو په شعرونو کې د عشق او عقل جګړه په حقیقت کې د عرفان او فلسفې تقابل دی، خو که فلسفه دقیق ولوستل شي، ډېر نظریات یې له عرفاوو سره ګډې خواوو لري.
د عشق او عقل (د شهودي معرفت او علمي معرفت) تر منځ تقابل ډېره پخوانۍ سابقه لري. دغه موضوع د عارفانو او فلاسفه وو تر منځ د بحث وړ موضوع ده. عارفان په سیر او سلوک کې د بصیرت او قلبي معرفت خبرې کوي او په دغه بیان کې یې د عشق د کلمې مانا د زړه، ذوق او په نورو ماناوو اخېستی دی. له قلبي بصیرت څخه موخه د معرفت یو ډول دی. عارفان دغه معرفت د حسـي او شهودي تجربو په وسیله تر لاسه کوي. دغه تجربې د داخلي نړۍ په ژورو او د روح په ريښو کې ځای لري او سالک (عارف) د حقیقت په طرف رهبري کوي، خو د ظاهري علومو پوهان د نړۍ په اړه خپل نظریات لري، د عارفانو سره متفاوت افکار لري. په ځمکني مذهبونو کې د عارفانو نظریات له فلاسفه وو سره توپیر لري، خو په ځینو موادو کې سره یو شان دي.
(د عقل او عشق یو تر بله اړیکې او اهمیت د یادونې وړ دی. هغه هم د (ناتمام عقل) چې مولانای بلخي یې (دانش ناقص) بولي، غندنه کوي. عشق په عقل ښایسته او عقل او عشق بې عشقه هېڅ ګڼي.) (خلیل، ۲۰۰۲ز، ص ۱۴)
د تصوف په دنیا کې د ناتام عقل یادونه کېږي، فردي عقل د تعقل دا توانايي نه لري چې هر شی ثابت کړي، خو یو کُلي عقل شته چې دا عقلونه یې پیدا کړي دي. فردي عقل ناتمام عقل دی چې د هڅو او هاند په وسیله کوښښ کوي چې حقایق تر لاسه کړي. مولانا رومي ورته ناقص عقل او پوهه وايي. عقل د عشق په وسیله د پیاوړتیا مرحلې ته رسېدلی شي. عقل هغه وخت سم تعقل کوي او د تفکر پایله یې د حقیقت لاسته راوړلو لپاره وي چې زړه د عشق له انوارو ډک وي. عقل او فکر د زړه له جوړوالي پرته نیمګړی وي.
د عارفانو په نظر تعقل او استدال د هغې خلاف چې مشهور شوی دی، په هر ځای کې نا معقول نه دی. د نجم الدین رازي په نظر د عشق او عقل تر منځ باید متضاد فکر له منځه ولاړ شي، چې وکولای شو په دې اړه سم قضاوت وکړو. هغه د عقل په اړه داسې نظر لري، چې د عقل سیر د عالم په بقا کې دی او د اوبو صفت لري چې هر ځای ته رسیدلی شي، ابادي راوړي خو د عشق سیر عالم فنا کې دی او د اور صفت لري. عقل د جسماني او روحي عالمونو قهرمان دی خو عشق د دې دوو عالمونو سوزند حالت دی. د دې په فلسفي مطالعاتو کې عقل ته لوړ ارزښت ورکول شوی دی او د عشق په مقابل کې ورته ارزښت قایل دی. عقل باید خپل موقف وپېژني او د سالکانو لپاره باید رهنما وي، خو عقل د عشق له نظره وړوند دی او په داخلي نړۍ کې یو بل سلطان شته چې حکمراني کوي.
د کاوون په شعر کې عقل دلته له بېلې زاويې څېړنې ته اړتیا لري او دا خبره هم واضېح شوه چې د کاوون شعرونه تصوفي او عرفاني څرکونه هم لري.
د نجات په خاتمه کې
د خام عقل څپو یوړه
د رڼا شغله شوه ډوبه
د خيرنې شپې په کام کې
د جنون وچه بیدیا وه
عقل بند په ځنځیرونو
زمری ووت له قفسه (توفاني، ۱۳۶۲، ۱۱۰)
دلته یې د (خام عقل) یادونه کړې ده، عقل له پوخوالي پرته خاموالی هم لري، د عقل خام والی او پوخوالی د دیني مطالعاتو له مخې له زړه سره تړاو لري او د فلسفې له مخې د پوهې، منطق او استدال سره اړیکه لري. په دینې او فلسفي توګه عقل یو له بله ګډې خواوې لري، دین که عقل ته ارزښت ورکوي، فلسفه هم د عقل په کمال او لوړتیا ټینګار کوي. کاوون وايي چې عقل په ځنځیرونو تړل شوی دی، د عقل تړل کېدل د ناپوهۍ په مانا دی، د عقل بندي کېدل د بیان او فکر د ازادۍ له منځه تلل دي. دلته له عقل څخه موخه څو اړخیزو خبرو ته اړتیا لري.
کاوون، نشت اباد او درد اباد
د فروید د نظریاتو له مخې انسان د لاشعور تابع وي، په شعوري او ارادي چارو کې لاشعور لاس لري او کله کله انسان بې اختیاره کېږي، نو ځکه له هېواد سره مینه، په هېواد کې له خلکو سره مینه، په هېواد کې ستونزې او په لسګونو داسې نور لاملونه دي چې انسان په یو نه یو ډول له هېواد سره اړیکه پیدا کوي او اړیکه لري. د هېواد ډېر شیان موږ ته په میراث کې پاتې دي؛ هېواد هغه زړه بېلګه ده چې د انسان په روح، روان، وینه او داخلي نړۍ کې ځای لري. د کاوون شعرونه د هېواد د درد په اړه خبرې لري، کله هېواد ته د ستونزو او ځینو نورو لاملونو پر بنسټ نشت اباد وايي او کله کله ورته درد اباد وايي.
په نشت اباد کې مې د چا د مخ شغله وليده
په کنډوالو کې، د لالونو کان ته ورسېدم
***
د نشت اباد ګرېوان ته وڅڅېده
د ژوندانه له کرښې پورې وته
او د خپل سوال ځواب ته ورسېده
***
ساعت نښتی، په دېواله کې
زمان خوځېږي، تر نشت اباده
يو سيوری ناست دی، ثانيې شماري
چې ته به راشې، د اشنا ياده
***
له دې لويه درد اباده، له دې کوزه، له دې پاسه
کومه پایله به وا نخلې، له ثبوته له قياسه
***
د مینې درد اباد کې فریادونه لا ژوندي دي
د سترګو په چینو کې، دریابونه لا ژوندي دي
***
کلونه تېر شول د دې باغ غوټۍ ونه غوړېدې
د وچې دښتې د اغزو باغوانه ومې بخښه
نور درنه ځم، په درد اباد کې دې یوازې پرېدم
زما زړګیه، د غمونو خانه ومې بخښه
***
پر زړه غمونه باروم له دې بلاده وځم
زما له ښکلي، غم لړلي درد اباده وځم
***
يو ځل خو راشه، تر درد اباده
که يو ځل بيا مې، گوتو ته راغلې
***
په منډو واوړي، له درد اباده
ساعت ټکېږي، سکون يې نشته (توفاني، ۱۳۶۶، ۳۶، ۳۸، ۵۰، ۸۰)
ټوله نړۍ د ښې ټولنې ارمان کوي، دغه ارمانګرايي له ډېرې پخوا زمانې څخه د انسان په داخلي نړۍ کې شته، د جنت ارمان کول او پر جنت باندې باور د دې لامل شوی دی چې په نړۍ کې د ښو ټولنو ارمان وکړو. کاوون د یو فکرمند او ښه شاعر په ډول د یوې ښې ټولنې ارمان کوي، نو ځکه یې په شعرونو کې د نشت اباد او درد اباد په اړه داسې نظریات لیدل کېږي، چې د مدینه فاضله، ارمانښار او د لمر له ښار سره متضاده خوا لري. شاعر د ارمانښار په هیله د ښې ټولنې ارمان کوي. مدینه فاضله، مدینه کرامیه، ارمانښار، د عدالت، انسانیت او د ښو کړنو ښار ته وايي. دا هغه خیالي ځای دی چې هر ډول ښې کړنې پکې تر سره کېږي، د عدالت له مخې یې ساری نه لیدل کېږي. په حقیقت کې د هرې ستونزې جرړه بې عدالتۍ ته رسېږي. کله چې اپلاتون په جمهوریت کې د ارمانښار او د مدینه فاضله نظریه وړاندې کوي، یو اساسي لامل یې د یونانیانو په وخت کې له سوکرات سره د بې عدالتۍ قضیه ده. د ناسمې ټولنې او غېر عادلانه قضاوت او ناسمې ټولنې پر بنسټ سوکرات پر مرګ محکوم شو او د زهرو جام یې په سر واړاوه.
د کاوون په شعرونو کې درد اباد او نشت اباد د ارمانښار د ادبیاتو برعکس نظر وړاندې کوي. شاعر د ښې ټولنې په ارمان اوس هم ارماني دی. زموږ هېواد څلويښت کاله مخکې چې کومې ستونزې درلودې، اوس یې هم لري، نو د نړۍ په تاریخ کې هره ټولنه او په ټولنې کې هر انسان د ښې ټولنې ارمان کوي چې په داسې کسانو کې کاوون توفاني هم د یادونې وړ دی؛ زموږ نور څېړونکي یې په شعرونو کې د ارمانښار نظریه هم موندلای شي.
د ارمانښار ادبیات هغه ادبیات دي چې ارماني ټولنه ترسیموي او د داسې ټولنې غوښتونکي وي چې هېڅ ډول ستونزې په کې نه وي. په ادبیاتو کې دغه مفکوره ډېره پخوانۍ ده او د بشـر له تاریخ سره اړیکه لري. د بین النهرین د سومریانو په لومړنیو نظریاتو کې دا مفکوره لیدل کېږي. د سومریانو د ګلګمېش په حماسه کې د ګلګمېش نږدې ملګړی مړ کېږي. سومریان په مرګ باور نه درلود، خو د انکېدو له مرګ وروسته ګلګمېش سره د مرګ فکر پیدا کېږي او تلپاتې ژوند هڅه پیلوي، په همدې لټه د انکېدو له مرګ وروسته بلې نړۍ ته ځي، هلته د هوايي مرغانو غږونه نشته، حیوانات نشته، شر او شور نشته، زمریانو ظلم نه کوي، کونډې او یتیمان پکې نه وي، مریضـي ګانې نه وي، زړښت نه وي او داسې نورې خبرې د ارمانښار بېلګې دي. بېلا بېلو لیکوالو ارمانښار د خپلې زاويي ترسیم کړی دی. د تامس مور (اتوپیا)، د اناکارسیس کلوتس (جمهوري جهاني)، د ویکتور هوګو (روزګاران اینده او رویای والا)، د توماسو کامپانلا (شهر افتاب)، د فرانسیس بیکن (اتلانتیس نوین) او داسې نور آثار او لیکوال د یادونې وړ دي. ابو نصـر فارابي د یوناني فلسفي پر پیروۍ او د اپلاتون د نظريي پر اساس ارمانښار ترسیموي او د ښې ټولنې بحث پیلوي. د ده اثر (اندیشههای اهل مدینه ی فاضله) د منځپانګې له مخې د ارمانښار موضوع وړاندې کوي او په سیاسي برخه کې یې ډېرې خبرې د اپلاتون له جموریت سره اړیکې لري.) (هاشمي، ۱۴۰۱، ۱۲۳)
شاعر په هېواد کې د سولې ارمان کوي، دغه ارمان په کلونو کلونو زموږ د هېواد د خلکو ارمان دی. شاعر په ډېرې خواشینۍ سره هېواد پرېږدي، په هېواد کې یې ډېر دردونه لیدلي دي، په دې جغرافیه کې د کایناتو هر توکی خپه دی، درد زغمي، نو ځکه ورته درد اباد وي؛ یعنې هغه ځای چې د دردونو تجربه لري او پر دردونو باندې جوړ شوی دی، د دردونو ابادي ده، د دردونو کور او کلي دي او ټول هېواد درد او ستونزې دي.