جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بریتانیا صدراعظم: په افغانستان کې د ډیپلوماټیک حضور شرایط نه دي...

د بریتانیا صدراعظم: په افغانستان کې د ډیپلوماټیک حضور شرایط نه دي مساعد شوي

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۲۹ مه) د بريتانيا لومړي وزير ريشي سونک د دغه هېواد د پارلمان د دفاعي کمېټې د مشر او د دغه هېواد د محافظه کار ګوند د يوه جګپوړي غړي توبياس ايلوډ د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې، چې له کابل سره د یې د تعامل زیاتیدو غوښتنه کړې، ویلي د دغه تعامل زیاتیدو زمینه برابره نه ده.

سنک ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د برتانیا د ډیپلوماتیکو حضور لپاره شرایط لکه څنګه چې توبیس وویل چمتو نه دي.

د انګلستان لومړي وزیر وویل، هغه غواړي د هغه څه توضیحات وڅیړي چې توبیاس راپورته کړي.

د بريتانيا لومړي وزير ويلي، چې دی د طالبانو په څېر له حکومتونو سره د خبرو مخالف نه دی او دا خبرې د هغوی د رسمي کولو په معنا نه دي.

 د بریتانیا یاد شوي سیاستوال هم خپله غوښتنه بېرته اخېستې او ویلي، چې هدف یې طالبانو سره تعامل نه؛ بلکې ۴۰ میلیون فقر ځپلو افغانانو سره د مرستې غوښتنه وه.

طالبانو د یاد شوي بریتانوي سیاستوال د غوښتنې هرکلی کړی و.

1 COMMENT

  1. ددی هندو د پوست رنګ تور دی خو مغز او زړه او روحیات او احساسات ئی تر یو انګریز هم سپین دی ( د انګریز ګټو ته وفادار دی ).
    زموږ ځینی وطنوال شاید ګومان کوی چی د انګریز په هیواد کی دموکراسی دومره غښتلی ده چی یو هندی یا پاکستانی هم کولای سی چی لوړ حکومتی مقامونه او پُستونه تر لاسه کړی خو لدی واقعیت څخه بی خبره دی چی ددی هندیانو یا پاکستانیانو یا…… پر ټول وجود دومره پراخ د جراحی ( انګریزی کوډو او سِحر ) عملیات تر سره سوی دی چی دننی جنسیت ئی باالکل ور بدل کړی دی.
    د بریتانیا د نن ورځی رِفاهی ژوند او ساتلی ستره طلائی پانګه د هند د هیواد د ۲۰۰ کلن چور او چپاول پایله ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب