یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد افغانستان له لارې پاکستان ته د ازبکستان صادرات پیل شول

د افغانستان له لارې پاکستان ته د ازبکستان صادرات پیل شول

تاند (چهارشنبه، د ثور۲۲) د افغانستان له لارې پاکستان ته د ازبکستان د سوداګري مالونو د ترانزیت پروژه نن په اسلام اباد کې رسماً پرانیستل شوه.

پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د دولتي راډیو په قول راپور ورکړ چې دا پروژه په اسلام اباد کې د ازبکستان د سفارت او د پاکستان د اقتصاد وزارت له لوري اعلان شوه.

په راپور کې ویل شوي چې د ازبکستان سوداګري مال به د افغانستان له لارې پاکستان ته صادرېږي.

دا پروژه د ازبکستان د ولسمشر نوښت بلل شوې ده.

له دې اعلان سره په یو وخت له ازبکستان څخه د سوداګري مالونو لومړنی کانتینر د افغانستان له لارې پاکستان ته ورسېد.

د امریکا شارژدافېرې د پاکستان له لوی درستیز سره وکتل

په پاکستان کې د امریکا د سفارت شارژدافېرې انجیلا اګلر نن په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز  جنرال قمرجاوید باجوه سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

باجوه د دوشنبې په ورځ د بریتانیا له لوی درستیز سره یوځای کابل ته راغی او له ولسمشر غني سره یې ولیدل.

بریتانیايي رسنۍ وايي چې لوی درستیز یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو په برخه کې د منځګړتوب رول لوبوي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، د امریکا د سفارت شارژدافېرې له باجوه سره د افغانستان د سولې پر پروسې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

له جنرال باجوه سره د کابل په سفر کې د پاکستان د پوځي استخباراتو عمومي رييس ډګرجنرال فیض حمید هم ملګری و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب