یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهعبدالمنان نیازی د درملنې لپاره کابل ته یووړل شو

عبدالمنان نیازی د درملنې لپاره کابل ته یووړل شو

تاند(چهارشنبه، د ثور۲۲) د طالبانو د بېلې شوې څانګې مرستیال مولوي عبدالمنان نیازی، چې تېره شپه په هرات کې سخت ټپي شو، د درملنې لپاره کابل ته وړل شوی دی.

د ځینو راپورونو له مخې، پر مولوي عبدالمنان نیازي او ملګرو یې تېره شپه د هرات د ګوزرې (ګذره) او ادرسکن ولسوالیو ترمنځ د پیرخولې په سیمه کې برید وشو جې له کبله یې نیازی سخت ټپي او درې ملګري یې ووژل شول.

باور کېږي چې دا برید به د ملا هیبت الله اخوندزاده پلوي طالبانو کړی وي.

دې ډلې تراوسه پورې پر عبدالمنان نیازي د حملې په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو دا ډله د اکثرو دا ډول بریدونو مسوولیت په غاړه نه اخلي.

په وروستیو دوو اوونیو کې یوازې په لوګر ولایت کې لسګونه دولتي مامورین وژل شوي، چارواکي وايي چې طالبانو وژلي خو دې ډلې د هیڅ وژنې مسوولیت منلی یا رد کړی نه دی.

د هرات د روغتیا ریاست چارواکي وايي، مولوي عبدالمنان نیازی د هرات په دولتي روغتون کې  بستر و خو وروسته یې خپلوانو د هرات هوايي ډګر ته یووړ چې د درملنې لپاره یې کابل ته ورسوي.

عبدالمنان نیازی او د کوټې شورا یو شمېر نور غړي په ۱۳۹۴ لمریز کال د ملامحمدعمر اخوند د مړینې له اعلانېدو وروسته د نوي مشرتابه پر سر د طالبانو له اصلي ډلې بېل شو.

دوی وروسته د هرات په شینډنډ ولسوالي کې د ملا محمدرسول اخوند په مشرۍ بېله ډله جوړه کړه.

ویل کېږي چې ملارسول اخوند د پاکستاني استخباراتو له لوري نیول شوی او اوس هلته بندي دی.

3 COMMENTS

  1. this is positive and good action. mola Abdul manna niazay trust afghans,
    he come in to Kabul for treatment. he is afghan and love afghans.
    other way he must like other talibs go to Pakistan or Iran.
    AFGHAN DOCTORS MUST HELP IN TREATMENT TO GET WELL.
    this will help in peace process,
    zenda baad afghans,

    de tan mokhtaramo kar kawoonko ta akhter nik Mubarak wasem.
    mananah

  2. دا چی ملا منان نیازی څوک دی او څوک ؤ او څه ئې کول او څه ئې کړی دی او څه کوی شاید جواب ئې دا وی ( شاید ) :
    که د افغانستان د وروستی ۲۰۰ کلنو تاریخی پیښو د عکسونو البوم ته ښه ځیر سو نو دا حقیقت به په ډاګه پکی ولیدل سی چی:
    استعمارګرانو او توطئه ګرانو او سترو قماربازانو په یوه عقیدتی – فکری – سیاسی – اجتماعی – فرهنګی حزب یا ګوند یا ټولګۍ کی دوه درې ( ظاهراً موازی او موافق خو په باطن کی یو د بل سخت مخالف ) نفوذی کسان روزلی دی څو د اړتیا په وخت کی ( په یو بل پړاؤ او بل ډګر کی ) ترې پراخه ګټه پورته کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب