دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد عبدالله سلاکار وايي، دا عکس جعلي دی خو د پژواک څېړنه...

د عبدالله سلاکار وايي، دا عکس جعلي دی خو د پژواک څېړنه ښيي چې حقیقي دی

تاند(چهارشنبه، د ثور۲۲) وروسته له دې چې د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه سره د ملي مصالحې د عالي شورا د ريیس پر دې عکس نیوکې وکړې یا ملنډې ووهلې، دې شورا وویل چې دا عکس جعلي دی.

له کله چې ټولنیزې شبکې عامې شوې دي، ځینې کسان د خپلو مخالفانو عکسونه په فوټوشاپ کې تغییروي. مګر ژر جعلي عکسونه معلومېږي.

پژواک خبري اژانس وايي، د دوی تحقیقات ښيي چې په کابل کې له جنرال باجوه سره د عبدالله عبدالله عکس جعلي نه دی.

دا عکس د دوشنبې په ورځ (د مې ۱۲) اخیستل شوی دی.

له جنرال باجوه سره د عبدالله عبدالله خندا د دې لپاره هم په ډېرو بده لګېدلې چې تر دې دوې ورځې وړاندې د کابل د لوېدیځ په یوه ښوونځي کې ۸۶ ماشومانې ووژل شوې او تر ۱۴۰ ډېرې نورې ټپي شوې او اکثره افغانان ویرجن وو.

د عبدالله سلاکار مجیب رحیمي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې په ټولنزو رسنیو کې د عبدالله بیا بیا خپرېدونکی عکس په فوټوشاپ جوړ شوی دی.

رحیمي ادعا کړې چې په عکس کې د عبدالله سر تر تنې غټ ښکاري.

رحیمي همداراز ادعا کړې چې عبدالله دا خندا له ولسمشر غني سره په کتنه کې کړې خو پژواک خبري اژانس وايي، کله چې یې له رحیمي څخه وغوښتل چې د دې خندا اصلي عکس وروښيي، هغه حاضر نه شو چې ورویې ښيي.

پژواک همداراز وايي چې په انترنیټ کې یې لټون وکړ خو د عبدالله د دې خندا کوم بل عکس یې ونه مونده.

دې اژانس په (https://tineye.com/) ویبپاڼه کې هم د عبدالله عکس چک کړی چې کره او کوټه عکسونه ښيي خو دا ویبپاڼه هم د عبدالله د عکس جعلي توب نه ښيي.

دې اژانس د عبدالله او باجوه عکس په (fotoforensics.com) کې هم کتلی، چې فوټوشاپ شوي عکسونه ښيي خو هلته هم دا نه ښيي چې دا عکس دې فوټو شاپ شوی وي.

2 COMMENTS

  1. خپله پر ځان وجود تربیه شوۍ قاتل جاسوس ډبل عبدالله جعلی دی دا مکروب د افغان ملت هر دوښمن سره تعلقات لرل او اوس ئی هم لری او خپل ځان د افغان ملت هر دوښمن ته په مختلفو شکلنو ښکاره کوی ، تر څو چی دا ټول مضر مکروبونه له مینځه ولاړنشی نو افغان ملت ته صادقانه صلحه او امنیت نشی راتللۍاو افغان ملت به د اجنبیو له خوا دوامداره ددی مضرو مکروبونو له خوا د تباهی سره مخامخ وی !!!!

    لکه چی ویل کیږی : شغل د لیوه ورور دی همدا متل د کابل غلامانو او طالب غلامانو باندی صدق کوی یعنی ددوی تر مینځ هیڅ توپیر نشته ، دواړه خواوی د اجنبیو غلامان دی او امریکا ، انګلیس ئي مشترک باداران دی!!!!

  2. عجیب او غریب وخت شو.هدف له تبصرې یوازې دنافارغ داکتر یا دکابل پوهنتون دپیرو دوخت محصل خبره نه ده بلکې خبره داده چې څه اورو اوڅه وینو ؟
    لومړی با ید وویل شی چې دغبرګ اودولا خندا جعلی ده یا اصلی کومه مهمه خبره نه ده او نه هغه په ټولنه کې دومره لوړ سیاسی ،
    دېبلماتیک ،شخصیت او اخلاقی نزاکت وړتیا لری کله چې ماسکو ته ځی دالوتکې دزینې په پیل کې هم له خلیلی سره به توکه کې مسکی ښکاری تقریبا ورته خندا اوخوشالی ده. هغه خپل ځان په ایینه کې له هرچامخکې او بهتر وینی.
    دښونځی دمعصومو ماشومانو وژنه یو بشری جنایت وه او هغه هم دارګ به څو مایلی کې چې دساتنی مسولیت یې سل په سلو کې دامرالله دادارې په غاړه دی دلته بیا له ورخه تېرو اوبو کې د ماتم خبره دوه سری حکومت ته بل لوی شرم دی.
    راغلو د آژانسو نو او ټولنیزه شبکو دقیق مطبوعاتی اوثابت ګړ بړاوڅېړونو ته داهم یو ډول د غبرګ اودولا بغاوتګر په څېر خیله ګی ده. همدا دیګ او همداټېپر! داسمه ده چې ډیر ستر نومو نه لری خو وایی چې له کلی ووځه له نرخه مه وځه ! له نرخه وتلې شبکې نن سبا خپل سورنی وهی چې ډېر مثالونه لری…….
    دملت خونفس وخوت ملنډې یعنی څه ؟ شرم لا پر ځای پروت دی خو ځینې په شرم کې بیاهم دخپل شهرت په لټه کې دی چې دغه عادت زموږ زاړه فرهنګ کې لا شته او بدل نه شو اوس بهرنی هم پوهیږی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب