جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت: د اسراییلو بریدونه په ټوله نړۍ کې سوله او ثبات...

افغان حکومت: د اسراییلو بریدونه په ټوله نړۍ کې سوله او ثبات له ګواښ سره مخامخ کولی شي

تاند (چهارشنبه د ثور ۲۲) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر فلسطینیانو د اسراییلو وروستي بریدونه وغندل.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د اسراییلو دغه غیر مسؤلانه کړنه په ټوله نړۍ کې سوله او ثبات له ګواښ سره مخ کولی شي.

د اعلامیې له مخې، اسراییلي عسکرو د ټولو نړیوالو قوانینو پر خلاف پر مسلمانانو په الاقصی جومات کې، چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده، برید کړی دی.

د افغانستان حکومت له نړیوالو غوښتي چې د اسراییلو پر نارواوو دې سترګې نه پټوي.

د راپورونو له مخې حماس ډلې په بې مخینې توګه د اسراییلو پر مرکز ۱۳۰ توغندي توغولي دي چې درې اسراییلیان پکې وژل شوي.

بلخوا اسراییلو بیا خپل هوایي بریدونه د غزې پر نظامي هدفونو ډېر کړي دي. په وروستي اقدام کې یې د حماس ډلې د مشرانو پر یوه ۱۳ پوړیزه ودانۍ هوایي برید کړی او نړولې یې ده.

په غزه کې د یوه روغتون مسؤلینو ویلي چې په وروستیو نښتو کې تر دې دمه ۲۸ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراییلو او فلسطین ترمنځ نښتې وروسته له هغه ډېرې شوې چې اسراییلي عسکرو په بیت المقدس کې پر فلسطینیانو برید وکړ او ګڼ کسان یې ټپیان کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب