یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهد ناچاوده توکیو د جګړې دوام؛ د میاشتې ۶۰ افغانانو ته مرګ...

د ناچاوده توکیو د جګړې دوام؛ د میاشتې ۶۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي

تاند:( پنجشنبه، د عقرب ۱۸مه) د  افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ کوونکې اداره ( اوچا ) وايي، چې ناچاوده توکي لا هم په افغانستان کې د درنې مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی، چې له دریو ولسوالیو دوه یې په چاودېدونکو توکو ککړې دي.

یادې ادارې دا هم ویلي، چې هره میاشت له ۶۰ څخه زیات خلک؛ چې ډیری یې ماشومان دي وژل کیږي او یا د وجود غړي له لاسه ورکوي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې شاوخوا څلورمیاشتې مخکې په یوه راپورکې وویل چې د ۲۰۲۲ کال د جنوري نه د ۲۰۲۳ کال ترجون میاشتې پورې په افغانستان کې د ناچاوده وسیلو او ماینونو د چاودنو په نتیجه کې نژدې یولس سوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، که له یوې خوا په افغانستان کې فقر او بېوزلي اوج ته رسیدلې او خلک، په ځانګړي ډول ماشومان د کباړ ټولولو په هڅه ناچاوده توکیو ته نږدې کیږي؛ له بل لوري د ماین پاکولو هڅې کمرنګه شوي او نړیوالې مرستې ورسره کمې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب