شنبه, مې 11, 2024
Homeسپورتد کرکټ اتلانو ته | رنګیزه نور

د کرکټ اتلانو ته | رنګیزه نور

افغان لوبغاړي يواځيني لوبغاړي دي، چې د پرديو لګول شوي اور کې سوزيدلي، په وينو لړلي، له جنګه ډک هيواد څخه دي;
‏خو يوه نړۍ مينه و سوله په زړونو کې،
‏درنښت و ادب په خويونو کې، مسکا و ښکلا په مخونو کې او همدارنګه غيرت و شرافت په عملونو کې لري.

‏دوى که لوبې ګټي يا بايلي، خو زړونه هر ځل ګټي،
‏ارزښتونه يې هيڅکله ونه بايلل او عزت يې تلپاتى دى.

‏د دوى بايلل د بل له ګټلو دروند وي.

‏دوى ته وړه سپکه خبره، افغانستان او هر افغان ته لوى سپکاوى دى.

‏دوى افغانستان ته خورا ډير عزت وربخښلى،
‏دوى افغانانو ته ډير څه وګټل، لا يې ګټي او دا ګټه به يې په تاريخ کې پاته کيږي…

‏د داسې لوبډلې درلودل هر افغان ته وياړ دى.

‏دا لوبډله د افغانستان وياړ دى.

‏مونږ پر دوى وياړو, دوى د بالکل پر ځانونو ووياړي، ځکه دوى د وياړ وړ دي.

‏د دوى ګټه، تاوان، ګټل و بايلل، لوړې ژورې، ښيګړې، نيګړتياوې، تيروتنې…مونږ ته د منلو دي.

‏دوى ټول مونږ ته درانده او ګران دي.

‏لوبه بايلل هيڅ عيب نه لري،
‏عيب د عزت، د لوبې د اخلاقو او ادابو بايلل دي.

‏دوى دې همداسې درانده، خوش اخلاقه، با ادبه، مينه ناک، با عزته و سوله ايز اوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب