یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+ایکو د یوه منطقوي اقتصادی سازمان په توګه | پوهاند محمدبشیر دودیال

ایکو د یوه منطقوي اقتصادی سازمان په توګه | پوهاند محمدبشیر دودیال

(د ( ECO) د دایریدونکی غونډې په مناسبت)

د منطقوی سازمانو اړتیا،

د منطقوی سازمانو ستونزی،

اهداف او تاثیرات،

افغانستان او منطقوی سازمانونه،

د ایکو پېژندنه

منطقوي سازمانونه په يوه ځانګړي جوړښت او جغرافیه کې دمربوطه  هیوادو ترمنځ اقتصادی مسايل  او اړيکې او راکړې- ورکړې رانغاړي. نن ورځ دغو سازمانو او د هغو شریک کار ښه نتیجه ورکړې ده او دا سازمانونه دنړۍ په سراسر کې زیات شوي هم دي. په دې کې یو هم  ایکو (Economic Cooperation Organization) دی، چې فغانستان یې غړی و/ وي به(له ۱۴۰۱ ترننه یې غړیتوب تعلیق دی). د هیوادونو د تجربو او داقتصاد پوهانو د نظریاتو له مخې؛ یواځې منطقوی اقتصادی سازمانونه نه، بلکې منطقوی بانکونه، منطقوی  بازارونه ، منطقوی ترانزيت او ترانسپورت او داسې نور مسايل هم د اړتیا له مخې رامنځته شوي دي. د سازمانو دننه هر غړی خپل اقتصادی مزيت، رجحانات او دريځونه ټاکې  او داقتصادی قوانينو له مخې د خپل مفاد اعظمی کولو او د اجناسو او خدماتو په مبادله لاس پورې کوي. دوی په ډير ښه ډول سره خپل نسبي مزيت سنجوي او د هغې له مخې يوې بلې سيمې، منطقې  ياحوزې  سره دتبادلې انډول تامينوي. د مناطقو جغرافياوي خصوصيات او د کار ځواک اندازه  او مهارت، طبیعی او اقليمی شرايط اومنابع، دترانسپورت سهولتونه اونورعوامل د دې لامل کيږي چې دسيمه يیزو مطالعاتو مراکز او منطقوي سازمانونه رامنځته شي. هغه علمی څانګه چې د دې ډول سازمانو مطالعه ترسره کوي، د منطقوی اقتصاد په نوم یادیږي چې د فضايي بُعد Spatial Dispersion او اقتصادی فعاليتونو Economic Activities اړيکې تحليل او مطالعه کوي او د سيمې د اوسيدونکو د اقتصاد د ښه والی لارښود نه کوي.

د آسيا په هغه برخه کې چې  زمونږ هیواد موقعيت لري،هم دغه موضوع صدق کوي. دغه سيمه دخپلو طبیعی او جغرافياوي ځانګړتياوو له مخې يو خاص دريځ لري. افغانستان دجنوبی آسيا اومرکزی آسيا وصلوونکی نقطه ده، له ډيرو پخوا وختونو څخه افغانستان او دافغانستان  تجارتی مسير د سيمې هيوادونو ته ډير اهميت درلود. په لرغونو وختونو کې د وريښمو سوداګريزه لاره له افغانستان څخه تېرېدله او لرغونۍ آريانا د تمدنونو زانګو ، دکاروانسرايونو او تجارتی بهيرونو څلورلارې او د کلتوري او مذهبی مراکزو ټاټوبی و. اوسني وخت کې افغانستان ته دآسيا دزړه (Heart of Asia) په توګه کتل کيږي. اوس په سيمه کې ECO،SCO، SAARC او داسې نور منطقه یی سازمانو رامنځته شوی چې افغانستان دهغو غړيتوب لري. د دغو سازمانو يوهدف يا اساسي هدف اقتصادي روابط او تجارت دی. نن ورځ په پراخه کچه د Eru- Asia  منطقې څخه خبرې کيږي. چې په دې کې هم د افغانستان موقعيت او دريځ ډير مهم دی. له دې پرته افغانستان په WTO کې هم غړيتوب ترلاسه کړي و.

دغه ذکر شوی سازمانونه د ماهیت له پلوه یوبل سره لږ او ډېر توپیر لري؛ مثلاً: د ایکو لوی هدف اقتصادی متقابلی مرستی دي، حال دا چې سارک خپلو اهدافو کې د اقتصادی همکاریو ترڅنګ، فرهنګی مسایلو او تبادلی ته هم ځای ورکړی او شانګهای بیا امنیتی او نظامی مسایل په څرګندو ټکیو خپلو اهدافو کې ښودلي دي. مطلب دا چې د دې ډول سازمانو تشکیلات، اهداف، غړی او اسناد باید وضاحت ولري او د ټولو غړو د توافق وړ اووسي. په منطقوی سازمانو کې غړيتوب هغه وخت ډير ګټور وي چې هر غړی هیواد له منطقوی پلوه خپل نسبي او مطلق مزيت وپيژني او په منطقه کې د يو فعال شريک په توګه يوه سنجول شوي پاليسی ولري، ددغې پاليسي موخه بايد د اقتصادي کړنو رونق اوزياتول وي. دې ډول  سياست ته Regional policy ويل کيږي. افغانستان داسې جیو- اکونومیک او جیو- پولیتیک موقعیت کې دی، چی د غوره او عالی سنجول شوی منطقوی پالیسی په لرلو سره ډیر اوچت دریځ ترلاسه او ښه پرمختګونه کولای شي.

هیوادونه ځکه ګډ اقتصاد سازمان جوړوي چې د دوی ترمنځ  تجارت ښه شی، ځکه د سیمو ترمنځ د ځینو اجناسو زیات تولید، د طبیعی منابعو میسروالی، اقلیم، د کار ځواک اندازه او کیفیت، په لګښتونو کی توپیر، د دوی د ظرفیت د توپیر لامل ګرځی او دا توپیر باید بیرته متعادل شي. د منطقوی سازمان حدود دغړو هیوادونو په تصصمیم پورې اړه لري چې لاندې ګټورتیاوې په نظر کې نیسی:

  • د اقتصادی فعالیتونو په شمیرکې زياتوالى ،مثلاً ، د استخدام د کچې لوړول، يادسړي سر عوايد. د منطقوی اقتصاد او منطقه یی پالیسیو په بحث کې د هيوادونو او سيمو روابط، جغرافياوي ځانګړتياوې، اقتصادي ريزرفونه، د خلکو کلتور پيژندنه او د ترانزيت د مسايلو مطالعه،
  • د پانګونې زیاتیدل،
  • د نویو شغلونو او دندو ایجاد او اقتصادی وده او د خلګو د هوساینی رامنځته کول،
  • کلتوری تبادله او د زده کړو او تجاربو شریکول او د نوی تکنالوژي لیږد،
  • د یو شمیر لګښونو کمول یا بیخی له منځه وړل،
  • د مثبتی سیالی ایجاد،

باید هېره نشی چې اقتصادی سازمانو کې غړیتوب یو- دوه ستونزی هم لري:

  • یو بل سره د ګټو تضاد، تناقض او د غوښتنو تعارض،
  • د یو غړی د اقتصادی قدرت د ضعف له امله فعایتونو کې عدم تعادل رامنځته کیدل، چې دا بیا نسبتاً ضعیف غړی ته ممکن ګټور نه وي،
  • په دې ډول سازمانو کې د چارو پیچلتیا چی ژور تحلیل غواړي .

نو کوم تدابیر لازم دی؟

۱.د همغږو طرحو جوړول،

۲.دلګښتونو د کمولو سنجش او موندل،

۳.تجاری تعرفی آسانه کول او ګمرکی خنډونه لری کول،

۴.د پانګونې عادلانه طرح چې د دوی بانکونه یی په مشوره را منځته کړي،

۵. بی تردیده متقابله همکاری.

افغانستان او د ایکو(داقتصادي همکاريو سازمان)  نورو غړیو همدې ټکیو ته په ځیرتیا دغه سازمان جوړ کړ. له دې څخه مخکې د سيمه ييزې پرمختيا سازمان (RCD) فعاليت کاوه.دسيمه ييزې پرمختيا سازمان په ۱۹۶۴م .کال کې د ترکيې، پاکستان او ايران په ګډون دترکيبي هيواد د په ستانبول ښار کې تأسيس شو. په نوموړي کنفرانس کې د ريواړو هيوادونو دسيمه ييزې پراختيا، سولې او ثبات په برخه کې پرسيمه ييزې همکارۍ ټتينګار کړی و. دکنفرانس په پايله کې يو پريکړه ليک صادر شوی و چې دپام وړ ټکي يې په لاندې توګه وو:

۱. دغړو هيوادونو ترمنځ دسوداګريزو تړونونو له لارې د ازادې راکړې ورکړې اسانتيا وو ته لاره برابرول.

۲. دغړو هيوادونو ترمنځ دهمکارۍ په موخه دسوداګرۍ خونو رامنځته کول.

۳. په سيمه ييزه کچه دهوايي چلند پراختيا.

۴. دبيړۍ چلولو دچارو پراختيا.

۵. دتوريزم(سياحت) پراختيا.

۶. دګډو اقتصادي او صنعتي طرحو چمتو کول.

دسيمه ييزې پراختيا سازمان (RCD) شپږ اصلي څانګې او اووه فرعي کميټې درلودې:

۱. دوزيرانو شورا، ۲. دپاليسۍ جوړونې شورا،  ۳. دهمغږۍ کميټه،  ۴. فني کميټې،  ۵. دقايم مقام شورا، ۶. سکرتريت.

فرعي کميټي:

۱. دسوداګرۍ چارو کميټه، ۲. دنفتي او صنعتي چارو کميټه،  ۳. دکرنيزو چارو کميټه،  ۴. دفني همکاريو او اداري علومو کميټه،  ۵. دتوريزم او اطلاعاتو کميټه،  ۶. دکلتوري چارو کميټه،  ۷. دليږد راليږد کميټه.

د(RCD) دکړنو په اړه بايد وويل شي، څرنګه چې غړو هيوادونو د څو اړخيزه توافقاتو پر اساس ژمنه کړې وه، څرنګه چې لازمه وه د سوداګريزې راکړې ورکړې کچه لوړه نه شوه، برعکس ډيره کمه شوه چې په نتيجه کې  په دغو چاروکې يوازې په سوداګريزو اړيکو پورې محدوده پاتې شوه. نوموړي سازمان دصنعتي او کرنيزو پروژو دپلي کولو په مقايسه، په سياسي، فرهنګي، روغتيايې او علمي برخو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې. (RCD) په ۱۳۵۹ ش .کال کې ړنګ شو، خو د پاکستان، ايران او ترکيي ترمنځ همکاري په خپل حال پاتي شوه، چې دځانګړو سياسي او اقتصادي دلايلو له مخې دغه همکاري نوره هم پراخه شوه. د (RCD) تر ړنګيدو  وروسته، په ۱۳۶۳هـ ش .کال د ترکيې، پاکستان او ايران له خوا د اقتصادي همکاريو سازمان (ECO) تأسيس شو. دغه نوي شوي سازمان دپخوانی سازمان زیاتره اهداف او تشکیل وساته. په لومړي وخت کې په ایکوسازمان کې دغړو ترمنځ اړيکې او مناسبات د بهرنيو چارو دمرستيالانو په سطحه وې، خو بيا وروسته په ۱۳۷۶هـ ش. کال کې دغه اړيکې د يوه پروتو کول له مخې دبهرنيو چارو وزيرانو کچې ته ارتقاء وکړه. دايکو سازمان لومړنۍ سرمشريزه غونډه په ۱۹۹۲م. کال په تهران کې و شوه. نوموړي غونډه دپام وړ ارزښت څخه برخمنه وه، دا په دې مانا چې دمرکزي آسيا يو شمير هيوادونه هم، له دې سازمان سره يو ځای او متحد شول.

د تهران د غونډې مهمې پريکړې:

۱. دايکو سازمان پراختيا او پياوړتيا.

۲. داذربايجان، ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان او قرغيزستان غړيتوب.

۳. دجمو کشمير خلکو له حقونو څخه دفاع.

۴. دافغانستان دشخړې سياسي حل لاره.

۵. دغړو ترمنځ دسوداګرۍ په برخه کې اسانتياوې برابرول.

۶. دکرنې،انرژۍ او دترانسپورټ پراختيا.

دويمه سرمشريزه غونډه په ۱۹۹۳م. کال کې د لسو غړو هيوادونو په ګډون دترکيې په مرکز استانبول دايره شوه. دسوداګرۍ، انرژۍ، کرنې، توريزم او چاپيريال ساتنې پراختيا او همدارنګه دغړو هيوادونو له خوا د اسلامي بانک دتأسيس څخه ملاتړ او له نورو سازمانونو سره نږدې اړيکې؛ ددغې غونډې د بحث ډير مهم موضوعات وو. درېيمه غونډه په اسلام اباد کې دايره شوه چې ددې غونډې پايله په لاندې ټکو منحصر وه:

۱. په ترکيه کې دتجارت او پراختيا بانک پرانيستل

۲. دايکو بيمې شرکت جوړول

۳. دتجارتي ترانزيت تړون لاسليکول،

۴. دايکو د فرهنګي څانګې جوړول،

۵. دايکو دعلمي څانګې جوړول

۶. دملګرو ملتونو د پراختيا (UNDP) او مخدره توکودمخنيوي (UNCDP) سازمانونو د موافقتنامه لاسليکول،

۷. دسازمان دغړو هيوادونو ترمنځ د ويزې په ورکړه کې د اسانتيا رامنځته کول.

څلورمه غونډه په ۱۹۹۶م. کال کې په ترکمنستان کې دايره شوې وه. پنځمه غونډه په ۱۹۹۸م .کال کې دقزاقستان په الماتا کې جوړه شوه چې دايکو سازمان دښوونيزې مؤسسې منشور په کې لاسليک شو. شپږمه غونډه په ۲۰۰۰م کال کې په تهران کې دايره شوه. چې غړو هيوادونو يو ځل په خپلو کې پر اقتصادي، علمي، کلتوري او سياسي همکاريو ټينګار وکړ. اوومه غونډه په ۲۰۰۶م کال کې د اذربايجان په پلازمينه باکو کې جوړه شوه. په دې غونډه کې هم غړو هيوادونو پو ځل بيا په بيلا بيلو برخو کې پرهمکاريو ټينګار وکړ.

د ايکو دسازمان اهداف: د دې سازمان ستر هدف دغړيو هيوادونو ترمنځ ګډه اقتصادي همکاري ده ترڅو وکولای شي داقتصادي همکاريو او کډ وهلو ځلو له لاري خپلي اقتصادي ستونزې کمي کړي او يا له يې په کلي توګه له منځه يوسي. دايکو سازمان غونډې هر کال په نوبتي ډول په هر غړي هيواد کې جوړيږې د غړيو هيوادونو به مشرتابه کې کډون کوي او په غونډه کې ونډی سره سم هر غړي هيواد دخپلو امکاناتو په چوکاټ کې دمالي او تخنيکې همکاريو اوهمدارنګه دخپل هيواد اقتصادی ستونزو او پريکړه ليکونو په اړه عمومي غونډي ته رپورت ورکوي او په پاي کې د ورکړل شوي رپورت له مخې له يو بل سره د همکاريو پراختيا او پرمختيا په موخه دلارو چارو دموندلو په اړه لازم تصميمونه نيول کېږي. دا چې ددې سازمان غړي هيوادونه د کلتوري، اقتصادي، اجتماعي، طبيعي او معدني منابعو لکه: (تيل، ګاز، مسو، اوسپني، د ډبرو سکرو، يورانيمو، مالکي، قيمتي ډبري) کرنيزو توليداتو، لکه: (غنم، وربشي، جورا، ګني، مالوچ، ميوو او سبو) له مخې ګډ خصوصيات او مشخصات لري په وروستي غونډه کې دي پايلي ته ورسيدل چې غړي هيوادونه په بشپړه هماهنګې سره په مشترک ډول کولای شي له يو بل سره خپلي اقتصادي مرستې لازياتي ګټوري او اغيزمني کړي. دوی دنړۍ نورو پرمختلو هيوادونو سره د رقابت په خاطر دخپلو ګډو خصوصياتو،مشخصاتو او دطبيعي او زراعتي منابعو له مخي خپل سازمان کې دمشترک المنافعو اتحاديو او کوپراتيفونو په جوړولو لاس پوري کړ.

دايکو سازمان کلنۍ غونډې: بايد وويل شي چې دايکو سازمان غونډې هر کال په نو بتي ډول په هر غړي هيواد کې دايريږي. دغړو هيوادونو په سرمشريزو غونډو کې ګډون کوي او په غونډه کې دله ونډې سره سم هر غړي هيواد دخپلو امکاناتو په چوکاټ کې دمالي او تخنيکې همکاريو او همدارنګه دخپل هيواد داقتصادي ستونزو او پريکړ ليکونو په اړه خپل عمومي غونډې ته رپوټ ورکوي او په پاي کې د ورکړل شوي رپوټ له مخې يو بل سره د همکاريو د پراختيا په موخه د لارو چارو دموندلو په اړه لازم تصميمونه نيول کېږي.

افغانستان په (۲۰۰۲م) کال کې ددغه سازمان بشپړغړيتوب ترلاسه کړ.

مهم ارګانونه:

۱. دوزيرانو شورا (دسازمان ترټولو عالي ارګان) ۲. قايم مقامه شورا  ۳. د پلان او پاليسۍ جوړونې شورا  ۴. فني کومېټې(تجارتي، صنعتي، تخنيکي، دترانسپورتي، اړيکو، کرنې، علمي، فرهنګي او دانرژۍ کميټې) ۵. سکرتريت.

سږنۍ شپاړسمه نوبتی دوره یی غونډه یې دسیمی ستونزمنو شرایطو کې دایره شوه، د فلسطین ستونزه، د پاکستان د اقتصاد سقوط او ناامنی، د اذر بایجان داخلی ستونزې، سیمه کې د مهاجرتونو زیاتېدل او داسې نور خنډونه چی د دوی پر اقتصاد یی منفی اثر کړی دی. داسې اټکل کیږی چې روانه غونډه به چې د ازبکستان پلازمینه تاشکند کې جوړه شوی، استازی او مشران دغه ښارته رسیدلی، د کوربه هیواد ولسمشر شوکت میرضیایف میلمنو ته هرکلی ویلی او یادګاری عکسونه یې اخیستی دي. دوی د نومبر په اتمه یی یوبل سره ستړی مشی او مقدماتی کتنې هم کړي دي. دا د دې سازمان شپاړسمه غونډه ده چې  د دوی د لا زیات نږدې کیدو لامل به شي.

4 COMMENTS

  1. مننه قدرمن استاده ، د ایکو یا د سیمه ایز اقتصادي همکاریو سازمان په هکله ډېر په زړه پورې او هر اړخیز معلومات دي . سلامتي او خوشحالي مو غواړو .

  2. منلی اوښاغلی واحدی صاحب السلام علیکم !
    له مهربانی او پاملرنې مو ډېره مننه. هیله ده ځوانان د خپل ګران هیواد شاوخوا مسایل په پرانیستو سترګو وڅاری او خپلې ملي ګټې او د ښکلي وطن مهم موقعیت و پېژني . دوی باید دمنطقوی پالیسی په اړه فکروکولای شی. دغه ناچیزه مقاله فقط په همدې نیامت ډالۍ شوې: برګ سبز تحفه ی درویش
    بیا هم مننه او درناوی

  3. سلام
    ستان= ۷-ستان
    وچ سیاست نه ایکو سیستم دمناسبو Goals لپاره
    افغانستان ، تاجکستان، اذر بایجان،ازبکستان،ترکمنستا ن،قزاقیستان، قرغیزستان ، ایران ، ترکیه او ظالم پاکستان ددې سازمان غړی دی . دغه مشارکت په مجموع کې دسیمې ، هېوادونو، اونړۍ په ګټه دی.ځکه هره برخه کې موسسه لری او هره موسسه مدیریت. تاسې دعلمی بنیاد پربنسټ ډیر سم او دوقایعو به تقویم یا Calender of events برابر لیکلی. اکو والا لږ دافغانستان سره چم وهی او صادق نه دی. که د هراړخیزو ستونزو مخه یو څه راکمه شی نو سمې پایلې لری حتې دګرځندوی له لارې سم دهلیز رامنخ ته کیدای شی . ښایسته معلومات دی

  4. منلی او ښاغلی شریف زاد صاحب، السلام علیکم !
    ډیره مننه چی دغه لیکنه مو لوستی ده او دغه قلم مو هڅولی دی. ستاسو شک هم پر ځای دی. د نن ورځې نړۍ کی له سیالی او رقابت څخه سترګی نشو پټولای، د صداقت او عدم صداقت موضوع هم واقعیت دی، مګر په لیکنه کې ډیر تاکید پر منطقوی پالیسی شوی چې یو هیواد یی باید په ډیره هوښیاری جوړه او تطبیق کړي، کله چی غوره منطقوی پالیسی د پوهنی او منطقوی اقتصاد دعلم په رڼا کې جوړه شی، بیا نو څه تشویش نلرو. موږ تیرو لسو کلونو راهیسی د اقتصاد پوهنځیو کی د منطقوی اقتصاد مضمون ایجاد کړ، په تیرو شلو کلونو کی ډیرو منطقوی سازمانو سره اړیکی ټینګی شوی او ځینو کی له ناظر غړیتوب بشپړ غړیتوب ته اوچت شولو، دسیمه ییزو مطالعاتو مرکز مو تاسیس کړی و او د بهرنیو چارو وزارت هم د ( مطالعات منطقوی) په نوم یو مرکز درلود. ان شاالله افغانستان تراوسه منطقوی تعاملاتو کی ښه پالیسی لرله، چی متاسفانه اوس روابط یو څه قطع شوی دی. امید په سیمه کی تر پخوا لازیات فعاله او له موجودو ظرفیتونو او مساعد موقعیت ښه ګټه ترلاسه کړو، دی مزیت څخه استفاده د هیچا په زیان نده، بلکې د ټولو په ګټه ده. د منطقوی سازمانو یو ښه والی متقابلی ګټې تامینول دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب