شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهد یوناما مشره: پر ښځو بندیزونه د طالبانو یوه نه بېلیدونکې برخه...

د یوناما مشره: پر ښځو بندیزونه د طالبانو یوه نه بېلیدونکې برخه ګرځیدلې

تاند:( پنجشنبه، د عقرب ۱۸مه)د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایوا وایي، پر ښځو محدودیتونه د طالبانو یوه نه بلېدونکې برخه ګرځېدلې ده. 

 اتونبایوا، د  سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د غونډې پر مهال د طالبانو له لوري پر دغو لګول شویو بندیزونو توندې نیوکې وکړې او د طالبانو د ادعاوو خلاف یې دا بندیزونه د افغاني او اسلامي ارزښتونو خلاف وبلل.

نوموړې د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل:

” دغو محدودیتونو دوی ( نجونې او ښځې) تر شپږم ټولګي پورته ښونځیو او لوړو زده کړو ته له لاس رسي راګرځولي دي. پر دې سربیره یې د ژوند په ټولو ټولنیزو، اقتصادي، فرهنګي او سیاسي ژوند کې هم د هغوی د ګډون مخه نیولې. په خواشینۍ سره چې دغه محدودیتونه د طالبانو د حکومتولۍ د سیستم یوه نه جلا کېدونکې برخه ګرځېدلې ده.” 

 پر طالبانو د یادو بندیزونو له امله تل په توندو ټکیو افغانانو او نړیوالو نیوکې کړي، خو دغې ډلې خپل افراطي سیاستونه نه دي نرم کړي.

د طالبانو له بیا واک ته رسیدو سره افغان نجونې او ښځې له زده کړو، کار، ټولنیزو فعالیتونو او ان پارک ته له تلو محرومې شوي او له نارینه محرم پرته د سفر اجازه نه ورکول کیږي.

د طالبانو مشران د دغو بندیزونو لپاره ځینې وخت اسلامي احکام او ځینې وخت افغاني فرهنګ پلمه کوي، خو هېڅکله نه دي حاضر شوي چې په دې تړاو خپلې ادعاوې زبات کړي.

د ځینو شنونکو په باور، پر طالب مشرانو د پاکستاني ملایانو ځانګړی راج د افغان نجونو، ښځو او نورو خلکو د حقونو د نقض لپاره د دوی د افراطي کړنو اصلي لاملونه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب