شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهپه ۶ میاشتو کې افغانستان ته له ایرانه د ۵۰۰ کډوالو د...

په ۶ میاشتو کې افغانستان ته له ایرانه د ۵۰۰ کډوالو د جنازو لېږد

تاند:( پنجشنبه، د عقرب ۱۸مه)د نیمروز لپاره د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي چې په وروستیو شپږو میاشتو کې له ایرانه د افغان کډوالو ۵۰۰ جنازې هېواد ته را لېږدول شوې دي.

د نیمروز د کډوالو چارو ریاست لپاره د طالبانو رییس عبدالله ریاض ویلي:«په دې تېرو شپږو میاشتو کې، د ایران له هېواده ۵۰۰ جنازې، را استول شوې دي. دا ۵۰۰ جنازې تقریباً د څو پېښو له امله را استول شوې دي. چې هغوی په تصادفي پېښو کې او په طبیعي مرګ او پر ډزو باندې وژل شوي دي.»

د هغه په خبره، دغو کډوالو په بېلابېلو پېښو، په ځانګړي ډول ترافیکي پېښو او یا هم په قاچاقي لارو ژوندونه بایللي دي.

په ورته وخت کې، د ځينو قربانیانو کورنۍ چې د خپلو خپلوانو د مړو د رسېدو په تمه دي، له ایرانه د مړو د لېږد بهیر پر ننګونو نیوکه کوي.

تر دې وړاندې د نیمروز امنیه قومندانۍ چارواکو ویلي وو، چې وروستي یوه کال کې یې ۱۵۰ انساني قاچاقبران نیولي دي.

نیمروز، ایران ته د افغان کډوالو د قاچاقي ورتلو دروازه ګڼل کیږي.
د راپورونو له مخې، هره ورځ پر دغه لاره سلګونه افغانان ایران ته قاچاقي سفر کوي، چې د لارې په اوږدو کې د قاچاقبرانو او ایراني ځواکونو له لوري مرګونو پېښو سره هم مخ کیږي.
ایران د میلیونونو افغان کډوالو کوربه هېواد دی، چې وخت په وخت یې کډوالو سره د ناوړه چلند خبرونه خپریږي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند له افغان کډوالو سره د دغه هېواد چلند ستایلی او له چارواکو یې مننه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب