شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد قوش تېپې کانال د دویم فاز د چارو پيل

د قوش تېپې کانال د دویم فاز د چارو پيل

تاند (پنجشنبه، د حوت ۳ مه) د طالبانو د رژیم د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د نقشې او طرحې د کار له پایته رسېدو سره هم‌مهاله، د دویم فاز د کیندنې د کار پیلیدو خبر ورکړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«د قوش‌تېپې کانال پاتې برخه هم طرحه شو او یو ندازه وخت یې ونیو، د دویم فاز کار دېره ورځ عملي شوی او ټول هغه شرکتونه چې هلته په کار بوخت وو، کرار کرار بېرته خپل کارونه پېل کړل.»

د قوشتېپې کانال د دویم فاز د بلخ ولایت له دولت اباد ولسوالۍ پېل او د فاریاب پر اندخوی ولسوالۍ ختمېږي.

د چارواکو په وینا، اوس مهال د قوشتېپې کانال لومړی فاز ۱۹۸ کیلومتره کیندل شوی او د کانال پر سربند او په ۹۵ کیلومترۍ کې د دریېم لوی پُل پر جوړولو کار روان دی.

طالب چارواکو ویلي، پام کې ده چې تر راتلونکي یوه کاله د قوشتېپې کانال دویم فاز هم چې ۱۷۷ کیلومټره دی او د فاریاب اندخوی ولسوالۍ ته رسېږي، بشپړ شي.

د قوش تېپې پروژه، چې د جمهوري نظام پر مهال طراحي شوې وه، هغه مهال یې د جوړېدو چارې له ستونزې سره مخ وې.

د دې پروژې د چارو د پيل له امله په پراخه کچه د طالبانو ستاینه شوې او دا یې لویه لاسته راوړنه ګڼل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب