شنبه, مې 4, 2024
Home+د وردگو د واده دود او بدلې | ۱۵ برخه

د وردگو د واده دود او بدلې | ۱۵ برخه

كله چې د ناوې اس د زوم كلي ته نژدې شي ډولونه بيا مست شي، اتڼچيان د اس په شااوخوا كې اتڼونه كوي (267)، ښځې بدلې وايي، ځنې نارينه هم بدلې بولي- ټوپك ولي، نندارې جوړوي، څادرونه پورته- پورته غورځوي، ښځې بامونو ته ختلې وي، ماشومان لور په لور ځغلي، هغه سپين ږيري او ځوانان چې په ورا نه وي تللي، د كلي په مخه كې ټول شوي او د ناوې د رارسېدلو هركلى كوي، هغه ښځې چې په بامونو ناستې وي درياوې وهي او د ناوې د ښه راتگ بدلې بولي او په وراييځه باندې اوبه او شيريني پاشي، ځكه چې اوبه د ژوند رڼايي ده او شيريني د ژوند خوږه او ورو- ورو د ناوې اس د خپل كور دروازې ته نژدې كېږي:

اسپه چې خوله ټېټه كا لونگ اخلي

موږه دسې ناوې راوړه د زړه زنگ اخلي

*

درنه خښته اوبو راوړه

كه ناوۍ د (… جان) ده، په نيلي اس موږه راوړه

كله چې د ناوې اس د كلا په دروازه كې ودرېږي. د زوم وروڼه او تربرونه د څادرو پرده جوړه كړي چې ناوۍ راښكته شي.

تربرو ونيسي لونگۍ

موږه داسې ناوې راوړه، مخ يې لمر څټ يې سپوږمۍ

*

كوزه په باغ گډه شوم نارنج مې راوړ

او كليه منې بې چې سور گل مې راوړ

*

گل د گلبوټۍ سه ښه جوړېږي

ويندير د (… خان) سه ښه ښكارېږي.

*

سل زره دې ولاړې وروره سر دې سلامت

ده ويندير د (…. خان) ده، وروره بيه دې مبارك

د كندهار د ښځو بدل:

ورځې دوې دي د ښادۍ

يو چې زوى يې زېږي، بل چې راوړې ناوكۍ

د كلا په دروازه كې اس ولاړ وي؛ خو ناوې نه ښكته كېږي. دا (برخه) غواړي. د ناوې خسر د خلكو په مخكې ووايي چې هاغه پلانى پټى او هاغه …. د ناوې شول(268). پس له دې ناوې د څادرو په پرده كې راښكته شي او د كور دروازې ته حركت وكړي. هغه (برخه) چې خسر ناوې ته ځانگړې كړې وي هېڅكله د ناوې نه كېږي. دا د حقوقي مالكيت مانا نه لري او تش يو دود دى چې بايد تر سره شي. كله چې ناوې په زمكه پښې كېږدي هملته ځاى په ځاى ودرېږي. كورواله پسه (كه اقتصادي وضع يې ښه وي) چرگ د ناوۍ په مخ كې حلالوي او لږ وينه يې د هغې په پښه وهي چې قدم يې نيك او سرخرويه شي او دغه كور ته نېكمرغي راولي(269) مانا دا ده چې مېنه يې ټېنگه شي او په خپل نوي كور كې د اولادونو او په تېره بيا زامنو مور شي(270). بيا نو ښځې ناوې د اور ځاى(تنور يا نغري) ته بيايي او دا هلته د اور ځاى ته لاس ورښكته كوي[271]. ناوې بيا خپل دغه لاس چې نغري يا تناره ته ښكته شوي وي په خپله ټنډه وهي او مچي كوي يې، نغري او اور وردگو ته درنښت لري. خلك اور د رڼا او د كورونو د ابادۍ نښه بولي. يو متل دى چې وايي: (چېرته چې اورونه وي هلته كورونه وي). د دې كتاب په سريزه كې په دې هكله لږ په تفصيل خبرې شوي دي

په دغه وخت كې د ناوې مور او خواښې يا نورې مشرانې ښځې په پټه خوله اورادونه او دعاوې لولي چې ښايسته ناوې يې په سترگو نه شي او د كومې بدخواه ښځې بد نظر او يا كوډې (تعويذ) اغېزه پرې ونكړي؛ خو ځوانانې لا هم بدلې بولي:

ناوې په پلو پورې دې منى(272) دى

ناوې د حاجيانو كه(273) دې ژمى دى

دا وخت ناوۍ د كور تر ټولو سترې كوټې ته ورسې. هلته په يوه كنج كې مخكې له مخكې ځاى ورته جوړ شوى وي، توشكې او بالښتونه اېښى وي، ناوۍ ورو- ورو او په شمېرلو قدمونو خپل ځاى ته ورسې. د دې سر او مخ په شال پټ وي؛ خو بل چا تر مټو نيولې وي چې په خير ځاى ته ورسي.

ناوې هلته د گوتو په سرونو لوړه كيني چې لږ دمه يې جوړه شي. د كلي ټولې ښځې او نجونې انتظار باسي چې ژر د ناوې ښايست وويني.

هغه ښځه يا ښځې چې له ناوې سره تللې وي د ناوې له مخ څخه شال پورته كړي، اوس هم د ناوې مخ نه ښكاري؛ ځكه چې هغې خپل مخ په دواړو لاسونو پټ نيولى
وي او لاسونه يې هم په ريمالونو پټ وي! دا ريمالونه ښايسته ناوې د خپل پېغلدود په وخت كې په
خپلو گوتو جوړ او په مريو- زرتارو، پاوليو او
ورېښمنو ښايسته كړى وي(274). كورواله اوس هم
مستې بدلې بولي:

په ناوې پسې تللې وم سوده (275) شوم

اوس يې راښكاره كړى چې هوسه(276) شم

بيا همغه ښځه د ناوې دواړه لاس د هغې له مخ څخه ليرې كړي. ناوې سترګې پټې نيولې وي؛ خو ليدونكي ښځې يې په خوږو خبرو او سندرو ستايي او له هغې څخه غواړي چې خپلې سترگې وغړوي:

په غره كې د گوگړو اور بلېږي

په كونج كې د (…) ناوې ځلېږي

*

ټوپك د (… جان) سه ښه ښكارېږي

وېندير د (… خان) سه ښه ښكارېږي

*

د سرو زرو چلم زېړه يې غاړه ده

په كونج كې د (… خان) ناوې وېلاړه ده

*

پورته- پورته ناوې ولاړه ده

په سر يې شال دى زېړه يې غاړه ده

يا: پلو يې نيسئ ستړې ستومانه ده

*

تورې سترگې تور باڼه دې لارې لارې

ښه شوې چې راغلې د (…) د كور واكدارې

*

په لويو غرو بران په موږ گلۍ اوري

د (…) په توخانه(277) كې اشرپۍ اوري

*

ناوۍ سترگې غړوه ده تورې

بېگه(278) به (… خان) ځواني پې گوري(279)

*

دا وخت نو ښځې ډله- ډله راځي، ناوې گوري او مباركي وايي(280). دا كتل نژدې يو ساعت روان وي او كتونكې ښځې او محرم نارينه ناوې ته (مخ ديدني) وركوي. كورواله ښځې لا هم بدلې بولي او كله نا كله په ناوې باندې په ټوكو نيوكې هم كوي او د پلار كور وريادوي:

چرگه كاكولاله، كوركمن(281) زېړه يې غاړه

موږه څه كولى چې (…) راوړې په غاړه

*

ښه شوې چې راغلې چاودينكې (282)

اوس نو روباسه (283) د پلار د كور چينكې

*

ناوې چې پرون ده وخت دې لښتې ماتولې

نن مې نظر بنده كېنولې

كله نا كله كورواله د راغلو ښځو د ځورولو له پاره توندې بدلې هم بولي. اوس نو د ناوې خپلوانې په دې كور كې خېښانې يا ټنگورې بلل كېږي:

ښه شوې چې په كونج كې زېړ گلونه شوې

ښه وې د (…) د كور مزدوره شوې

*

ښې شوې په پلالو اوبه ولاړې

ښې شوې د (…)(284) د كور نه راغلې

*

ښې شوې په توشكو دې پښې كېښوې(285)

ښې شوې د ابه رچې (286) دې پرېښوې

له دې توندې بدلې هم شته:

درسته شپه مې تېره په يو له كړه

د خوگ كلى څونگښه راواده كړه

*

د موږ د ناوې دوې لوېشتې تندى دى

ارمان مې د اوو ډولو غرزى دى(287).

د دې بدلو په وخت كې ناوې په خپل ځاى ولاړه  او  مخ ته يې لاسونه نيولي وي؛ خو كله چې د ليدلو له پاره نوې ښځې يا محرم نارينه راشي، د ناوې خپلوانه د هغې لاسونه ليرې او د هغې مخ ورښكاره كړي. ښځې په خوږو كلماتو باندې ناوې ستايي او د هغې خسرگنۍ ته مباركي وركوي(288).

وردگ فكر كوي چې (بخت يا په كوټۍ وي يا په كوڅۍ). منگل همدا متل داسې وايي (بخت يا په كوڅۍ دى يا په پټۍ). مانا دا چې كه ناوې بختوره وي او ښه پل ولري، نو خپل نوي كور ته به نېكمرغۍ راولي، شتمني به ډېره شي او نوي هلكان به وزېږوي. دا خلك داسې ناوې بختوره بولي او راتگ يې ښه انگيري؛ خو كه د نوې ناوې راتگ كومې كورنۍ ته ستونزې، رنځونه او پرله پسې نجونې راوړي، خلك وايي چې د دې بدمرغه ښځې، ټنډه سپيره او كوڅۍ لغړه ده.

د ناوې خواښې په دې وخت كې په كتونكو ښځو او نارينه ؤ او هغه نارينه چې محرم نه دي او دې خونې ته نه راځي او بهر ناست وي د جوب(جېب) مېوه او نور سوغاتونه وېشي. دا مېوه ناوې له ځانه سره راوړي وي او په ټولو باندې يو- يو موټى وېشل كېږي. دا مېوه به پخوا به غټو- غټو لستوڼيو او جېبونو كې وړل كېده، له همدې امله د جوب د مېوې په نامه مشهوره ده. سوغاتونه هم دوه ډوله دي. يو هغه چې د زوم كورنۍ برابر كړى وي، لكه پټوگان، لونگۍ، جامې، خولۍ، ټيكري، كميسونه، ټوټې، دسمالونه او داسې نور چې د مېلمنو د دريځ له مخې په هغوى وېشل كېږي لكه مشران، خانان، ملكان، نازولي، ځوانان او يا هغه كسان چې ډېر اتڼ يې كړى وي، د اتڼ ډله يې راوستلې وي، په واده كې يې پسه حلال كړى وي او يا نور خرڅ او لگښت يې كړى وي، په ورا تللي وي او يا يې ډېر كارتوس ويشتلي وي او دوهم ډول لكه لجروملې، دسترخوانونه، قلم پوښونه، بالښت پوښونه، ځونډي، ټټر او داسې نور چې ناوې د پېغلدود په كلونو كې د خپلې مور تر لارښوونې لاندې جوړ كړي او همدې ورځې ته ساتلي دي. رفيع صيب ليكي چې ناوې په دې سوغاتونو باندې له يوې خوا خلك خوشاله كوي او له بلې خوا دوى ته د خپل مهارت او كمال بېلگې وړاندې كوي(289). په وردگو كې خلك هغه اس يا موټر هم نه هېروي چې ناوې پكې راوړل شوي وي او وړ سوغاتونه وركوي كله نا كله د دې سوغاتونو په نوعيت د دواړو خواوو تر مينځ ښكاره يا پټ زړه بداوى پيدا كېږي. لكه يو پلو د بل پلو سوغاتونه د  ځان وړ ونه بولي او زړه بد كړي.

په داسې پېښو كې هغه لورى چې ښه سوغاتونه يې نه وي برابر كړي، هڅه كوي چې خېښان يې خپه نه شي، يا نور اضافي په سوغاتونه ورلېږي او يا كوم څوك عذر ته استوي؛ خو كله- كله چې بيا كوم خېښ په خپل دريځ ټېنگ ولاړ او ټينگار كوي چې همدا سوغاتونه د دوى له پاره سم دى. دلته دوه خبرې امكان لري. لومړى دا چې دى هم د خپل خېښ سوغاتونو نه وي راضي او اوس يې كسات اخستى وي او دوهم دا چې د اخستلو په وخت كې يې د شيانو څرنگوالي ته ډېر پام نه وي كړى. په وردگو كې ډېر خلك ژر خپله ملامته نه مني او خپل ځان  سم ورته ښكاري.

په دې وخت كې ښځې يو بل ته مباركي وايي. د ناوې خواښې تر ټولو ډېره خوشاله وي. كه چېرته يو نيم محرم نارينه هم دلته وليدل شي (د ناوې خسر، لېورونه او نور  نژدې خپلوان) ښځې د مباركي غږونه پرې كوي. په وردگو كې زوم دا وخت اكثراً گوښه گرځي، له خلكو او خپلو همزولو څخه شرمېږي او هڅه كوي چې ډېر له چا سره مخامخ نه شي(290).

ښځې لا هم درياوې وهي او بدلې بولي:

د موږ ناوۍ د سپينو كوچو جوړه ده

بېيه (291) يې د (…) په بېيه جوړه ده

*

په دېوال ويشتلى سكور دى

(…) چې واده راوړ، د  (…) په مټ كې زور دى

په هر صورت ناوې په دې لنډه دمه او كېناستلو كې د جام په پاكو او رڼو اوبو كې سترگې غړوي او يو ښكلى وړوكى ماشوم (هلك) په غېږ كې نيسي. خلك عقيده لري چې كه خداى كول ناوې به خپله هم همداسې ښكلي هلكان وزېږوي.(292).

په وردگو كې ناوې درې ورځې په همدې خونه كې تېروي او د كتونكو انتظار وباسي. دا د هرې نوې مېلمنې له پاره له ځايه پاڅېږي، سترگې يې پټې وي او خپل مخ ته يې لاسونه نيولي وي، بيا لكه د پخوا شان له ناوې سره راغلې ښځه د دې لاس ليرې كوي او كتونكې ښځې د دې غورې كوي، څوك يې لوړه پزه ستايي، څوك يې وړه خوله او نرۍ شونډې خوښوي، څوك يې د تورو وېښتانو ستاينه كوي او ټولې يې ان پر عيبونو هم سترگې پټوي او غواړي چې خوشاله يې وساتي(293).

ناوې سيورى دې ببر دى

په رنگ خو ښايسته يې     په حكمت دې خداى خبر دى

*

ناوې ستا تندى د بخت دى

كه (…) ته خداى زوى وركړ    ناوى ستا تندى د بخت دى

په وردگو كې له ناوې سره تللى نارينه د ناوېدود د روځې په سهار بېرته خپل كور ته ځي؛ خو له ناوې سره تللې ښځه يا ښځې دوه- درې روځې هملته پاته كېږي. دا ښځه ځكه له ناوې سره پاته كېږي چې دا په خپل نوي كور كې د پرديتوب او خپگان احساس ونه كړي او ورو- ورو له خپل مېړه او نورو نژدې خپلوانو سره روږدي شي. كه چېرته ناوې او زوم د چغلبازيو په وخت كې يو له بل سره ليدلي وي، د ناوې ستونزه لږ وي؛ خو كه د زوم سره يې د لومړي ځل له پاره په دې ځاى ليدلي وي، نو هرومرو له يو څه ستونزو سره مخامخ كېږي. ډېرى خلك نه پېژني، لارې نه وې ورمعلومې او ځان ورته لږ يوازې او پردى ښكاري. په هر صورت له نكاح څخه يو- دوه روځې وروسته دا ښځې بېرته خپل كور ته ځي او د ناوې د روغتيا او خوشالۍ زيرى ورسره وړي. د زوم كورنۍ دغه ښځې ته د ستنېدو په وخت كې سوغاتونه هم وركوي(294).

اوس- اوس په ځينو وردگو كې دومره وس او فكر پيدا شوى چې نوې ناوې د بېلې كوټې حق لري. پخوا دا امكانات هلته نه و او ډېر كسان په په يوه انگړ  او يو- دوه خونو كې اوسېدل. داسې اورېدل كېږي چې ځينو پخوانيو وردگو حتى د خپلې نوې ناوې له پاره په طبيله كې لږ ځاى بېلاوه او بيا به لږ وروسته له نورو سره په همغه يوه يا دوو خونو كې اوسېدله.

د وردگو په بدلو كې د پالنگ ياد شته؛ خو ما چېرته هم د پالنگ د شتون خبره وانه ورېده. ټول خلك په زمكه ويدېږي او يو نيم خان ملك د لرگي او پوزي كټ لري.

پالنگ، پلنگ Palanga يو هندي اردو ويي دى چې د خوب هغه ستر كټ ته ويل كېږي چې معمولاً ناوې ته په (جهيز) كې وركول كېږي(295).
——————————————————–
267]  په وردگو كې د واده په بېلابېلو دودونو كې نارينه بېل او ښځې بېل اتڼ كوي. د دې اتڼونو د بدلو څو نمونې د كتاب د بدلو په برخه كې راغلي دي. كېداى شي چې په ځينو مواقعو كې ډېر نژدې خپلوان ښځې او نارينه، په كور د ننه گډ اتڼ هم ولري. په كاكړو كې گډ اتڼ شته چې گډه امۍ يا برگ اتڼ يې بولي. په دغسې وختونو كې نارينه ډېر پام ساتي چې د ښځو بې احترامي ونه شي او كه داسې وشي د قومي عنعناتو او د قبيلې د نرخ له مخې مجازات لري( د پښتني، ص 227).

[268]  مروته ناوې هم ژر له اوښه نه ښكته كېږي. كورواله غوا ورته پيشنهاد كړي؛ خو دا ډېر څه غواړي بالاخره كورواله ورته ووايي چې ته د كور واكداره يا (ملكه) يې نور څه غواړې؟ مروت د ناوې د ښكته كېدلو په ځاى كې غنم ږدي چې هغه لومړى پل پرې كېږدي او بختوره شي، بيا د غنمو څنگ ته په هغه ښايسته بړستن كينې چې د ناوې له پاره اواره شوې وي. (د مروتو د واده دستور، ص70).

لغمانۍ ناوې هم ژر له ډولۍ څخه نه ښكته كېږي. هلته بايد چرگ حلال شي، خسر خپلې نږور ته په خپل جايداد كې برخه وركړي او د نغري د يوې پښې شريكه يې وبولي. د دې خبرو مانا دا ده هر كله چې په دغه نغري باندې د خير خيرات ديگي پخېږي، ثواب يې ناوې ته رسېږي( په لغمان كې د واده دودونه، ص58).

د منگلو او پكتيا د نورو قومونو ناوې هم تر هغه پورې د خپل خسر د كور په وره كې ولاړه وي چې د كور مشره د مالگينو اوبو او سكو (فلزي پيسې) ډك جام د دې په سر توې كړي. دا خلك اوبه د مخ رڼايي، مالگه د ژوند د خوند او فلزي پيسې د ښه بخت او مړښت نښې بولي. كه څوك دا دود تر سره نه كړي، كورواله او كليوال يې ښه شاگوم (شگون) نه بولي. منگل په دې برخه كې بدلې هم لري:

پورې غر دې بوتې بوټې

(…) وره كې ولاړ دى اشرپۍ شيندي په موټي

منگل د اوبو د جام تر څنگ په ناوې باندې غنم، جوار، وربشې او نور حبوبات هم شيندي. دوى دا د خير او بركت نښې بولې.(فولكلوري گېدۍ، ص 18)

په ټنيو كې كله چې ناوې له آس، اوښ (يا موټر) څخه ښكته شي او كور ته ننوځي كورواله خوږې، غنم او تورې پيسې پرې شيندي، مستې ورباندې څښي او بيا يې په ځانگړي ځاى كې په داسې ډول چې مخ يې پټ وي د هغه د مور په مرسته كينوي. ناوۍ دا وخت قران عظيم الشان ښكلوي او يو ماشوم په غېږ كې نيسي. ناوۍ د دغه قرآن په جلد كې د تبرك په نامه لږ پيسې ږدي او ماشوم هم بې برخې نه پرېږدي. تڼي دې دود ته (پدل) وايي. له دې وروستته مستې جلكۍ او ښځې د ناوۍ مخې ته اتڼ اچوي او بدلې وايي(د تڼيو ، 30 ص).

كندهارۍ ناوې د خپل مېړه د كور په انگړ كې د اوبو منگى په لغته وهي، د اوبو چپه كېدل خلك رڼايي بولي او د منگي ماتېدل د ناوې د غښتلتيا مانا لري. دلته ناوې ته سپينلى دودوي او نغري ته يې بيايي. ناوې دلته هغه قند په نغري كې ږدي چې د خپل پلار له كوره يې راوړي وي، كندهارۍ ناوې د خپل مېړه په كور كې د خونې د دروازې ځنځير نيسي، د دې خبرې مانا دا ده چې ناوې (كور) غواړي، كله چې د ناوې خسر يا كوم بل مشر نارينه يو څه د دې په نامه كړل، ناوې خونې ته ننوځي، دا هلته بيا هم نـــه كـيـني او لږ څه  نور غواړي كله چې بيا لږ برخه وركړل شوه، دا كيني او له خپلو همزولو سره ورو- ورو خبرې كوي. دا وخت بهر بدلې وي، نڅاوې وي او د زوم خپلوان د ناوې د راوړلو ښادنامې كوي(د كندهار فولكور، ص 13).

داسې ښكاري چې د كونړ په پېچدره كې ورا نشته، دا خلك معمولاً د ناوې ډولۍ ماښام ته تياروي. د ناوې په كور كې نژدې خپلوان او خپلوانې ماښام مهال ناوې پالنگ ته خيژوي. كله چې د ځوان له كوره كوم سړى په ډولۍ پسې راشي او لمنځونه وشي، نو ډولۍ روانېږي. له مور او پلاره پرته ډېر كسان له ناوۍ سره روانېږي. كه لاره نژدې وي ناوې په پښو ځي، ماما گان او وروڼه ورته د څادرو پرده جوړوي او ناوۍ د خپلو همزولو او ښځو په مينځ كې روانه وي، كونړيان همدې ته ډولۍ وايي. اوس خلك له موټرو څخه كار اخلي. كله چې ناوې د زوم كور ته ورسي، خسرخېل يې د دې (برخه لكه كوم پټى يا بل شى) معلوموي، بيا ناوۍ د كور په وره كې ميخ ټك وهي او كورواله شېدې ورته راوړي. لومړى زوم لږ شودې څښي او بيا ناوۍ په ډېرو زاريو يو- دوه غوړپه په سر اړوي. بيا ناوۍ په يوه هگۍ پښه كېږدي او هغه ماته كړي له دې وروسته ناوۍ كور ته ننوځي، لومړى يې د بلدتيا له پاره په كوټه كې وگرځوي او بيا يې په هغه توشكه يا پالنگ كينوي چې تر لاندې يې د تلې كاڼي اېښي وو او يو ماشوم ورته راوړي. خلك عقيده لري چې په دې باندې به ناوۍ ښه درنه او په راتلونكو كې د ښو زامنو مور شي(د پېچدرې، ص 91- 93).

[269]  په نورستان كې د خسر په كور كې د ناوې له ښكته كېدلو سره جوخت له يوې څخه نيولې تر دريو پورې غواووې يا غوايه او يوه وزه يا يو پسه حلالېږي. همدا راز په دې وخت كې د اس ځغلولو، غېږې نيولو او ځغاستې لوبې كېږي. ويل كېږي چې د ناوې خسر د لوبو گډون والو او ځينو كتونكو ته سوغاتونه وركوي (فولكلور مجله، 1355، 4 مخ).

په څمكنيو كې د خسر د كور په دروازه كې په قران عظيم الشان او ماشوم سربېره يو انار هم ناوې ته وركول كېږي. ناوې دا انار په پت مخ ښه كلك په دېوال ولي چې دانه- دانه شي. د سيمې د خلكو د عقېدې له مخې دا دود د غلو دانو د زياتوالې له پاره يـــو فال E گڼل كېږي. همدا راز د څمكنيو خلك په ناوې باندې د ښكته كېدلو په وخت كې لږ اوبه او ډېره مېوه پاشي.

په زرمله كې ناوې په دروازه كې مېخ ټك وهي او ايينې او قران ته سترگې غړوي (فولكور مجله ، 1353 ، لومړۍ گڼه، 13 مخ).

د پكتيا ولايت په ډېرو سيمو كې د ناوې د ښكته كېدلو په وخت كې پسه حلالېږي.

د منگلو ناوې تر هغه وخته پورې د خسر په كور كې ولاړه وي چې د كور مشره مېرمن د اوبو ډك جام راوړي. لږ مالگه هم په دې اوبو گډه وي. د خلكو د عقيدې له مخې اوبه د رڼايي او مالگه د نعمتونو د خوند مانا لري. همداراز منگل په خپله ناوې اصلي پيسې شيندي او دا سخاوت د كورواله شتمني ډېروي.

منگل هم په ناوې باندې په دروازه كې ميخونه ټك وهي او بيا چاړه په لاس وركوي چې بيا ښه تكړه او توريالي زامن وزېږوي. د منگل ځنې كورنۍ ناوې ته يوم، چارۍ او كلنگ (ټسكوره) په لاس وركوي. منگل فكر كوي چې دا دود به د كرنې حاصلات ښه او غلې دانې ډېرې كړې. منگل ناوې ته قران او ماشوم هم په غېږ كې وركوي. ناوې قران ښكلوي او د درنښت له پاره يې په يوه پاك ښكلي دسمال كې نغاړي.

ناويلې دې نه وي پاته كله چې منگله ناوې د خپل خسر كور ته ورسي، كومه مشره ښځه قران عظيم الشان پې د پاسه نيسي او دا ورو- ورو خپل ځاى ته رسوي. په منگلو كې د ناوېدود د روځې په ماخستن د كلي پېغلې ورځې او په داسې حال كې ناوۍ گوري چې هېڅ نارينه هلته نه وي. په دې شېبو كې  پېغلې ناوۍ ته وايي چې خورې وخانده. كه ناوۍ په رښتيا موسكه شي او يا وخاندي، نجونې پې خوشاله كېږي او په ښه يې انگيري (د پښتنو ځنې، ص 64- 67).

د ننگرهار په ځينو سيمو كې كله چې د ناوې ډولۍ د زوم كلي ته ورسېده د كلي كونډې او بېوزلې ښځې سپيلني ترې گرځوي او خلكو ته يې نيسي او پيسې ټولوي. همدا راز د كلي په لارو كوڅو كې د زوم خپلوان ډېوې راوباسي او په دې توگه د ناوې مخې ته رڼاوې خپروي.

دلته زوم د ناوېدود په ورځ پاچا بلل كېږي. په ځينو ځايونو كې ښكلى تخت ورته جوړوي. همزولي يې وسله وال تيارسۍ ورته ولاړ وي. په دې سيمو كې د زوم خبره هرومره منل كېږي. ان تر دې پورې كه په چا باندې يې نغدې جرمانه هم كېښوده هغه به پرې كېږي.

د ننگرهار په ځينو سيمو كې د زوم خواښې اووه ورځې د خپلې لور كور ته ډوډۍ استوي. په اوومه ورځ دوه- درې سپين سرې ښځې د ناوې كور ته ورځي او هغه د خپل پلار كور ته په مېلمستيا بيايي.

د غزني او كلات تر مينځ په سيمو كې كله چې د ناوۍ اوښ د زوم كور ته ورسي، كورواله ښځې د اوبو له بدنيو سره راووځي، اوښ خې كړي، ناوۍ ته اوبه وركړي او و يې هم گوري. بيا په ناوې ميوې وشندي. دوى دې دود ته (خونى) وايي(د پښتنو دودونه، ص 24).

د غزني او كلات تر مينځ په سيمو كې هم ناوۍ تر هغه وخته پورې له اوښ څخه نه ښكته كېږي چې (لنگه غوا) يا كوم بل شى تر لاسه كړي. بيا ناوۍ ښكته شي او كليوالې ښځې يې كتو ته ورځي او ميوې پرې پاشي(د پښتو دودونه، ص 24).

كله چې د مروتو د ناوې اوښ د ځوان د كور په انگړ يا وره كې (چو) شو، كورواله ښځې په ناوې راټولې شي . دا وخت هغه درې ښځې چې په ناوې پسې تللې او له ناوې سره  يو ځاى بېرته راغلې وي په ډابيرۍ (دړه، چبوتره، دكانچه) يا لږ لوړ ځاى درېږي او (شادي) وايي. د شاديو په وخت كې نورې ښځې غلې ناستې وي:

وۍ ارشايدى اويوو هيدي امبارك

 وۍ ارشايدى اويوو هيدي امبارك

وۍ ارشايدى اويوو هيدي امبارك

له شايدو وروسته همغه درې ښځې د (خراچې بلبلې) بدلې بولي:

مخ دې گلاب شونډې دې پاڼې                     خراچې بلبلې

وجود خولو نه دې د عطرو بوى راځينه            خراچې بلبلې

بلبلې تور دې لونگين سرې دې منگولې

په كدمو دې خداى مين كړم                        خراچې بلبلې

ماته په سپين ميدان كې واخله كدمونه             خراچې بلبلې

بلبلې تور دې لونگين سرې دې منگولې

خاونده بيا دې مازديگر كه                        خراچې بلبلې

په چا اختر شه په چا غم نارې كوينه               خراچې بلبلې

بلبلې تور دې لونگين سرې دې منگولې

مروت د ناوې له ښكته كېدو سره جوخت په مېلمنو د جوارو نينې پولۍ او گوړه وېشي. ځنې ښځې او نارينه ميلمانه دا گوړه له ځانه سره كورته وړي او بختوره يې بولي. له دې وروسته د ټولو ښځو او نجونو په لاسونو نكرېزې اېښودل كېږي او ښځې د سپين ږيري ډم ډول ته اټن كوي. كله نا كله د زوم خپلوان هم د ښځو په اټن ورگډېږي. بيا ډوډۍ برابرېږي. د دې ډوډۍ شوربه د هغه پسه يا پسونو له غوښو څخه پخه شوې وي چې د ورا د تگ په وخت كې كاريگرو حلال كړي وي. د دې شوربه پاستې هم كاريگرې ښځې پخوي. خلك دې ډوډۍ ته پېنډې- پېنډې كيني او پنځلس- شل كسان په يوه تتۍ (غټ ښانك يا ښنكي) گډه ډوډۍ خوري. كاريگر په دغه تتۍ كې ډوډۍ ميده كوي، شوربه پرې اچوي او غوښه يې په سر باندې ږدي. له ډوډۍ وروسته ټول مېلمانه رخصت غواړي او ځي. (د مروتو د واده دستور، ص 33- 34).

په لغمان كې ناوې ته لومړى يو ښكلى ماشوم په غېږ كې وركول كېږي او بيا يې خونې ته بيايي. دا په داسې حال كې د خپل ميړه كور ته ننوزي چې يوې ښځې د قران عظيم الشان سيورى پرې كړي وي.

د صوابۍ د يوسفزو ناوې كله چې د خپل خسر كور ته ورسي، خواښې ورته راشي او په غلبېل (غربال) كې يو- دوه پاوه وريجې (پخوا وربشې) وركړي. ناوې په ښي لاس د دې غلبېل وريجې شا ته شيندي. دا خلك فكر كوي چې په دې كار سره د دې ناوې او د دې د نوي كور رزق ډېرېږي(فيصل فاران). وايي چې د خوست پښتانه هندوان او سكان هم دا دود پالي (ويچار سنگهـ).

كوچيان د خپلې ناوې پښو ته پسه، وزه يا چرگان حلالوي. كوچۍ ناوې خپلې كېږدۍ ته د ننوتلو په شېبو كې د هغه دريو نارينه ماشومانو له هركلي سره مخامخ كېږي چې د كېږدۍ د مخې برخه ورته پورته كوي (پښتانه كوچيان، ص 141).

[270]  ځنې پكتياوال هم په ناوې باندې ميخ ټك وهي. دوى فكر كوي چې په دې كار سره به ناوې په خپل نوي كور كې ټينگه شي او كورنۍ به له غمونو څخه وساتل شي او كه نه ناوې به رنځوره او مړه شي. د پكتيا په ځينو كليو او بانډو كې ناوې ته چاكو يا چاړه هم په لاس وركوي. د دوى په اند دا ناوې به په راتونكي كې توريالي زامن وزېږوي. د على محمد منگل په وينا ځنې پكتياوالې كورنۍ ناوۍ ته يوم، چارې، كلنگ يا ټسكوره هم وركوي او فكر كوي چې دا دود غلې دانې ډېروي او نېكمرغي راولي. كله چې ناوې په خپله كوټه كې ځاى په ځاى شوه يو ښايسته كمكى هلك په غېږ كې وركوي او فكر كوي چې دا كار د ناوې لمن زرغونوي او دا به د گلاليو بچيانو مور شي. كه چېرې داسې هلك پيدا نه شي بيا ناوۍ ته ټوپك وركوي. ټوپك د پكتياوالو په اند د نارينه اولاد مانا لري. همدا شان پكتياوال ناوې ته قران په لاس كې وركوي. ناوې قران ښكلوي، په دسمال كې يې تاووي او لږ پيسې هم پكې ږدي. پكتياوال وايي چې نوې ناوې به د قران عظيم الشان په روى د بركتونو او نعمتونو خاونده شي(فولكلوري گېډۍ، ص 20).

د پكتيا د ځاځيو او سيد كرم په سيمو كې كله چې ناوې د خپلې خونې وره(ور- دړه- دروازه) ته ورسي، خواښې يې يو وړوكى ميخ او يوه ټوټه كلكه مالگه په لاس وركوي. ناوې واك غواړي او همغه ميخ د مالگې د ټوټې په واسطه د وره په لاندني لرگي (ته درې) كې ټك وهي. كه ميخ سيخ ټك وهل شو، حاضر كسان خوشاله شي او ناوې د ښه بخت خاونده بولي. له دې وروسته خواښې ناوې ته وايي چې ته زما د ټول كور واكداره يې، ستړې مه شې. له دې وروسته نارينه د ناوې (برخه) معلومه كړي او دا خپلې خونې ته ننوزي (آزاد خان).

د كوچيانو ناوې كله چې د جامو، گاڼو يا كوم بل شي ژمنه ترلاسه كړه، له اوښ څخه ښكته كېدو ته چمتو شي. په دې وخت كې د كور مشره په اوښ او ناوې باندې مېوه وشني، بيا ناوې ښكته شي او د كېږدۍ په لور وخوځېږي. په دې وخت كې په ناوې لږ اوبه هم پوږ (پوگ) وهل شي او ناوې كېږدۍ ته ننوځي. په كېږدۍ كې ناوې ته سپرخى وركول كېږي چې هغه يې په چرگۍ كې ټك وهي اوناوې خپل پالنگ ته نژدې شي؛ خو پالنگ د مخه نيول شوى وي او ښځې پې ناستې وي. كله چې د ناوې خسر يا لېور دې ښځو ته يو موټى پيسې وركړي، هغوى پاڅېږي او ناوې پخپل پالنگ باندې كيني او يو ښكلى وړوكى هلك په غېږ كې وركړي(كوچيانۍ پانګه، ص 119)

[271]  د پكتيا د ځاځيو او سيدكرم په سيمو كې خلك نوې ناوې نغري يا تناره ته نه بيايي (آزاد خان).

[272]  منى- د بادامو او مندكو پېيل شوى لړ. په وردگو كې خلك د زردالو مندكې ماتوي او بيا يې په يوه تار كې پېيي، خلك دې لړ ته منى وايي. وردگ دا مندكې تازه نه خوري، هغه لږ ساتي چې وچې شي او بيا يې وخوري. منى پخوا په وردگو كې ښه سوغات بلل كېده.

[273]  كه- كره

[274]  د شينوارو خلك دا ريمالونه (مخ پاڼو) بولي.

[275]  سوده- فرسوده؛ خو دلته د ستومانه مانا وركوي.

[276]  هوسه- هوسا.

[277]  توخانه- تاوه خانه.

[278]  بېگه- بېگا

[279]  د منگلو بدلې:

موږ ناوې راوړه گونگړې په پورې

راووزه(…) كه ناوې گورې

*

پورې غر گردو نيولى

موږه دسې ناوې راوړه مخ يې سرو شالو نيولى

*

په وړه كې د انگور ونه ولاړه ده

ورته راشه(…) په وره كې دې خيالي ننگور ولاړه ده

(فولكلوري گېډۍ،197)

[280]  د مروتو ناوې د دغې روپيو د ټولولو له پاره له ځانه سره د مور له كوره يوه كچوړه(كڅوړه) راوړي وي. مروتې ښځې معمولاً ناوې ته لږ پيسې وركوي.

[281]  كوركمن- زردچوبه

[282]  چاودينكه- هغه ښځه چې لاس او پښې يې ډېر چاودې وي.

[283]  روباسه- راوباسه.

[284]  د مثال په توگه شوده، دووس او داسې نور.

[285]  كېښوې- كېښودې.

[286]  رچې- د سپږې چوچى. هغه وړوكې ژوى چې په وېښتو كې وده كوي. پخوا سپږې او رچې ډېرې زياتې وې او ښځو به يو د بل له وېښتانو څخه ټولولې او وژلې. اوس چې د خلكو ژوند لږ ښه شوى، دوايي ډېره شوې او خلك نسبتاً ژر- ژر ځانونه وينځي، سپږې او رچې ډېرې كمې شوې دي.

[287]  ښكاري چې په لغمان كې د ښادۍ دومره بدلې نشته چې د واده په بېلابېلو وختونو او شېبو كې وويل شي.

[288]  كندهاريان د ناوې مخ كتو ته (مخ پېټك) وايي. كله چې ناوې د خلكو نندارې ته چمتو شوه، لومړى د زوم د كور غړي راځي، هغه گوري او پيسې وركوي. بيا زوم راشي د ناوې څنگ ته ودرېږي، دواړه د قران عظيم الشان څو سورې په پټه ولولي او يا هسې ورته وگوري، بيا د ناوې مخ لوڅ كړي او دواړه په هېنداره كې يو بل ته وگوري. له دې وروسته ډله- ډله خپلوان راځي او ناوې گوري. كتونكي كه د زوم خپلوان وي د زوم مور ته او كه د ناوې خپلوان وي د ناوې مور ته د خپل ځان او خپلې كورنۍ له خوا پيسې وركوي. په دې دود كې يو څوك د كتونكو د پيسو اندازه د نورو د خبرتيا او هڅونې له پاره وار په ورا اعلانوي. په پاى كې دا پيسې ټولې زوم ته وركول كېږي. له دې وروسته مېلمانه ځي او نژدې خپلوان پاته كېږي(د كندهار فولكلور، ص 15)

په كوچيانو كې كله چې ناوۍ په خپله نوې كېږدۍ كې پاس په (تخت يا پالنگ) كېناسته، ښځې راځي پيسې وركوي او ناوې په لڅ مخ گوري؛ خو ناوې ځوانانو ته په پټ مخ په ولاړو سلام كوي او دوى ورته پيسې وركوي (پښتانه كوچيان، ص 142).

[289]  په مروتو كې د سوعاتونو دود نشته. يوازې د ځوان خويندو او ترورگانو ته ټيكري (لوپټې) وركول كېږي. (د مروتو د واده دستور، ص 34).

كوچۍ پېغله هم خپل ناوېدود ته خولۍ، د تنباكو كڅوړې، رنجړومې (لجرومله)، دسمال او نور سوغاتونه برابروي. په كوچيانو كې د كلي نورې نجونې هم له واده كېدونكې پېغلې سره مرسته كوي چې ډېر سوغاتونه برابر كاندي. د ناوېدود په روځ د ناوې كورواله له نورو سوغاتونو (كور) سره يو ځاى د پېغلې لاسي كارونه هم د هغې د خسر كور ته لېږي چې هلته يې په خپلوانو ووېشي (پښتانه كوچيان، ص 142).

[290]  په كوچيانو كې داسې دود دى چې زوم د ناوې د راوړلو په ورځ په خېرنو او شليدلو جامو كې بيگار كوي. په دې ورځ زوم نه يوازې دا چې خپل اوښان بلكې د ټول كلي اوښان او رمې بېدياوو ته بيايي. په داسې حال كې چې نور كليوال په مزو او چړچو بوخت وي زوم له اوښانو او مېږو سره وخت تېروي. د واده په دريو روځو كې دا خواركي په غرو او رغو كې ورك وي. له دې وروسته زوم خپلې مېنې ته راستنېږي؛ خو بيا هم تر لسو او پنځلسو شپو پورې خپلې كېږدۍ ته نژدې نه ورځي او ځان د ماما، اكا يا نورو خپلوانو كره مېلمه كوي. ويل كېږي چې له دې وروسته زوم كله نا كله د شپې په پټه د خپلې ناوۍ كېږدۍ ته ورځي او سهار وختي بېرته  وځي (پښتانه كوچيان، ص 142)

[291]  بېيه- قد- ونه

[292]  د لغمان د ناوې د كتلو دود كټ مټ د وردگو په شان دى په لغمان كې كه چېرې ناوې او زوم د يوه كلي وي، نو د ناوې كورواله تر دريو روځو پورې دوى ته خوندور خواړه لېږي؛ خو كه ناوې د بل كلي وي بيا د زوم مور خپل زوى او نږور ته خواړه پخوي. په لغمان كې زوم او ناوې لومړى څو روځې جلا- جلا ډوډۍ خوري؛ خو وروسته د كورنۍ ټول غړي يو ځاى كينيي او ډوډۍ خوري. ډېرې لغماني ناوې له خپل خسر او نورو نژدې او ليرو خپلوانو څخه مخ پټوي (په لغمان كې د واده دودونه، ص 60)

په تڼيو كې د ژڼي كورنۍ خپلو مېلمنو ته په دغه ماښام ډوډۍ وركوي. لومړى نارينه ډوډۍ خوري، بيا ماشومان او وروسته ښځې. تڼي په خپلو ودونو كې غټې وريجې او مۍ پخوي او په مينځ كې يې شوروا تويوي. دوى هغه كسانو ته چې له ناوې سره راغلي وي او يا يې د روځې ډېر كارتوس ويشتلي وي او يا يې ځانونه په اتڼونو ستړي كړي وي، همغه  اوگره له غوښو او ژړو غوړيو سره وركوي. كله چې ټولو خلكو ډوډۍ وخوړه ښځې په كور د ننه او نارينه بهر (درمند ځاى) بدلې او اتڼونه پيل كړي. په ځينو كورنيو كې دا نندارې تر نيمې شپې او كله نا كله تر سهار پورې دوام كوي.

سهار بيا چاى او ډوډۍ برابرېږي. له ډوډۍ وروسته د ناوې سندك وېشل كېږي. په دې دود كې د ناوې جامې د ښځو نندارې ته وړاندې كېږي او په ځينو كسانو سوغاتونه وېشل كېږي. په همدې شېبو كې د ناوۍ د خسرگنۍ مشرانې ښحې ناوۍ د خپلو خپلوانو او ښځو پښو ته ورټېټوي. له دې وروسته ډېر خلك ځي؛ خو د ژڼي واده شوې خويندې، له ناوۍ سره راغلې ښځې او ځنې نور ډېر نژدې خپلوان، يا له ليرو څخه راغلي دوستان څو روځې پاته كېږي.(د تڼيو، ص 31).

[293]  په كندهار كې د ناوېدود په سهار، د  ناوې كورنۍ د زوم كور ته د (ناوې ناري) په نامه ډوډۍ لېږي. په همدغه سهار له هغه دوه- درې ښځو څخه چې كندهاريان يې (اينگو) بولي او څو روځې له ناوې سره پاته كېږي چې دا هلته د يوازيتوب او پرديتوب احساس ونه كړي او د كور له خلكو او كارونو سره ورو- ورو بلده شي، بېرته خپل كلي ته ځي او د ناوې د روغوالي پيغام وروړي. همدا راز كندهاري زوم د ناوېدود په سبا سهار يا بل سهار د خپلې خواښې او خسر درناوۍ ته ورځي. په دې دود كې چې خلك يې (سلامي) بولي زوم د خپلو خسرخېلو كره چاى او ډوډۍ خوري او د مېوو له سوغات سره بېرته ستنېږي. له دې وروسته د زوم په كور كې د (كلنگ) دود په ځاى كېږي. په دې دود كې د ناوې (كور) چې پلار ورته برابر كړي وي د كلي خلكو ته دانه- دانه ښودل كېږي.

(د كندهار فولكلور، ص 14)

د كونړ په پېچدره كې هم دا ډوډۍ شته چې خلك يې (كاسه) بولي. كاسه هغه ډوډۍ ده چې د ناوېدود د روځې په سبا سهار يې، د ناوې مور يا نور خپلوان د زوم كور ته وروړي. دا كاسه تر دريو- څلورو يا اوو روځو پورې دوام لري. كونړيان عقيده لري چې ناوې بايد تر اوو روځو پورې تور لوښي ته لاس ورنه وړي او كه نه خداى مه كړه بدمرغه كېږي. اوس- اوس دا اند دود د بدلېدو په درشل كې دى(د پېچدرې، ص 95).

د غزني او كلات تر مينځ د سيمو پښتانه هم په دې برخه كې په زړه پورې دودونه لري:

په دغه سيمو كې د كلي- كور ځنې ښځې د واده په روځ د ناوې د كوټې په دوو ديوالونو ميخونه وهي او بيا په دغه مېخونو باندې وريښمين ټيكري او ښايسته شالونه اچوي او هغه د مينځ خوا ته د ډولۍ په بڼه رانغاړي. په دغه ځاى كې ناوې ته د (بڼو) نيالۍ (توشك) او بالښتان اېښي وي. كله چې ناوې دغه ځانگړى ځاى ته چې خك يې (پريال) بولي ننوته، د كلي يوه مشره ښځه هغه دوه پتيرې ډوډۍ د ناوې په سر ماتې- ماتې كړي چې د ناوې يا زوم ميندو پخې كړې وي. دا مشره ښځه د پتيرو د ماتولو په وخت كې ناوې ته د ښه بخت دعاوې كوي او وايي:

– زما د جان په نوم زړه سې

– بخت دې وځلېږه لورې.  

– خداى دې د ښو زامنو مور كړه

– خداى دې زرغونه كړه

او داسې نورې. په دې وخت كې ناوې په خپل (پريال) كې ولاړه وي او نه كيني؛ خو كله چې د زوم كوم مشر راشي او دې ته د نويو جامو، غوا او نورو شيانو ژمنه وكړي، ناوې كيني. تر هغه وخته پورې چې د ناوې دمه جوړېږي، د كلي زړې او ځوانې ښځې راورسېږي چې د ناوې ښايست او ځواني وگوري. ښځې د ناوې د ليدو په وخت كې په هغې باندې مېوې(خونى) شيندي. د ناوې مور دا مېوې ټولوي او په عوض كې يې هرې ښځې ته لږ نوره مېوه وركوي، دا ليده كاته درې روځې دوام لري او د كلي او نورو كليو خپلوانې ښځې راځي او ناوې گوري.

د ناويدود د لومړۍ شپې سهار مهال ښه وختي د ناوې مور او كومه بله نژدې خپلوانه پاڅي، د كلي جومات پاك كړي، جومات ته په تللې لار اوبه وپاشي او جارو يې كړي، د زوم د كور انگړ او شا او خوا ځايونه ټول پاك او جارو كړي او بيا په بدنيو كې د ناوې د خواښې، خسر او نورو مشرانو ته د اوداسه اوبه په انگړ كې كېږدي او دوى بېرته د ناوې (پريال) ته وگرځي.

سهار چې د ناوې خواښې او خسر د تودو اوبو بدنۍ او نور كليوال پاك ستره ځايونه او جارو شوى جومات وويني؛ نو ټول فكر كوي چې نوې ناوكۍ راغلې او دا صفايي يې كړه ده. ښكاره ده چې ټول نوې ناوۍ ته د نيكمرغۍ او بري دعاوې كوي او د سهار لمانځه ته ننوځي. (د پښتنو دودونه، ص 25).

[294]  د كونړ د پېچدرې هره مور د ناوېدود په روځ د خپلې ناوې لور په پلو پورې لږ پيسې (500-1000 افغانۍ) تړي. ناوې دا پيسې وروسته هغه ښځې يا ښځو (خور- ترور) ته وركوي چې له دې سره د زوم كره راغلې او دلته دوه- درې شپې پاته وي. كونړيان دې پيسو ته (پلوغوټه) وايي(د پېچدرې، ص 92).

[295]  رامايانا، د سانسكريت ويوو برخه، ص 312.

د وردگو د واده دود او بدلې | ۱۴ برخه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب