شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد دوحې غونډې له نژدې کېدو سره پر ګډونه حکومت د امریکا...

د دوحې غونډې له نژدې کېدو سره پر ګډونه حکومت د امریکا بیا ځلي ټینګار

تاند ( شنبه، د دلوې ۲۱مه) په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د ځانګړې او مهمې ګڼلې شوې غونډې له را نژدې کېدو سره، د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري یو ځل بیا په دغه هېواد کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

رینا امیري دا خبره پر خپلې ایکس پاڼې، یا پخواني ټویټر لیکلې او ویلي چې په دې اړه یې په امریکا کې د ازبکستان له سفیر سره د لیدنې پر مهال خبرې کړې دي.

د دوحې غونډه په پام کې ده، چې د روانې میلادې میاشتې په اتلسمه او نولسمه ترسره شي.

طالبان تر اوسه په دې ناسته کې د خپل پلاوي ګډون نهایي کړی نه دی، خو داسې ښکاري چې دا ګډون یې ځینو مسایلو سره مشروط کړی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي له ټاکلو انصراف، له تور نوملړ څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل او ځینې نور هغه غوښتنې دي د طالبانو چارواکو په بېلابېلو بڼو په دوحې غونده کې له خپل ګډون سره مشروط کړي.

طالبانو د امریکایي استازې تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې تل خپل رژیم ټول شموله ګڼلی او پکې د بدلون بهرنۍ غوښتنه یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې ګڼلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب