Homeخبرونهد حقاني برعکس د طالب رژیم په رسمیت پېژندلو د مولوي کبیر...

د حقاني برعکس د طالب رژیم په رسمیت پېژندلو د مولوي کبیر ټینګار

تاند ( شنبه، د دلوې ۲۱مه) د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د دوی د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني برعکس له نړیوالو غوښتي چې د دوی رژیم په رسمیت وپېژني.

سراج الدین حقاني پرون په پکتیا کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې ور ته په رسمیت پېژندل مهم نه دي او تمه نه لري چې تر لسو کلونو دې د دوی رژیم په رسمیت وپېژندل شي.

د مولوي کبیر دفت بیا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې هغه د جمعې په ورځ په افغانستان کې د یوناما دفتر له مشرې سره لیدلي.

نوموړي په دغه لیدنه کې ویلي: زموږ اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط پوره کړي، باید په رسمیت وپېژندل شي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي څوکۍ اسلامي امارت ته وسپارل شي.

هغه د نړیوالو له لوري پر طالب چارواکو بندیزونه غیر عادلانه وبلل او زیاته یې کړه، چې دغو بندیزونو له نړۍ سره د تعامل، مذاکراتو او سیاسي تفاهم مخه ډب کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا په دې لیدنه کې ویلي: سره له دې چې په نړۍ کې کړکېچونه او مهم موضوعات ډېر دي، خو بیا هم افغانستان د نړۍ له ياده نه دی وتلی او غواړي په مختلفو برخو کې ورسره مرستې وکړي”.
د نوموړې په وینا، د دوحې راتلونکې غونډه د افغانستان او افغانانو لپاره د بشري مرستو جلبولو او د ثبات او پرمختګ لپاره ښه فرصت دی.

د دوحې غونډې د روانې فبرورۍ میاشتې په اتلسمه او نولسمه ترسره کیږي.

طالب چارواکو ویلي، چې تر اوسه یې په دې غونده کې د خپل پلاوي د ګډون به اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...