په علمي چاپیریال کې ډېری وخت د شعور کلمه ډېره کارول کېږي.
شعوري انسان دی!
فلانکی بې شعوره دی!
د انسان لپاره شعور لرل اړین دی!
شعور مو له جبره خلاصوي او نور داسې ورته جملې ډېرې تبادله کېږي.
په دغو ډیالوګونو کې شعور د پوهې په مانا کارول کېږي. خو دا چې شعور یو مجرد مفهوم دی، نو شونتیا شته چې خلک یې له بېلا بېلو زاویو وویني. د بېلګې په ډول د یو مذهبي انسان لپاره شعوري انسان هاغه دی، چې یو ځانګړی مذهب ومني او د هغه مذهب اصول په خپل ژوند کې عملي کړي. د یو اتیسټ انسان لپاره اتیسټ تر ټولو ستر شعوري انسان دی او همداسې یې دراوخله.
زه خپله ځاني داسې فکر کوم چې شعور بیا داسې څه نه دی، لکه څنګه یې چې مذهبي، سیکولر او یا بې دینه انسان تعریفوي. دا تر ډېره بریده محدود او قالبي تعریفونه دي.
زه بیا په دې خپل ګوډ او مات فکر داسې احساسوم چې شعور هغه قوه ده، چې یو کس ته د دې وړتیا ورکوي چې خپل ځان وویني، خپل افکار مشاهده او وتلي، له خپلو افکارو سره د فاعل اړیکه ولري، خوځنده او ژوندی وي او د باورونو تر څنګ ممکناتو ته هم ارزښت ورکوي.
اجازه راکړئ چې لږ وضاحت درکړم.
په پورته پېژندنه کې د ځان د لیدلو او خپلو افکارو د مشاهدې خبره شوې. د دې ټکي مطلب دا دی، چې په عادي حالت کې مونږ نه شو کولی خپل ځان ووینو او خپل افکار مشاهده او وتلو.
زمونږ پښتانه متل کوي، چې خپل عیب د ولو منځ او پردی د کلي منځ دی. مطلب دا چې مونږ د نورو افکار په ډېرې اسانۍ سره لیدلی شو، مختلف مثبت او منفي اړخونه یې په ګوته کولی شو. خو چې کله خبر زمونږ د خپلو افکارو شي؛ بیا ځان راته نه ښکاري. لامل یې هم یو څه ښکاره او روښانه دی، او هاغه دا چې غیر شعوري انسان له خپلو افکارو سره د عقل د کافي ودې په نشتون کې احساساتي اړیکه لري. پرې مین وي او له همدې امله د خپلې معشوقې (افکار) مثبت اړخونه روښانه او منفي هیڅ نه ویني.
همدارنګه د غیرې شعوري انسانانو په افکارو او نظریاتو نیوکه د هغه سره د جنګ کولو او یا د هغه د توهینولو په مانا ده. او له دې امله ده چې نوموړی له خپلو افکارو سره د مین او مینې اړیکه لري او تاسو ته به مالومه وي، چې د مین په مینې نیوکه کول، که څه هم نیوکه منطقي او عقلاني وي، مین ته خوند نه ورکوي. هاغه فکر کوي، مینه(افکار او نظریات) یې بې عیبه او نقصه دي.
برعکس شعوري انسان د عقل کافي وده تجربه کوي؛ چې په پایله کې یې نوموړی د دې وړتیا لري، چې له خپلو افکارو سره عقلاني اړیکه برقراره کړي. له جذباتو په دې خالي اړیکه کې شعوري انسان په ډېرې اسانۍ سره خپل افکار مشاهده کولی شي. دلته هاغه د مین او مینې اړیکې نه وي. له همدې کبله یې په افکارو نیوکه کول، عادي خبر ګڼل کېږي. شعوري انسان د همدې عقلاني اړیکې لرو له کبله، هاغه غوږ او سترګې لري، چې د مقابل لوري نیوکه واوري او بې تعصبه ارزونه یې وکړي.
دا ځانګړنه په منطق کې د واقعیت لیدنه Objectivity په مفهوم کې ښه روښانه کیدلی شي. واقعیت لیدنه په اصل کې دوه اړخه لري: لومړی د نورو افکار یا واقعیت بغیر له تعصبه داسې لیدل لکه څنګه چې وي. داسې نه لکه څنګه یې چې مونږ لیدل غواړو.
او دویېم د خپل ځان څخه فاصله اخیستل او د خپلو افکارو مشاهده په داسې ډول لکه د یو بل کس افکار چې مشاهده کوو.
په پورتنۍ پېژندنه کې بل ټکی د افکارو سره د اړیکې د ماهیت ده. په عادي وضعیت کې انسانان له خپلو افکارو سره انفعالي اړیکه لري. مطلب دا چې افکار فاعل او ته مفعول یې. دوی ډرایوران او تاسو یې موټران یاست. چې په کومه خوا مو بیایئ؛ بغیر له پوښتنې او واکه ورسره روان یاست. په دې حالت کې د افکارو په اړه شک، پوښتنه او تردید کابو ناشونی دی.
خو د شعوري انسان او افکارو تر منځ اړیکه انفعالي نه ده. برعکس دی فاعل او افکار یې د مفعول وضعیت لري. دا اړیکه د غیرې شعوري انسان د اړیکې برعکس اختیاري اړیکه ده. په دې اړیکه کې شعوري انسان هره لحظه کولی شي، خپل افکار د شک، پوښتنې او تردید سره مخ کړي.
دریېم ټکی د خوځنده او ژوندیتوب او ورسره د ممکناتو د ارزښت ځانګړنه ده. غیر شعوري انسان ډېری وخت د افکارو د ځوځښت په برخه کې مړ وي. افکار یې د جمود او ډبرینتوب ښکار وي او دې ته بیا د افکارو ثبات وایي. شپه او ورځ په دې لټه کې وي، چې څنګه خپل افکار له بدلون وساتي. د دې لپاره په مختلفو ادارکي تعصبونو اتکا کوي. دوی حتا کې مختلف افکار، دینونه، نظریات او نړۍ لیدونه هم مطالعه کړي؛ د افکارو د بدلیدو پر ځای یې افکار نور هم جمود او ډبرین کېږي او لامل یې هماغه ادراکي تعصب لرل یي. دوی که دا مختلف شیان مطالعه کوي؛ صرف د دې لپاره یې مطالعه کوي، چې خپل افکار قوي کړي او د بدلون له پدیده یې وژغوري.
د دې برعکس شعوري انسان ډېری وخت د بدلون سره مخ وي. افکار یې د خوځښت په حالت کې وي. جمود او ډبرینتوب نه اختیاروي. دوی له اداراکي تعصبونو خلاص وي او همدا وجه وي، چې ډېری وخت د ټولنې سره په ټکر کې وي. ځکه ټولنه د خپلو ګټو د تامین لپاره ستاسو دماغ مخکې له شعور لرلو په خپلو افکارو لو باورونو نازوي او هیله لري، چې ټول عمر به یې لکه پسه تقلید کوې. خو لکه چې مو وویل، شعوري انسان خوځنده او له جمود خلاص وي او خپل افکار تغیر ته خلاص پریږدي او دا کار د ټولنې خوښه نه دی او مختلفو نومونو یې محکوموي.
ما پورته د ممکناتو خبره کړې او دا یوه ډېر اړینه ځانګړنه ده، چې شعوري انسان یې باید ولري. د باورونو د لرلو تر څنګ ممکناتو ته ارزښت ورکول دا مانا چې مونږ انسانان مجبور یو، باورونو ولرو. هر شعوري او غیرې شعوري انسان باورونه لري. خو توپیر دا ده، چې شعوري انسان د غیرې شعوري انسان برعکس، د باورونو تر څنګ دا ذهنن مني، چې ممکن زما باور ناسم وي.
ممکن زما له دلایلو د مخالف کس دلایل قوي وي او دا حالت انسان ته داسې یو کړکۍ ورکوي، چې له هغې څخه انسان کولی شي؛ د نورو باورونو په واقعي ډول او بغیر له تعصبه وویني. دا حالت ډېری وخت شعوري انسان د افکارو له جمود او مړه توبه ساتي.
زمونږ او تاسې بحثونه وینو چې ډېری وخت قناعت او پایله نه لري او لامل یې دا دی، چې خپل نظریات مطلق سم ګڼو او د ناموافق افکارو سموالي ته د یو دقیقې لپاره هم نشو قایلیدل. خپل فکر او نظر مطلق سم ګڼل په ضمني ډول دا وایي؛ چې ولو کې زما مخالف بلکل ښکاره، منطقي او عقلاني دلایل هم راوړي؛ زه یې صحت نه منم.