چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+مينه څه ته وایې؟| متقاعدجنرال دولت وزیري

مينه څه ته وایې؟| متقاعدجنرال دولت وزیري

مينه له مينې پیدا کیږي
کله راځه کله به زه درځم مينه
دا سمه ده چې زموږ ځینې دوستان مينې ته د هوس په مانا ګوري. خو که مينې ته د مینې په اصلې معنا وکتل شي او ځان پرې وپوهول شي. مينه ډیره سپیڅلې کلمه ده او هغه څوک يې په حقيقي مفهوم پوهیږي، چې مينه يې کړې وي.
ځکه چې:
مينه کې سکون دی،
رحمان بابا ویل:
“څه حکمت د يار په مينه کې رب کیښود
چې عاشق لره هم درد او هم دوا شوه”
مينه کې خوند او لذت دي،
مينه د مور، مينه د پلار، مينه د اولادونو، مينه د خور، ورور او خپلوانو سره بیل بیل خوند او لذت لري.
د مينې اصلې لذت خو هغه مهال وي، چې د مور او پلار مهربانه او له خوندونو ډک لاسونه د خپلو اولادونو پر سر را تیر شي.
افلاطون به ویل:
“مينه يوازنۍ ناروغي ده چې انسان ترینه لذت وړي.”
مينه کې وفا ده او باور دی.
د بې وفایې مينې ته مينه نه وایې، په مينه کې باید باور او وفا وي.
وایې:
“ويې پوښتل، که مړه شم، را پسې ژاړې؟ ومې ويل نه، هر څه يې پريښودل او لاړه، پرې نښودم چې ورته ووایم، که ته مړه شوې زه هم مرم.”
مينه لورينه ده،
په ژوند کې مينه انسان تازه ساتي، د مينې غږ د نورو غږونو سره ډیر فرق لري، کله چې بابا د خپلو لمسیانو د مينې څخه ډک غږونه اوري، هیڅ وخت د زړښت احساس نه کوي.
نو ځکه به برناردشاو ویل:
“کله چې مينه د زړو، زړونو ته ورشي، هغوی ځوانوي.”
مينه د خدای ج رحمت دی،
مينه د خدای ج له نعمتونو څخه یو ډیر خوږ نعمت دی، تل يې بايد شکرګذاري وشي.
لکه چې خوشحال بابا له مینې نا راضه ګرم بولې او وایې::
“چې په زړه باندې زر داغونه جوړ شي
چې د يار له داغه آه کا هغه ګرم دی”
مينه صداقت دی،
د دروغو او ریا مينه هیڅ کله ځای ته نه رسیږي، په مينه کې صداقت اصل دی، ځکه وایې:
“د علت له پوهیدو برته له تا سره مينه لرم. هغه مينه چې علت ولري یا درنښت او یا ریا ده.”
مينه شوق دی،
د حقیقې مينې کول ډیر ستونزمن دي، که مینه د هوس او شوق له مخې وي، پای هم بد وي.
ځکه خو سمیټ وایې:
“مينه لومړی سړی ته وزرونه ورکوي او بیا وروسته یې په لومه کې بندوي.”
مينه تلوسه ده،
مينه چې د تلوسې له مخې وي، هغې مينې ته پیرانۍ مينه وایې، ځکه هلته عقل کار نه کوي،
نو ځکه موریس میترلینګ به ویل:
“مینه داسې تلوسه ده، کله يې چې موضوع مطرح وي، د عقل له پاره بیا د پښو ايښودلو ځای نه پاته کیږي.”
او یا چې وایې:
زه په مين سړی پوهیږم
د دروازې پر زنځير ځان مشغولوینه
مينه هیلې دي،
مينه ده چې انسان راتلونکې ژوند ته هیله مند کوي. په دې هکله به
هارتمان لاماژي سپارښتنه کوله او ویل به یې:
“مينه له ډیرو مهمو کړنو څخه ده، چې موږ د ژوند دوام ته هیله مند کوي.”
مينه امیدونه دي،
سمه ده چې مينه امیدونه دي، خو په حقیقې مينه کې چل ول ځای نه لري. ځکه مينه له چل ول څخه نفرت لري او هیڅ وخت ور سره جوړه نه ده.
نو ځکه محمد حجازي وایې:
“که مو له مينې سره چل ول وکړ در نه تښتې، بیا خپلو امیدونو ته رسيدل ستونزمن کار دی.”
مينه لیونتوب دی،
په مينه کې هم اعتدال اصل دی. ليونې او افراطي مينه انسان له ژوند څخه لرې کوي او په جنجالونو يې اخته کوي.
کارلایل وایې:
“مينه یوازې یو لیونتوب نه دی، بلکې د څو لیونتوبونو یو ترکیب دی.”
مينه ژوند دی،
په رښتیا چې په مینه کې زوند دی، اقبال لاهوري به بې مینې سر ته کدو ویل او
یو انګریزي پوه بیا وایې:
“ژوند پرته له مينې څخه لکه پنځوس پرته له پنځو دی.”
مينه انسان دوستي ده
و، س ګلبرګ به ویل:
“که مينه نه وای، انسان دوستې به نه وای.”
مينه عشق دی
رحمان بابا به ویل:
“د رحمن شراب له عشقه، نه له انګور او نه له عنبه.”
مينه موسکا ده
هوراس وايې:
“پرته له خندا او مينې نشو کولای خوښې راوړو، په خندا او مينه کې ژوند دی.”
مينه انسانیت دی
په رښتیا همداسې ده، که مينه نه وای په نړۍ کې به انسانیت له کومه شوي واي.
مينه ښکلا ده
ځکه وایې چې:
“هغه مينه چې د سترګو په اوښکو ووينځل شي، تل پاکه او ښکلې وي.”
مينه ریښتینولې ده
نو ځکه به خوشحال بابا ویل:
“چې په ما باندې مين، زه پرې مين يم
چې زما په غم غمجن، زه يې غمجن یم”
مينه د خدای رضا ده
نو ځکه افلاطون به ویل:
“د بې مینې خلکو لپاره نړی لویه هديره ده.
مينه ارزښت دی
فرانسوا ماري ولتر به ويل:
“د دوو عاشقانو دیدن او بیلتون دوه قیمتي وختونه ګڼل کیږي.”
مينه وصل دی:
خو کله چې د مينې اور مړ شي، بیا یې بلول ډیر ستونزمن کار دی.
مينه جادو دی:
ثورات کې لیکي:
“لویې ویالې نشي کولی چې د مينې تنده ماته کړي، او سیلابونه نشي کولی، چې مينه په ځان کې غرقه کړي.”
مينه اړتیا ده:
ژان زاک روسو وایې:
“له مينې پرته خلک هغه ړانده دي، چې هیڅکله منزل ته نه رسیږي.”
مينه سرې لمبې دي:
کرني وایې:
“مينه هغه ظلمانه حکومت ته ورته ده، چې په قانون کې يې د بخښنې کلمه ځای نه لري.”
مينه تودوخه ده:
یو پوه لیکي:
“مينه ډیر ځواکمن لښکر دی، په یوه وار پر زړه، ماغزو او جسم یرغل کوي.”
مينه ثواب دی:
ایروینګ واشنګټن به ویل:
“مينه ځکه ثواب دی، چې د مينې څخه ډک زړونه د خوشحالیو هغه چينې دي، چې د خپل شاو خوا ټول څیزونه تازه ساتي.”
مينه کتاب دی:
مریم مکۍ د مينې په هکله لیکي:
“د مينې د کیسې لیکل دومره سخت دي، لکه څوک چې د اوښکو چې د اوښکو د پاسه په اوښکو اوښکې لیکې.”
مينه د زړه اواز دی:
خوشحال خان ځټک به ویل:
“چا بر وخت د ځنکندن ووې مجنون ته
وخت نازک دی په خوله ياد ولره خدای
ده وې زړه مې د ليلا د مينې دک دی
په کې نه شته دي د نورو يادونو ځای”
مينه نیاز دی:
خو ویکتور وايې:
“د هغه چا سره مينه وکړه چې ستا د مينې وړتیا ولري، نه د هغه چا سره چې د مينې تږي وي، ځکه چې د مينې تږي یوه ورځ خړوبه کیږي.”
مينه تقوا ده:
لري بایر وایې:
“مينه د ژوند رڼا ده، نو ځکه تقوا ده”.
مينه روا ده:
خو کله چې د چا بد غواړي، ورته ووايه چې خدای دې پر چا مين کړه.
مينه يار دی:
فرانسوا ساکان وایې:
“خو مينه داسې يار دی، چې هغه وخت د عقل خبره اوري، چې ترې تللې وي.”
مينه کمال دی:
ځکه که مينه نه وایې، نړی به د هدیرې په څیر وه.
سعدي شیرازي وايې:
“مينه له واده څخه خوږه وي، ځکه زمانه هم له تاریخ څخه خوږه ده.”
مينه يارانه ده:
خو له درنښت او درناوي پرته مينه نشته.
مينه زړه سوی دی:
خوشحال بابا د وطن سره د مينې او زړه سوې په هکله وایې:
“د وطن مينه ای جانه
را پیدا ده له ایمانه”
مينه خوږه ده:
ژان پل سارتل وایې:
“مينه دومره خوږه ده، چې په مینه کې یو جمع یو بیرته یو کیږي.”

مينه نامه ده:
رحمان بابا لیکي:
“زه رحمان د يار په مينه لیونی یم
اوس حیران یم چې رحمان یم که جانان یم
مينه پیژندګلوي ده
څه حاجت دی چې دې خط په ملا لولم
تا چې زما په باب لیکلي دي پوهیږم”
مينه ساز او د زړه اواز دی
حمزه بابا د زړه ساز او اواز داسې وباسي:
مکوه حمزه، ګوره دا مينه ډیره ګرانه ده
موږ د یوه جانان په انتظار کې ځواني تیره کړه
مينه یو او بل ته درناوی دی
سقراط به ویل:
“یو بدرنګه کس کولای شي چې د مينې په واسطه ځان ښکلي او د نورو د درناوي وړ شي، په دې شرط چې دی هم په مينه نورو ته درناوی وکړي.”
مينه له یوه او بل څخه مننه ده
څوک چې په مینه نه پوهیږي بې شعوره دي، ځکه په مينه کې یو او بل ته درناوی دی.
مينه اشنايې ده
د زړه زخمونه دې پټ وساته، ځکه بې مینې اشنایان کیدای شي پرې مالګه ودوړوي.
مينه موخې ته رسيدل دي
وتوشي وایې:
“مینه ده چې انسان خپلو موخو ته رسوي، خو کله چې انسان بې مینې شي، ټول دوستان ور څخه لرې کیږي.”
مينه ښکلي نثر دی
سقراط وايې:
“کله چې د چا سره مخ کیږئ په مينه او په خوږه ژبه ور سره چلند وکړئ، ځکه د مينې او خوږو خبرو بنسټ د ښکلا تعریف دی.”
مينه شعر دی
خوشحال بابا مينه د شعر په ژبه داسې ستایې:
“بت پرست کله د بت له مينې اوړي
زه که مينه د يار پریږدم عار زما دی”
رحمان بابا بیا وایې:
“پادشاهانو که قصرونه کړل اباد
ما د عشق عمارتونه کړل بنیاد
نوم د کوم پادشاه هسې ياديږي
لکه نوم دی د مجنون او د فرهاد”
مينه ترنم دی
رحمان بابا وایې:
“یو عاشق دې څوک را وښيې په عشق کې
چې یې رود پر مخ د اوښکو روان نه وي
هره اوښکه د عاشق پر ګریوان درومي
ته به وایې چې یو سین دی ګریوان نه دی”
مينه کار دی
په کار کې هغه مهال بري وي چې په مينه پیل او په مينه دوام وکړي. خکه مينه پخپله یو کار دی.
که له ما وپوښتي چېمینه څه ده! زه به ووایم، مينه هر څه ده، بې مینې سر هسې کدو دی او بې مينې زړه هسې د سرې غوښې یوه ټوټه ده. او بې مینې احساس لیونتوب او جهالت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب