۳۰مه برخه
استادشهسوار سنګروال
موږ په تیر څپرکي کې د رتبیل شاهانو یادونه وکړه او ومو ویل چې د سیمه ییزو شاهانو لړۍ څلورمي (۴ ز) زیږدي پېړۍ نه، کله چې یو شمېر واکمنو د کابل شاوخوا سیمې چې پلاز یې کابل وو ولکه کړې، پيلېږي.
د رتبیل شاهانو لومړی پلاز اوسني کابل ته څېرمه «کاپيسې» (بګرام) وو. د سیستان تاریخ په حواله د «ابي بکر زوی عبد الله د لیږدي «۵۱» کال چې د زیږدي له ۶۷۳ سره برابروه ، سیستان ته راغی او د بست شاوخوا کې د رتبیل(زنبیل) له ځواکونو سره نښته وکړه او په پای کې په دوه زره درم سوله وشوه…»[1]
فرانسوي او چینايي سرچنو ډاګیزه کړیده، هغه مهال د خراسان والی د یحیی زوی فضل، د جبل زوی ابراهیم ته سپارښتنه وکړه (۱۷۶-۳-۷۹۲ م) چې د غوربند له لارې په کاپيسا برید وکړي.
د هیوان-تسنګ، وانګ هیوان تسو او «ووکونګ» د څرګندونو له مخې د دغو بریدونو په ترڅ کې، د بګرام لرغوني بودایي توکي، لرغوني استوپي، د شابهار ستر بودایي معبد یانی سلطنتي لمانځی له مینځه یووړ.
موسیو فوشه هم د دې خبرې پخلی کړیدی، چې پدغه برید سره کاپیسا د یوه پلاز په توګه خپل ارزښت له لاسه ورکړ، سلطنتي کورنۍ او ځواکونه جنوب ته په شا وتمبول شو او کابل یې خپل مرکز وټاکه.
رتبیلانو دوه برخې درلودلی، یوه برخه یې جنګیالي رتبیلان ول او بله برخه یې د برهمني رتبیلانو پنوم یادیدل، نو ځکه خو دوېته برهمن شاهان، کابلشاهان، هندو شاهان وایي او ان د نورو شاهانو په نومونو هم یادیږي، چې په ټوله کې بیا د «رتبیل» کلمې، د یو شمېر عربی تاریخپوهانو په اند عمومیت درلود.
دغې سلطنتي کورنۍ، چې د هندوکش په جنوب کې واک درلود او د «البیروني» په اند هغه برهمنیانو او هندوانو، چې له نهمې (۹) زیږدي پېړۍ نه تر ۱۱ مې عیسوي پېړۍ پورې، چې د افغانستان په ختیځ کې د واک څښتن وو، د «شاه» یا د «شاه یا» په نومونو یادیدل او په ټوله کې «د کابل شاهیا نو» نوم ورته کارول کېده،د دغو واکمنو پلازمینه کابل او ژمني پلاز یې اټک ته څېرمه «ویهند» وو.
د یو شمېر سیکو پر بنسټ «کابلشاهان» د «رای»، رایان، ملک اوملکان، چې په «پراکریتو» کې یادونه شوېده هم پدې بڼه او کلمو نومونو ذکر شویدي .
«د جنوبي هندوکش سیمه ییزه پاچا یا ن چې که کاپیسا، کابل، «ویهند» کې پلاز درلود او له دې سربیره په ګندهارا، بامیان، وجیرستان، ګردیز، غور، زمینداور او نوروسیمو کې هم د واکمنۍ له نوم سره د «شاه» کلمه کارول کېده .
دغه لقب د څلورمي پېړۍ نه راواخله تر ۱۱ مې زیږدي پېړۍ پورې برهمن شاها نو، چې په کابل او «ویهند» کې واک درلود استعمالیده ،د کیداریانو، کشاتریانو د کاپیسا نپکی، یپتلي ملکان، یپتلي کوشانیان، رتبیلان، زابلیان اودا ټول د یادو انګېرنو برخه وه .»[2]
له یادو څرګندونو سربیره برهمن شاهان او یا کابلشاهان د «کابلي رایانو» پنوم هم ملقب وو …داسې انګیرني هم شتون لري چې «د برهمن شاهانو موسس» کلر» او ځنې نورو» للیه» پنوم یاد کړیدي .
« کلر »په اصل کې د «لکه تورمان» چې د کاپیسا د «کوشاني یپتلیانو» له پاچایانو څخه یو تن وچې،لومړی وزیر بلل کېده او په پاې کې خپلې کورنۍ ته د پاچاهي لقب راووړ او سلطنت یې له کاپیسا نه کابل ته ولېږدوه.»[3]
دمخه مو په وار وار د «رتبیل» یادونه وکړه، او تر ډېره بریده، عربي تاریخپوهانو او عربي پوځونو د رتبیل نوم د صفت په بڼه هم کارولی دی.
دغه کلمه په ځانګړي توګه د هندوانو «رتن پاله» یا ښایي له «رای» او «پاله» څخه مینځته راغلي وي، نو ځکه خو په لرغونو تاریخي متونو کې هم تر سترګو کېږي.
موږ دمخه د «رای کابلي» یادونه وکړه چې برهمني شاهان پدې لقب هم یادېدل او بیا په ځنو متونو کې د رای پاله، ذکرهم شویدي.
د غزنوي دربار تاریخپوهانو عبد الجبار عتبي او محمد عوفی پخپلو یادونو کې کابلشاهان (برهمن شاهان=هندو شاهان) د «رای» پنوم نومولی دي چې میرمنې یې د «رانه» (وروسته راڼۍ ) پنوم یادولې.
ښايي د «رانه» کلمه د ملکې او شهزادګۍ لقب وو، چې اوس هم د «راڼه» (راڼۍ) کلمه هغه هندي میرمنو ته استعمالیږي، چې د درناوي وړ وي.
که چېرې د ریښي له مخې د «رای» (رای=را) او «رانه» لقبونه د سنسګرت له «راجان» (راجان=راجا) سره پرتله کړو، لکه څرنګه «رای» او «رانه» پاچا او ملکې ته کارول کیږي، دارنګه د «راجا» کلمه هم یوه «ښاغلې» کلمه ده.
کابل شاهان د برهمنیزم پلویان ول، چې برهمن شاهان یې هم بولي، داسې انګېرل کېږي، چې برهمن د هندو مذهب یو ښاخ دی او پخپله د چندراګوپتا دین هم برهمن وو، خو لمسي یې «اشوکا» (۲۶۱ م ز) خپل دین بودیزم ته واړوه.
په افغانستان کې د لوګرسکاوند، برهمني معبد، ډېر نامتو وه ، ولې دا باید هیر نکړو چې اوسني هندوان د هغوئ پاتې سوني وګڼو، دا ځکه چې داسې نده!؟
اوسني هندوان او سکان په بیلابیلو وختونو کې افغانستان ته راغلي دي ، چې موږ د غزنویانو، غوریانو، لودیانو، مغلانو، درانیانو او د نورو واکمنو ټبرونو یادونه د ساري په توګه کولی شو.
د سلطان مسعود په وخت کې د ده یو ستر سلاکار «بیرپال=بیربل) نومېده ، د «بهیقي تاریخ» پر بنسټ ویلی شو، چې د غزنوي محمود په پوځ کې ترکانو، پښتنو، عربانو، دیلمي، خراساني، غوري، هندي او د نورو توکمونو وګړو برخه درلوده.
هغه مهال چې غوري شهاب الدین په هند کې لومړی وار ماته وخوړه له غزني څخه یوه تن وزیر ورته ولیکل چې په غزني کې یو هندي سوداګر، چې د ډېرو شتو څښتن دی، اجازه راکړئ، چې پانګه یې ترې واخلم ، خوغوری شهاب الدین ورته وویل، نه یوازې د هغه پانګه باید وژغورو، بلکې د هند وسوداګرسر او مال ته باید زیان ونه رسیږي .
موږ دمخه د «برهمن» د مذهب یادونه وکړه، باید ووایو چې په افغانستان کې نه یوازې د برهمني دین پيروان موجود وو بلکې د نورو ادیانو پلویان هم وو.
چینایي تاریخپوه «هیوان تسنګ» چې (۶۳۰ ز کال) افغانستان ته راننووت، له کندوز، بلخ، بامیان، کاپیسا، لغمان او ګندهارا نه چې کله تېریده، دی وایي چې یوزرو دوه سوه دېرش (۱۲۳۰) بودایې معبدونو شتون درلود، له اتو زرو (۸۰۰۰) نه زیات راهبانو او تبلیغانو، خلکو ته د دې د ین ښېګڼې ستایلی .
لس (۱۰) شیوایي معبدونه یوازې په کاپیسا کې ودان ول ، د سلو په شاوخوا کې برهمني معبدونه په ګندهارا کې موجود ول .
دا هغه مذهبي معبدونه ول چې د هېوان تسنګ د لارې په اوږدو کې ودان اوابادول، ولې له دې سربیره د هېواد په شمال او شمال لویدیز، جنوب لویدیز، بادغیس، هرات، سیستان او یو شمېر نورو سیمو کې، د افغانستان لرغونی دین زرتشت خپل پلویان او پيروان درلودل.
په یادو او نا یادو معبدونو کې، چې کوم معبدونه او رب النوع ډېر نامتو ول، نومونه یې دا دي:
باختر (باکتر= بخدیم = بلخ)
که خبره له همدې ځایه پيل کړو او په لنډه توګه د یو شمېر معبدونو، لمنځایونو او مزدکونو یادونه وکړو، نامتو ګرځندوئ هیوان تسنګ وایي، چې د یوې میاشتې له منزل نه وروسته باختر ته ورسېدم، یو لوی لوښی مې ولیده چې بودا پکې سر او ځان وینځه، د بودا یو غاښ هم و او یوه جارو مې هم ولیده، چې وګړو یې لمانځنه کوله.»[4]
د بلخ او بخدیم نامتو معبد چې په هند او چین کې هم نامتو وو، هغه د باختر «نوبهار معبد» وو، چې په سنسګرت، پهلوي او عربي ژبو کې هم یادونه شوېده. او تر ډېره بریده داسې انګیرل کېده، چې د نوبهار معبد زرتشتي (مزدسینا) دین سره تړاو درلود .
ولې داڅرګنده شوه چې دغه معبد اور لمانځنې (اتش کده) سره ارتباط نه درلود، بلکې دا د بلخ یو نامتو بودایي معبد دي .
د «نوبهار» کلمه له دوه کلمو څخه جوړه ده، چې «نو» د «نوي» په مانا او «بهار» د معبد په مانا ده، یانې «نوی معبد».
په سنسګرت کې «ناوا» او «ویهارا» راغلی دی، چې مانا یې هماغه د «نوي معبد» بڼه لري ، موسیو فوشه «د نوبهار معبد» متولي چې د برمک پنوم یادیږي «نواکرمیکا» په بڼه انځور کړیدی، وروسته بیا د همدغه نوم اوښتی بڼه «برمکیان» شویدی .
سریکا ویهارا معبد (شالوکیا=شترک)
بودایي معبدونه د افغانستان په یو شمېر سیمو په تېره لرغونې ګندهارا کې موجود وو، چې موږ ټکسلا، حسن ابدال، تخت بایي، پېښور، د ننګرهار هډه، بلخ، کابل، کاپيسي (بګرام)، بامیان او نور د بېلګې په توګه یادولی شو. د بګرام د لرغوني ښار په (۳) درې کیلو متري کې د «پهلوان غره یا پهلوان کوه» پنوم چې د پنجشیر رود ته څيرمه پروت دی، د اوو (۷) او اتو (۸) معبدونو په شاوخوا کې استوپي او معبدونه ودان ول، چې له بابته یې ټول غره ته درناوی کیده.
کوم زیارت کوونکي، چې دلته راتلل، نو د ټول غره لمانځنه به یې کوله او ګرد راګرد ترې تاویدل.
د دغو معبدونو په لړ کې یو هم، چې کنډوالې او نښې نښانې یې اوس هم لیدل کیږي، د «شترک معبد» دی. دغه «استوپه» چې په بودایي پېر کې ودانه شویده، د شالوکیا (سریکه ویهارا) د معبد پنوم نامتو وو او د «۳۰۰» درې سوه تنو په شاوخوا کې راهبانو پکې هم شتون درلود.
دا چې دغه استوپه د چینایي یرغملیانو چی کوشان شاه یا کنشکا په کاسغر کې نیولی وو…پر مټ او پیسو جوړه شوې وه، نو ځکه د (شالوکیا-=سریکه ویهارا) پنوم نامتو شوه.
د پوهاند هاکن د کندنو (۱۹۳۷ کال) پر بنسټ، دا یوه پرمختللی استوپه وه چې ډېرې اسانتیاوې درلودې، په لومړی او دویمې زیږدي پېړۍ کې ودانه شوې وه.
ناهید استوپه (اناهیتا)
یوه الماني تاریخپوه «ګایګر» د ناهید او یا اناهیتا په اړه د «امو رود» اصطلاح کاورلې ده ، ولې په اوستا کې د «ناهید» یادونه د «اناهیتا» په بڼه راغلې ده.
یو شمېر لرغونپوهان د «آمو رود» بله بڼه «اردو یسورا اناهیتا» ذکر کړیده.
فرانسوي عالم دارمستتر پدې اند دی، چې «اردو یسورا اناهیتا» یانې د ستر ځواک څښتن.
په ټوله کې اوستا، د یوې کیسې په بڼه، اناهیتا یوه ښکلې پېغله انځور کړېده او د یوې ناوې په څېر یې د هغې ستاینه کړېده، د هغې ښکلا یادوي او د هغې د سرو زرو ګاڼي، د هغې له ښکلا ډک فزیکی جوړښت د سرو زرو تاج…
که څه هم اوستا له دې سربیره د استوروي تاریخ په بڼه د پيشدادنیانو، کاویانیانو (کواني سلطنتي کورنۍ) او اسپه ټپر (ګشتاسپ)،اسپه زیانو یادونه هم کوي ، خو څومره چې د ناهید (اناهیتا) خبره ده، د همدې ښکلا او سپېڅلتیا له مخې د بکتریان په هېواد کې د اناهیتا پنوم یوه استوپه ودانه وه .
یوه برتانوي تاریخپوه «راولنسن» د «بکتریا» پنوم کتاب کې لیکلي دي، چې د بکتر یا په ښار کې یو ښکلی له دب دبي ډک معبد، چې د اناهید پنوم شهرت درلود ودان وو.
دی پدې اند دی، چې دغه استوپه له هخامنشیانو د مخه ودانه وه، خو کله چې «سیروس» په باختریا برید وکړ د «اناهیتا» کلتوريې له ځان سره پارس ته راووړ، ټولې سلطنتي کورنۍ په سر کې «خشایارشا» د ناهید لمانځنه کوله .
د زرتشتی کتابونو له مخې د زرتشت د ژوند زمانه که څه هم په بشپړه توګه څرګنده نده، خو انګېرنې داسې دي، چې دی د ۶۶۰ م ز کال په شاوخوا کې زیږیدلی دی او د ګشتاسپ (۶۱۸ م ز) معاصر وو.
داسې څرګندونې شتون لري، چې زرتشت د باختر په اورتون (اتشکده ) کې د «توراني براترکرش» له خوا ووژل شو.
له دې څخه ښکاري چې په بلخ کې د استوپو تر څنګ د اورتون او اتشکدو لمانځنه هم کېده.
په ویدي پېر کې د نورو طبعي شیانو په څنګ کې لکه لمر، سپوږمۍ، ستورو، توپانونو، تالندې بریښنا، ځګلونولمانځنه کېده، دارنګه «اپام نپات» د اوبو زوی لمانځنه هم کېده او وروسته په اوستایي پير کې د اوبو رب النوع هم شتون درلود.
په ویدی او اوستا پیرونو کې د «واته» پنوم، چې ښایي موخه یې با د یا توپان وي، چې په ویدي سرودونو کې همدغه د اوستا «واته» د «وایو» په بڼه راغلی دی ،لمانځنه کېده.
په لرغونو اریایانو کې د «میترا» پنوم رب النوع هم د یادولو وړ دی، چې ستره موخه یې د «رڼا» لمانځنه وه او لمر «مهر» د رڼا ستره سرچینه وه.
شابهار (شاویهاره)
شابهار په اصل (له آره) کې یو بودایي مزدک وو، خو د استاد کهزاد د څرګندونو پر بنسټ «موږ ټولوشابهار» د غزنوي لښکرو د رسم ګذشت د ډګر په توګه اوریدلی. د استاد ابو فضل بیهقي او د غزنوي دربار د نورو شاعرانو امیر فرخي او امیر عنصري له یادښتونو هم دا څرګندیږي، چې د «شابهاردښته» د غزني ښار تر څنګه وه .
سربیره له پوځي ډګره د اخترونو،دملي او مذهبي ورځو د لمانځنو ډګر هم و ،د ولسي خلکو په اند د دغې غونډۍ بل نوم «بوتخانه» وه ،مانا دا چې دلته په رښتنې توګه بوتان ول .
د دې کلمی لومړنی توری «شاه» دویم توری «ویهار» یا ویهاره د بودایي ادب په سانسګرت او پراګریت لهجو کې د بودایي مزدک په مانا کارول شویدی …»[5]
د ایټالوي خیتځپوه پوهاند «توچي» تر ښودنې لاندې یوه پلاوي د غزني د سردار غونډۍ کندنې وسپړلې او بیا یې دغه بودایي مزدک (چې په پارسي ادبیاتو کې شابهار) د شا ویهاره اوښتې بڼه ده او دایې د غزني لوې او نامتو بودایي مزدګ وګاڼه.
په دغو استوپو او معبدونو کې ګڼ شمير بودایی مبلغین او راهبان موجود وو، چې په دې تړاو یوه کیسه په لرغوني استوروي تاریخ کې هم ذکر شويده، چې ګنې بودا د خپلې مور د لیدلو لپاره له «جوهوا» نه تېريده او بیا بنارس ته څېرمه په «سالکاشا» کې تم شو ، د غزني بودایي راهبانو د دغې کیسې په اړه بیا داسې انګيرلي دي، چې «بودا» د خپلې مور له لیدلو وروسته د غزني له «جوه وا» نه په «شاه بهار=شاه ویهاره» مزدک کې کوز شوی وو.
لرغون پېژندنه
د افغانستان ارکیولوژي یا لرغون پېژندنه نه یوازې د افغانستان لپاره د پام وړ دی، بلکې د سیمې او ګاونډېیو هېوادونو لپاره هم ارزښت لري، دا ځکه چې افغانستان د لرغوني تمدن او لرغوني تاریخ «د څلور لارو هېواد» بللی کېږي.
افغانستان د مینځنۍ اسیا، هند، چین او پارس ترمینځ پروت هېواد دی، چې د هسکو غرونو ستره کلاترې راتاوده.
که موږ غواړو پدې تړاو یوه غوښنه څېړنه وکړو، نو غوره به وي چې یو ځانګړي کتاب وکښل شي،خو
دلته موږ یوازې د کرونولوژي (chronology) په بڼه غواړو د یو شمېر لرغونو سیمو یادونه وکړو، چې د لرغونو توکو سرچینه ګڼلی کیږي.
د ساري په توګه بغلان (بګ لنګ=بغولانګو) یادوو چې «سرخ کوتل» د اور لمانځنې د یوه پلاز په توګه ځانګړی ارزښت لري او دا یو داسې معبد او مزدک وو، چې د کنشکا جوړی شوې مجسمې به د اور په لمبو کې پټې او زړه راښکونکې برېښېدې .
تاریخی او ملي ورځې به په همدغو دودونو نمانځل کېدي ، چې اوس د «سره کوتل» په معبد کې د هوویشکا (کنشکا) ستره کتیبه هم موندل شوید ه …
کابل:
کابل د افغانستان په لرغونو تاریخ کې، یو بل لرغونی ولایت دی، چې پروفیسر هاکن د خیرخانې د کوتل د لرغون پېژندنو پلټنې په کتاب کې چې په ۱۳۳۹ کال په پاریس کې خپور شویدی، د «سوریا معبد» په تړاو یې، د لمر لمانځنې په هکله اوږدې څرګندونې کړیدی.
له دې سربیره د کابل ښار شاوخوا نور لرغوني توکي او ځایونه د پام وړ دي. لومړی د کابل دیوال، چې په پنځمه (۵) پېړۍ د یپتلیانو له خوا ودان شویدی. ښایي دا د چین د دیوال په څير یوه وړه لړۍ وي، چې د دښمنانو پر وړاندې وکارول شو.
که څه هم د چین دیوال شاوخوا دری زره (۳۰۰۰) کیلو متره اوږدوالی لري او په مخزیږدي «۲۵۰» کال جوړ شو.
له دې پرته په کابل کې نور لرغوني اثار هم شتون لري، چې موږ د مرنجان تپې توکي، چکري، کمري، شیوکي، شهدای صالحین، خواجه صفا، تپه خزانه، تپه سلام، د سرخ منار تپه، سنجد دره، خورد کابل او په لسګونو نورې سیمې د کابل په ولایت کې شتون لري، چې لرغونی ارزښت یې د پام وړ ګڼلی شو .
بامیان:
بامیان، د افغانستان یوه بله لرغونې سیمه ده چې په پهلوي څېړنو کې د «بهمیکان» پنوم هم یاد شوی دی.
ولې چینایي څېړونکو د «فن یانا، فن ین، فان ین نا او فان یان په نومونو نومولی دی.
په زړو اریایي متونو کې د «بلخ بامی» پنوم هم زکر شوی دی، چې د اشوکا په مهال د یوه پرمختللي تمدن درلودونکی وو.
بودایی مهندسانو او هنرمندانو د سترو هنر ي کارونو په لړ کې یو هم د بودا هغه دوه سترې مجسمې وې چې د «۵۳» او «۳۵» مترو په اندازه جوړی شوې وي.
هغه بت چې ۵۳ متره اوږدوالی لري «سرخ بت» او هغه مجسمه چې ۳۵ متره اوږدوالی لري د «خنګ بت» دی.
د بامیانو په استوروي تاریخ کې داسې انګیرنې هم شتون لري، چې د دغو سترو مجسمو ته دوه نور نومونه هم خوله په خوله شویدي. هغه بودایي مجسمه چې ۵۳ متره ده «صلصال» او هغه چې ۳۵ متره ده «شاه مامه» نومونه ورکړ شویدي.
صلصال (د ګل او خاروې په مانا) پاچا ته ویل کېده او شامامه د شهزادګۍ (ملکې) په نوم یادیده.
د افغانستان ډیرې سېمې او ولایتونه خپل خپل لرغونتوب لري، چې د هري سیمې څېړنې ته اړتیا ده، چې په دې تړاو ځانګړې څيړنه وشي .
افغانستان د همدې لرغوني تاریخ په رڼا کې د ختیځو او لویدیځو عقایدو او ادیانو ټاټوبې ګڼل کېده، چې د بیلابیلو نظریاتو، ژبواو اند ونو تر اغیز او سیوري لاندې وو.
د افغانستان لویدیځ او شمال لویدیځ او همغسی تر جنوب لویدیځ، بادغیس، هرات او سیستان پورې یو شمېر سیمې د ساسانیانو تر ولکې لاندې وې،د دوئ ژبه پهلوی وه او دین یې زرتشتي.
په هغو سیمو کې چې یپتلی او کوشاني سیمه ییزو حکمرانانو، له ترنک ناوې راواخله تر زابل، غزني، کابل، د هندوکش له جنوبي غاړو نه تر اټک او اباسینه پورې واک درلود، په دغو سیمو کې بودایي، برهمني او د شیوایي دینونو لمانځنه کېده .
لکه دمخه مو چې وویل په یادو سیمو کې د هر چا د عقیدې له مخې خپل خپل دودونه ول او خپلې لمانځنی ،چې د همدغو لمانځنو لپاره مزدکونه، استوپې او معبدونه ودان ول او ان په ځنو سیمو کې د توتمیزم یانې د څارويېو د درناوي عقیده هم موجود وه .
د هېواد په بیلابیلو سیمو کې په لږ توپير بیلابیلو کلتوري ارزښتونو، دودونو او مدنیتونو هم شتون درلود ، بیلابیلې ژبې، ګړدودونه او لیکدودونه موجود وو، چې موږ خروشتی، پهلوي، یوناني، سنسګرت او نورې سیمه ییزې ژبې د ساري په توګه یادولی شو.
سیمه ییزو ژبو کې پښتو، دري (تخاري)، پراکریت او نورې ژبې را تلی شي.
استاد سنګروال دې ژوندی وي ، ډېر واضیح ، تفصیلي او په زړه پورې تاریخي لیکنه ده .
یو غلط معلومات د مثال په توگه، د چین دیوال ۳۰۰۰ کیلومتر نه دی بلکه:about 21,196 kilometers
ډېر ه لرغونې برخه یې 3000 کیلومتره دی اوټول په درې پېړېیو کې جوړشوی چې 21196کیلو متروته رسېږي دجوړیدو مهال یې ۲۵۰مخزیږدي په ګوته سوی دی ځانګړی ارزښت لري ۰
هغه بت چې ۵۳ متره اوږدوالی لري «سرخ بت» او هغه مجسمه چې ۳۵ متره اوږدوالی لري د «خنګ بت» دی.
ستاسو مطلب به ګوندې چه جګوالی وي او نه اوږدوالی! یا زه نه پوهېږم؟ مګر لیدلی او په سر یې چه اوس نشته ختلی هم یم.