شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهد ملاهبت الله اخوندزاده په امر په غزني کې ۲ تنه اعدام...

د ملاهبت الله اخوندزاده په امر په غزني کې ۲ تنه اعدام شول

تاند (پنجشنبه، د حوت ۳ مه) د غزني ولایت طالب چارواکي وايي چې نن یې ۲ تنه د قتل په تور د خپل عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده په امر په دار کړي دي.

ویل شوي، چې دا کسان د علي لالا سیمې د فوټبال په لوبغالي کې اعدام شوي دي.

د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست پرون په یوه خبرپانه کې ویلي و، دغه پرېکړه د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د فرمان او د درېیو محکمو د حکم پر بنسټ شوې ده.

په خبرپاڼه کې د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه وو، ویل شوي.

په خبرپانه کې له خلکو غوښتل شوي وو، چې د اعدام ځای ته له ځان سره برېښنايي وسایل ور نه وړي.

طالبانو د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې په لغمان کې یو تن د پنځو کسانو د قتل په تور په عام محضر کې اعدام کړی و.

واک ته له راستنېدو وروسته د طالبانو تر مشرۍ لاندې په عام محضر کې لومړنی تایید شوی اعدام د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر مياشت، په فراه کې د سلګونو نندارچیانو او د لوړ پوړو طالب چارواکو په وړاندې ترسره شو.

د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو مخکې دا ډول کړنې «صحرایي مجازات» ګڼلي و او پر ضد یې توند غبرګون ښودلی و

طالب ویاندویانو بیا د دې ډول کړنو دفاع کړې او ویلي، چې دا کار د دوی په باور د اسلامي شریعت په اساس د عدالت د تامین لپاره کوي.

4 COMMENTS

  1. د قاتل او وسله وال غله او د ښځو او معصومو ماشومانو پر عزت او عفت د متجاوز کس اعداموَل نه یوازی غیر انسانی کړنه نه ده بلکه یو مدنی ضرورت دی البته د اعدام پروسه باید په سالمه او عادلانه فضاء کی خپل قانونی پړاوونه تر سره کړی( صحرائی او عاجله محکمه د منلو وړ نه ده او شریعی محدودیت لری).
    بله خبره دا ده چی د اعدام د حُکم په هکله د بشری حقوقو د نړیوالو بنسټونو ګوزونه اصلاً د اعتناء او پاملرنی وړ نه دی، دا بنسټونه د نړیوال استعمار او استثمار د غولوونکو تبلیغاتو یوه برخه ده.

  2. یو قصاص سوی سړی د غزني د اندړو ولسوالي د سرفرازکلا اوسیدونکی و. نوموړی تیر کال خپل د اکا زوی په چاقو وهلی او وژلی و. له یوه کال وروسته د قانوني پړاوونو له تیریدو سره سم نن په عام محضر کې د کلاشنکوف په ډزو ووژل شو. په دار شوي نه ول. بل ځوان هم د میدان وردګو د ولایت اوسیدونکی و.

  3. د کوم قانون پر بنیاد؟ افغانستان خو کوم اساسی قانون نلری او یو په رسمیت نه پیژندل شوی هیواد دی. د قصاص مخالف نه یم کلک یی طرفدار یم خو پدی شرط چی اصلی د قصاص وړ کس اعدام شی. ستر، ستر قاچاق ونیول شول خو کسان یی تر نن ورځی پوری ښکاره نشول دا ځکه چی د طالب مشرانو پکی لاس وو. د پاسپورت د ریس ورور مستند په شرابخوری او زناکاری کی ګیر شو ویل کیږی چی اوس په دوبی کار او بار لری. آفرین پدی شریعی او اسلامی حکومت.

  4. دا وحشی قادیانی چړیان زیاتره اشخاص د خلکو د ترس په خاطر اعدامونه تر سره کوی دا بی سواده قادیانی چړیان جاهلان د پنجابی پاکستان قادیانیو ملاګیو له خوا د افغان ملت حقیقی اسلام له مینځه وړلو او قادیانی کثیفی لاری تعقیبولو لپاره تربیه شوی دی دا خوګان همیش د شریعت بغاری وهی اما دا کفار کوشش کوی چی قادیانی مکروبی مفکوره اوددی مکروبی مفکوری قویتوب لپاره مسلسل د شریعت بغاری وهی ( بغاری لفظ ددی پنجابی قادیانیو چړیانو له خوا استعمالیږی لپاره ددی چی ښه تره پوه شی نو ددوی په ژبه دا لفظ ورته استعمالوم !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب