شنبه, مې 4, 2024
Home+د کمزوري مديريت پایلې| دينه ګل شفيقي

د کمزوري مديريت پایلې| دينه ګل شفيقي

زه په کريکټ چندان نه پوهېږم او له اصطلاح ګانو سره يې هم بلد نه يم؛ خو د کريکټ د يو مينوال او لېدونکي په صفت غواړم د سريلانکا په درې واړه لوبلړيو يو ځغلنده نظر واچوم او هغه نيمګړتياوې يې په ګوته کړم ، کومې چې ما د لېدلو پر مهال ياداښت کړي، هيله ده چې د بورډ چارواکي ورته پاملرنه وکړي، ځکه زما په شمول ټول هيوادوال اوس د کريکټ په اعتياد اخته شوي دي؛ نو بويه چې نظر ته يې درناوی وشي.

لومړی: تيسټ لوبه:

لکه څرنګه چې له نوم يې څرګندېږي د يو لوبغاړي د ازموينې لوبه ده، تر دې وړاندې د افغانستان ټيم د ګوتو په شمېر تيسټ لوبي کړي دي، د لوبغاړو د حوصلې کموالی و، چې زړه به ژر ورته تنګېده حوصله به يې پای ته ورسېده د يو ورځنيو او يا شل اورېزو لوبو په څېر به یې چټکه لوبه پیل کړه ، څومره چې چټکه لوبه کوي؛ نو طبعي ده چې لوبغاړی به ژر اوټ يا سوزېږي.

د توپ وهونکو په څېر زمونږ د ټيم توپ اچوونکي هم بې حوصلې کېدل، دوی هڅه کوله چې د توب اچونې پر مهال لوبغاړی ژر وسوزوي، ډاډ يا له منډې پرته توپ ته يې چندانې خيال هم نه و، خو مقابل لوبغاړو به ډېره حوصله کوله کوم توپ به چې سمې وهنې ته جوړ نه و، په هغه د وهلو هڅه نه کوله ؛ نو په اور کې خو يو نيم توپ خراب هم اچول کېږي ، له خراب توب به هغوی سمه ګټه پورته کړه، د هغوی منډې به ډېرې شوې.

مبالغه به نه وي که ووایم، چې د راشید خان او مجيب الرحمان نه شتون پر ټولو لوبلړيو سيوری غوړولی و، ښایي د لوبغاړو تر څنګ لېدونکو هم د دوی تشه احساس کړې وي.

دويم يو ورځنی لوبلړۍ:

په ټولنېزو رسنيو به اکثر وخت هيواد والو شور جوړ کړی وو، کله به يې ويل: د واسطو لوبډله، ميراثيان، انډيوالي او داسې نور لفظونه کارول، کله به يې په يو او کله به يې پر بل لوبغاړي نېوکې کولې؛ خو ماته چې څومره مالومه شوه، ستونزه په لوبغاړو کې نه بلکې په کمزوري مديريت کې وه، دلته دوې ستونزې وې، لومړی د سريلانکا د ټيم خپل لوبغالي او د افغان ټيم کمزوری مديريت د دې لامل شول چې د يو ورځنيو لوبو لړۍ هم سريلانکايانو ته وبايلو.

دريم شل اوريزو لوبلړۍ:

دا هم د يو ورځڼيو لوبو په څير د کمزوري مديريت له امله ونه ګټل شوه، په دې لوبلړۍ کې هم په لوبغاړو د نيوکو باران جوړ و، که له وې خوا هيوادوال د نيوکو حق لري؛ خو له بلې خوا دا نيوکي لوبغاړي هم ګوري؛ نو د دومره ډېرو نيکو لړۍ چې پر يو چا وربربره شي؛ هغوی هم زړه ماتي کېږي ، زه باور لرم چې يو لوبغاړی به هم د لوبي بایلل ونه غواړي ، د دې پرځای چې خپل لوبغاړي تشويق کړو ، مونږ لوبغاړي زړه ماتي کړل، په دريمه اخېري شل اورېزه لوبه کې د شرف الدين مهمه کيچ نيونه چې له امله يې نوموړی ژوبل شو، الله دې روغتيا ورپه برخه کړي، د لوبې د ګټلو په پار څومره خطر په ځان ومانه؟

خو کيچ يې ونېو، ښايي ټول لوبغاړي همداسې احساس ولري، تر شرف الدين اشرف لږ وروسته د يوې شپږیزې د راګرځولو په پاره نوراحمد لکڼوال څومره په ځان خطر قبول کړ.

نو له هيواد والو مې هيله دا ده چې خپل اتلان په هر حالت کې تشويق کړي، نيوکه ستاسو حق دی؛ خو له لوبو وروسته يې وکړو.

د کريکت بورډ په پلان جوړونه او مديريت چې هر څومره نيوکې وشي بيا کمې دي هيله ده چې کريکټ بورډ د پلان جوړونې او مديريت برخې ته جدي پاملرنه وکړه ، زمونږ لوبډله د سيرلنکا له لوبډلي څو ځله غښتلي او تجربه کاره لوبډله ده ؛ خو کمزوري مديريت دا هر څه په اوبو لاهو کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب