جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد سختو واورو له امله د سالنګ په ګډون يو شمېر لويې...

د سختو واورو له امله د سالنګ په ګډون يو شمېر لويې لارې تړل شوي

تاند:( چار شنبه، د جدي ۲۱) ‏‏ د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولین وایي، چې دغه لویه لاره د شدیدې واورې او طوپانونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې لپاره د طالبانو د ادارې رييس حافظ محمد يعقوب وويل، چې د دوشنبې له ماښام راهیسې په سالنګونو کې واوره پیل شوې او په شمالي سالنګ کې له باد سره واوره ورېږي، چې د شپې په اوږدو کې توپان شدت سخت شوی او وړاندوینه کېږي، چې اوسنی وضعیت به د نن ورځې تر پایه دوام وکړي.

په ورته مهال د واورې له امله د دايکندي – غور او د هېواد په شمال کې د يو شمېر نورو لويو لارو د تړل کیدو خبر هم ورکړل شوی.

ځينو سرچينو د سالنګونو په واورو کې د لسګونو تنو د ايساريدو خبر هم ورکړی او د عاجلو مرستو غوښتنه يې کړې، خو حاکمو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب