Homeخبرونهد ترکمنستان - هرات وارداتي برېښنا مزي شارټ شوي او بریښنا پارچاو...

د ترکمنستان – هرات وارداتي برېښنا مزي شارټ شوي او بریښنا پارچاو شوې ده

تاند:( چار شنبه، د جدي ۲۱) ‏‏ د ترکمنستان – هرات وارداتي برېښنا د تخنیکي عارضې له امله پرچاو شوې ده.

برېښنا شرکت وايي، چې ياده بريښنا تېره شپه د یاد ولایت رباط سنګي ولسوالۍ اړوند په بند بغرچر سیمه کې د مزي د شارټۍ له امله پرچاو شوه.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، تخنیکي ټیمونو د عارضې له رامنځته کېدو سره سم سیمې ته حرکت وکړ خو د سختو توپانونو او اورښتونو له امله دوی ونشوای کړای د ستونزې حل په موخه ځانونه سیمې ته ورسوي.

د بریښنا شرکت د معلوماتو له مخې،‌د یادې ستونزې تر حل کېدو پورې به د رباط سنګي ولسوالۍ او د هرات ښار نیمايي برخه له برېښنا څخه بې برخې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...