په تصوفي او عرفاني موضوعاتو کې تر ډېره تکیه د اشخاصو پر شخصي تجربو او مشاهدو وي، د هرې شخصي تجربې له نورو سره ګډول د دې ایجاب کوي چې یا به هغوی پخپله هم دا ډول تجربې کړې وي او یا به د دې ډول تجربو د منښتې علمي ظرفیت لري، که چېرې هغوی له دې دواړو شرطونو څخه یو هم ونه لري، نو خامخا به د بل د دې نوې تجربې منښته ورته ګرانه وي. پر همدې اساس د تصوف په ګڼو برخو کې د پوهانو ترمنځ د نظر اختلاف لیدل کېږي. موږ مجبور یو چې پر هغه څه یې باور وکړو چې تر ډېره بریده پرې د پوهانو ترمنځ د نظر یووالی موجود وي.
تصوف او صوفي دواړه د عربي ژبې د صوف (وړۍ) څخه مشتق شوې کلمې دي، د دې اشتقاق له مخې له یوې خوا تصوف فعل او صوفي فاعل او له بلې خوا تصوف صفت او صوفي موصوف ګڼل کېږي. په دې توګه که له لومړۍ زاویې ورته وګورو، باید ووایو چې تصوف په پوره اخلاص او صداقت سره د خدای تعالی عبادت کولو، د هغه تبارک و تعالی د انوارو د پېژندنې لپاره هڅې کولو او د هماغه ستر ذات په لور سیر کولو ته وايي او صوفي بیا هغه چا ته ویل کېږي چې همدغه اعمال او افعال تر سره کوي. خو که له دویمې زاویې ورته وګورو، تصوف پر ښو اخلاقو او شریعي مواصفاتو د شخص موصوف کېدلو او صوفي بیا همدغه موصوف شوي شخص ته وايي.
په دې توګه تصوف تر هغه ځایه چې خبره یې د هستۍ د حقیقت موندنې او د الله تبارک وتعالی د انوارو د شناخت، معرفت او ځینو نورو علمي موضوعاتو سره تړاو لري، تصوف علم ګڼل کېږي او تر هغه ځایه چې خبره یې د هغه تبارک و تعالی د قُرب او نیږدې والي او ځینو نورو سلوکي موضوعاتو سره تړاو لري، نو تصوف لاره او طریقه ده. هغه لاره او طریقه چې له صدر اسلام نه نیولې تر دې دمه لویو اصحابانو، تابعینو، تبع تابعینو او د اسلامي امت لویو بزرګانو او اولیاء الله وهلې ده.
تصوف د نړۍ په ټولو دینونو او مذهبونو کې موجود دی، هر دین او مذهب د خپل فطرت سره سم هغه خپل کړی دی، خو د اسلام مبارک دین چې په کومه بڼه هغه د خپل وجود برخه ګرځولی او نړۍ ته یې ورپېژندلی، ساری به یې په بل هیڅ یوه دین او مذهب کې ونه لیدل شي. ځکه په نورو ټولو دینونو کې تصوف یا د فلسفې او مادي افکارو تر سیوري لاندې پالل شوی او یا د وچ زهد او رهبانیت خوا ته سوق شوی دی. خو د اسلام په مبارک دین کې چې د هغه کوم تصویر وړاندې شوی دی، هغه له دې دواړو څخه پاک او سپېڅلی دی.
په اسلامي تصوف کې د اسلام د مبارک دین سوله ییز او ټولمنلی تصویر وړاندې شوی دی، هغه تصویر چې په صدر اسلام کې ټولو اصحابو کرامو(رض) تابعینو او تبع تابعینو ورباندې کلکه عقیده درلوده، خو تر دوی مبارکانو وروسته په یوه او بل شکل د اسلام دا ټولمنلی او سوله ییز تصویر ورو ورو پیکه شو او اوس دا دی تقریباً بېخي له منځه تللی دی. ځکه اوس په ډېره سپین سترګۍ سره یو څوک چې د اسلام تر ټولو سرسخت ګروهمن هم ځان ښيي، درته وایي به چې:”اسلام د تورو تر چتر لاندې تر دې ځایه را رسېدلی دی.” او خپلې همدغه عقیدې ته به بیا دلایل هم تراشي او حتی د عمل په ډګر کې به یې د پلي کولو هڅه هم کوي.
دوی د الهي ستر کلام قران عظیم الشان د دې آیت پر سپېڅلي مفهوم سترګې پټوي چې : ” … ان الله لا یحب المعتدین” یعنې … الله سبحانه وتعالی زیاتي کوونکي او ظالمان کسان نه خوښوي.
دوی د حضرت رسول اکرمﷺ د حدیبې پر سوله ییز تړون او د هغه مبارکﷺ پر هغه وینا سترګې پټوي چې کله به یې د جهاد لپاره اصحاب کرام چېرته لېږل، نو تر هر څه وړاندې به یې ورته دا هدایت ورکاوه چې ګورئ:”ماشومان، ښځې او سپین ږیري به نه وژنئ او آبادۍ به نه ورانوئ!” دغه راز د هغه مبارکﷺ پر هغې سپېڅلې وینا هم چې همدغه خپلو رښتینو یارانو او اصحابو کرامو ته به یې ویل:”د نورو ادیانو د پیروانو خدایانو ته بد مه ویاست! ځکه هغوی به بیا ستاسو خدای ته بد وایي.”
صحابه و کرامو د خپل ژوند په هر دم او قدم کې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسولﷺ پورتني ارشادات په نظر کې نیول، حضرت علي(رض) په یوه غزا کې خپل حریف څملولی ؤ، خو هغه يې پر مخ لاړې ور تف کړې، ده سم له واره هغه پرېښوده او ورته ویې ویل چې ته ما د خدایﷻلپاره وژلې، خو اوس خبره خدایي نه، بلکې شخصي شوه، ځکه ستا پر دې عمل زما د انتقام حس را وپارېده.
رسول اللهﷺ پخپله د دومره نرم زړه څښتن ؤ، چې د (احد) په غزا کې سره د دې چې خپله هم ټپي شوی ؤ او ملګري یې هم شهیدان شوي وو، خو نورو ملګرو یې چې کله له ده نه د دې غوښتنه وکړه چې مشرکینو ته ښېرا وکړي. نو ده مبارکﷺ و فرمایل: “الهم اهد قومی فانهم لایعلمون” یعنې: اې خدایه! زما قوم ته هدآیت وکړې، ځکه دوی نه پوهېږي. دغه ځای دی چې د اسلامي شریعت همدغو سپېڅلو فرامینو ته په کتو سره اسلامي تصوف او عرفان نړیوالو ته د خواخوږۍ او بشر دوستۍ درس ورکوي او د اسلام د مبارک دین هغه اړخونه نورو ته ورښيي چې د ډېرو په ذهنونو کې یې په اړه هیڅ فکر موجود نه دی. په اسلامي تصوف او عرفان کې مسلمانان او کافران ټول د یوه بدن غړي ګڼل کېږي، کله چې د بدن یو غړی په درد شي، ټول بدن ورسره په درد کېږي. لکه سعدي شیرازي چې فرمايي:
بني آدم اعضای یک دیگر اند
که در آفرینش ز یک جوهر اند
لوی پښتون عارف او صوفي عبدالرحمان بابا(رح) هم فرمايي:
واړه د خپل ځان په نظـر ګوره که دانا یې
ای عبدالرحمانه جهان ټول عبدالرحمان دی
ځکه ﴿الخلق عیال الله﴾ یعنې مخلوق د خدای تعالیﷻ عیال دی. نو هغه پلار چې د خپلو اولادونو ترمنځ توپیر نه شي زغملی، هغوی که پر ناسمه لاره روان هم وي، درد او کړاو نه شي ورکولای. هغه خدای به څرنګه پر خپل مخلوق درد او کړاو وزغملای شي، چې له مسلمان او کافر، شیعه او سني او بل هر ډول ژبني، مذهبي او دیني توپیر پرته ټول یو ډول د ده (عیال) ګڼل کېږي!؟ نو ځکه باید یو رښتینی مؤمن هم پورتني توپیرونه په نظر کې ونه نیسي او پرته له کوم توپیره پر کافر باندې هم شفقت وکړي.
بندهء عشق از خدا ګیرد طریق
میشود بر کافر و مؤمن شفیق
د دې تر څنګ باید پر حیواناتو هم همداسې مشفق و اوسي، ځکه حیوانات هم د خدای تعالی مخلوق دی او د هغه تبارک وتعالی پر هغوی هم همداسې زړه بدېږي، لکه څرنګه یې چې پر انسانانو بدېږي، حضرت ابوهریره(رض) د خپل کمیس لمن هغې پيشکې ته ور غوڅه کړه، کومه چې د ده پر لمن ویده شوې وه او حضرت مولانای روم(رح) ویده سپي ته تر هغې پورې په لاره کې د خپلو مریدان سره یو ځای ولاړ ؤ، چې تر څو هغه سپی په خپله راويښ شو.
حضرت عمرو ابن عاص(رض) چې د مصر تر سوبې (فتح) وروسته خپلې خېمې ته راغی، نو یې په کې د کوترې ځاله او هګۍ ولیدې، خېمه یې لګېدلې پرېښوده او لښکر ته یې د کوچ امر ورکړ، چې کوترې ته زیان ونه رسي، په عربي کې خېمې ته فسطاط وایي، نن پر هغه ځای د «فسطاط» په نوم ښار آباد دی او د حضرت عمرو ابن عاص(رض) د عظمت ګواهي ورکوي. ( ۳۹: ۳۷)
په همدې ډول سره د خواخوږۍ او شفقت ترڅنګ ایثار او قرباني هم د اسلامي تصوف روح او حقیقت دی، مسلمان صوفي کوښښ کوي چې د خپلې اړتیا وړ توکي هم د نورو تر سر ځار کړي او خپل ځان د قران کریم د دې آیت شریف مصداق وګرځوي چې:
﴿وَيُؤۡثِرُونَ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمۡ وَلَوۡ كَانَ بِهِمۡ خَصَاصَةٞ﴾ ( الحشر/ ۸ آیت)
یعنې: او نور تر ځان وړاندې کوي اګر که دوی پخپله وږي وي.
د قرانکریم د پورته ایت شریف مطابق موږ د اسلام په تاریخ کې ډېرې داسې د ایثار او سرښندنې بېلګې لرو. د احد په جنګ کې یوه صحابي(رض) په داسې حال کې چې خپله ټپي ؤ او په ډېر تکلیف کې ؤ له یوه چا څخه اوبه وغوښتې، کله چې هغه اوبه راوړې، نو یوه بل ټپي صحابي(رض) هم په دې وخت کې د اوبو غوښتنه وکړه، هغه لومړي صحابي(رض) اوبو راوړونکي ته وویل چې ده ته یې ورکړه، کله چې هغه د اوبو ګیلاس ده ته ونیو، په دې وخت کې یوه بل ټپي صحابي(رض) هم د اوبو غوښتنه وکړه، هغه بیا اوبو راوړونکي ته ویل چې هغه ته یې ورکړه، په همدې ډول سره تر اوو پورې صحابه وو کرامو د اوبو غوښتنه وکړه او هر یوه ویل چې هغه بل ته یې ورکړه، بلاخره په همدې ډول سره اووه واړه صحابه کرام په شهادت ورسېدل او د اوبو ګيلاس همداسې د اوبو راوړونکي په لاس کې پاتې شو. ( ۴۸: ۲۷۵)
دغه راز هغه وخت چې په رسول اللهﷺ پسې مشرکین راغلل او غوښتل یې چې هغه مبارکﷺ په شهادت ورسوي، رسول اللهﷺ د حضرت ابوبکر صدیق(رض) سره یو ځای له خپل کور څخه ووت. د ده د خوب ځای د تش پاتې کېدو له امله د حضرت علي(رض) سره دا وېره پیدا شوه، چې مشرکین به پر رسول اللهﷺ پوه شي چې هغه له کوره وتلی دی، نو په هغهﷺ پسې به ورشي او په شهادت به یې ورسوي. پر همدې خاطر ورغی او د رسول اللهﷺ په مبارکه بستره کې پرېوت او تر سهاره یې د خپل محبوب پیغمبرﷺ د ژغورلو په خاطر د هغه مبارکﷺ په بستره کې شپه سبا کړه او خپل ځان یې د مرګ له ګواښ سره مخامخ کړ.
داسې ډېرې د خواخوږۍ او ایثار بېلګې په اسلامي شریعت او طریقت کې موندل کېږي، چې د اسلام سوله ییز روح او د ایثار فلسفه ترې په ښه شکل سره په ډاګه کېږي.
خو دا په دې معنا هم نه ده چې اصلاً تصوف له همدې اوایلو څخه په اسلام کې موجود ؤ، بلکې د تصوف کلمه د دویمې هجري پېړۍ زېږنده کلمه ده او هغه څوک چې لومړی صوفي و نومول شول هغه ابوهاشم عثمان بن شریک کوفي ؤ چې پر (۱۵۰ هـ ) کال وفات شوی دی. یعنې د اسلام په اوایلو کې د تصوف په نوم کوم څه نه ؤ، بلکې لکه څنګه مو یې چې پورته ځینې بېلګې ذکر کړې، یوازې روح او حقیقت یې موجود ؤ .