دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهتاجیکستان د ط-اب وزير د سفر له ممانعت سره، افغانستان ته د...

تاجیکستان د ط-اب وزير د سفر له ممانعت سره، افغانستان ته د بريښنا صادرولو تړون تمدید کړ

تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۰) ‏د افغانستان برېښنا شرکت او تاجکستان د برېښنا ملي شرکت ترمنځ د برېښنا تورید تړون د 2023 م کال لپاره نن په ترکیه کې لاسليک شو.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې دغه تړون د طالبانو د حاکمې ادارې د اوبو او انرژۍ د وزیر ملاعبدالطیف منصور په شتون کې تمدید او د برېښنا شرکت لپاره د طالبانو د عمومي اجرائیوي رئیس ملا محمد حنیف حمزه او د تاجکستان برېښنا د ملي شرکت (شرکت برق تاجک) د رئیس محمد عمر عسازاده لخوا لاسلیک شو.

طالبانو د یاد شوي تړون په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو د ادارې يوې سرچينې د نوم نه خپریدو په شرط تاند ته وويل، چې د طالبانو پلاوي غوښتل چې دغه تړون په تاجيکستان کی لاسليک شي، خو طالبانو سره د ترینګلو اړیکو او د ادارې د نه په رسميت پېژندلو له امله ېې تاجیکستان دغه پلاوي ته د سفر اجازه نه ده ورکړې او له دې امله دغه تړون په ترکیه کې لاسليک شوی.

مخکې د ازبکستان چارواکو هم طالبانو سره افغانستان ته د صادراتي بریښنا د تمديد تړون لاسليک کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب