یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهشېخ نديم: علماء او د پوهنتون استادان د عصري او ديني زده...

شېخ نديم: علماء او د پوهنتون استادان د عصري او ديني زده کړو يو ځای کول راڅخه غواړي

تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۰) د طالبانو د حاکمې ادارې څلوړو زده کړو وزیر شېخ ندامحمد ندیم نن د کابل پوهنتون په علمي شورا کې د ګډون تر څنګ، د یاد پوهنتون له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه کړې.

نوموړي د دغې لیدنې پر مهال ويلي:«د هېواد تحصیلي بنسټونو ته د سفرونو پر مهال مې له دوو طبقو؛ استادانو او علماء کرامو سره وکتل، چې دواړو طبقو د عصري او دیني علومو تر منځ د واټن ختمول غوښتل.»

شېخ نديم زیاته کړه :«د استادانو له لوري د علم د پرمختګ او پوهنتونونو د تجهیز حرص ماته د لا زیات خدمت انرژي راکړه.»

ندیم دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په وروستيو کې ېې د هېواد د پوهنتونونو په نصاب کې د پراخو بدلونونو هڅې پيل کړي او د ديني مضامینو تدريس یې پکې زيات کړی.

د طالبانو منتقدین دوی له دین څخه په افراطي روایت تورنوي او باور لري، چې دغه رژيم افغانستان د سخت دریځۍ په مرکز بدلول غواړي.

6 COMMENTS

  1. یکی از وزرا پسری کودن داشت. پیش یکی از دانشمندان فرستاد که مراین را تربیتی میکن مگر عاقل شود. روزگاری تعلیم کردش و مؤثر نبود پیش پدرش کَس فرستاد که این عاقل نمی‌شود و مرا دیوانه کرد.
    چون بُوَد اصل گوهری قابل
    تربیت را در او اثر باشد
    هیچ صیقل نکو نداند کرد
    آهنی را که بد گهر باشد
    سگ به دریای هفتگانه بشوی
    که چو تر شد پلیدتر باشد
    خر عیسی گرش به مکه برند
    چون بیاید هنوز خر باشد
    «گلستان سعدی؛ باب هفتم؛ در تاثیر تربیت»

  2. موسی دله خر نه لاره ! عیسی زنکباز خر لاره چې پرې سپور به ګزېده !
    خر عیسی وګر به مکه رود xxxxچو ن باز امد همانچو خر باشد !

  3. په دېرو پرمختللو هېوادونو کې خر د زیارکښو انسانانو سمبول دی. خر با حوصلې حیوان دی، هر څومره بار چې پرې واچوې وړي یې. چې د کور په لاره بلد شي، بې صاحبه هم غله دانه مستقما کوزونو ته وړي. له نر ښځې، ځوړ او ځوان، پښتون، تاجک، ازبک، هزاره، مسلمان، هندو، کافر، هیچا سره تعصب نه لري او ټولو سره يو شان مرسته کوي. کله ځوان، کله ماشوم، کله سیاه سره، او کله هم بوډا پرې سپاره وي او له یوه کلي نه یې بلې ته، کله هم ښونځیو ته او یا کله هم روغتونونو ته وړي. که هوا ګرمه وي که سړه کار کوي. چې په عذاب یې نه کړي خوله نه در اچوي او نه دې هم په لغته وهي. یعنې خر مغرض او مضر نه دی. په بعضې کلو او بانډو کې ناوې هم تر شا ورتړي. څوک پرې قولبه کوي او څوک پرې د ژرندې پل څرخوي. مجاهدینو ته یې د جهاد په وخت کې اسلحې انتقالولې یعنې ډېرو خرو په صداقت جهاد هم کړی او بعضې خرو خو د خدای او وطن په لاره کې خپل خوږ ژوند هم له لاسه ورکړی. بعضې دون صفته او مختورن کسان بیا خپله مینه او شهوت هم پر بیچاره خره ماتوي. داسې نور په زرهاو قصې
    اوس تاسې قضاوت وکړئ چې ملا ندیم ته د خره خطاب کول خره ته اهانت او په ټیټه سترګه کتل نه دي؟
    ملا ندیم را به خر همنام کردن
    خر بیچاره را بد نام کردن

  4. زه د اسلامی ښوونی او روزنی په بنا چي معلم د بشریت فرمایی؛
    انما بعثت معلماََ او انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق۰
    وړاندیز لرم ، طالب او مومن مجاهدملت ته ؛
    په طالبانو کی کیدای شی داسی خلک هم وی چي په رښتیا اسلامی ژوند او حکومت غواړی خو میانه
    او دریمه طبقه کی به ډیر وی ،لمړی طبقه کي کیدای شی ،محدود کرایی یا استخباراتی کړۍ وی او نور بدوی او د مدرسو دکانداران چي کویټه یا نورو ځایونو کی جایدادونه لری لکه ملا حسن او ګروپ یی ۰
    لدی نه چي په اسلامی ښوونه او روزنه کي تعلیم او مکارم اخلاق د محمدی بعثت لا یتجزا مقصد او
    هدف دی چي باید ترسره شی ، نو دډی مقصد لپاره کوم طالبان چي اهل علم دی ؛یعنی علم هم باید
    اهل ته یی ورکړ شی، ځکه دوی نه وارثان د انبیاء علیهم السلام جوړیږی او دا ډیر دروند بار دی، او دا
    موږ دډی لپاره کوو چي ثابت کړو ملت د محمدی اسلام سره مشکل نلری بلکی د حسن ، باقی ، ندیم او امثالهم سره چي خپل کورنی او کلیوالی دود او دستور ته ، اسلام وایی،یا نوری د شر نقشی چي پنجابی بادار ورکړی او د ملا په لباس کی د دین تر عنوان لاندی یی لوبوی ، هغه دا مومن مجاهد ملت نه منی۰
    نو عرض دا دی چي یوه ډله د دین د صحیح فهم لپاره د امت معتبرو علمی مرکزونو یا پوهنتونو ته
    واستول شی چي لازمی فقاهت تر لاسه او بیا د رجعت نه وروسته دلته عملی شی او دا دینی طریقه
    په تاریخ اسلام کی اوږده سابقه لری او دا به لار همواره کړی ملی او نړیوال مشروعیت ته۰
    موږ باید مخکی ، وروسته او اوسنی جریانات هم له پامَ ونه غورځوو ، د ترکیی د افغانانو او امریکا خبری او دا نور ازمایل شوی هم دافغانانو لپاره لازمی کارامد حل ندی خو که اصلاح او تعمیر ته څوک
    ارزښت ورکړی او مستقل ،عزتمن او ارام افغانستان غواړی نو خادم مومن حاکمیت د بما انزل الله تر سیوری لاندی دا هدف او مقصد ترسره کولی شی ، ان شاء الله ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب