شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان سره د ۱۰ ميليارده ډالرو مرستې ژمنه وشوه

پاکستان سره د ۱۰ ميليارده ډالرو مرستې ژمنه وشوه

تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۰) د جينيوا په کنفرانس کې يو شمېر نړیوالو ادارو او هېوادونو له پاکستان سره د شاواخوا ۱۰ ميليارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

په دې ترڅ کې اسلامي پراختيايي بانک له دغه هېواد سره ۴،۲ ميليارده، نړيوال بانک ۲ ميليارده، د اسيا پراختيايي بانک بانک ۱،۵ ميليارده، سعودي عربستان ۱ ميليارد، اروپايي ټولنې ۵۰۰ ميليونه، امریکا متحده ایالاتو ۱۰۰ ميليونه، جاپان ۷۷ ميليونه او جرمني ۸۴ ميليونه مرسته اعلان کړه.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له پراخو نړيوالو پورونو سره مخ دی او شنونکي يې دغه مرستې د مخ په ځوړند اقتصاد د ژغورنې لپاره بسندوی نه ګڼي‌.

پاکستان باید تر راتلونکو شپږو مياشتو د هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ۱۳ ميليارده ډالره پورونه ادا کړي.

تر ۲۰۲۶ پورې دغه هېواد بايد ۷۳ میلیارده ډالره بهرني پورونه بيرته وسپاري.

1 COMMENT

  1. مه کوه په چا چه و به شی په تا ، د افغانانو د اه زور مو نه و ولیدلی ،ګوره چه څنګه یی ګدای ته کینولی ، اشرف غنی صاحب خو پوهیدلو چه د باکستان مرسته یی رد کړه ، او ویی ویل چه دا په خپلو مدرسو کی وویشه چه د پیسو لباره دین خرڅ نکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب