جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد ملا برادر دفتر:‌د افغانستان صادرات مو څو چنده زيات کړي

د ملا برادر دفتر:‌د افغانستان صادرات مو څو چنده زيات کړي

تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۰) د طالبانو د رييس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر وايي، چې د دوی له واکمنيدو سره د افغانستان صادرات په بېساري ډول زيات شوي.

دغه دفتر په خپرو کړو معلوماتو کې ليکلي:«د ۱۴۰۱ کال په لومړیو ۹میاشتو کې د صادراتو کچه ۱۴۲۴میلیون ډالرو ته رسېدلې. په داسې حال کې چې د تېرې ادارې د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو په لومړیو ۹میاشتو کې د صادراتو کچه په ترتیب سره۴۳۴ او ۴۷۸ میلیون ډالره وه.»

د طالبانو منتقدین بيا وايي، چې د طالبانو له واکمنيدو سره د افغانستان پر کانونو او نورو زېرمو چور روان دی او په ارزانه او غیر تخنيکي ډول د کانونو استخراج او صادرات روان دي.

د طالبانو چارواکي بیا په دې اړه ادعاوې بې بنسټه بولي.

طالب چارواکو د صادراتو د زیاتېدو له اعلان سره، د دغو صادراتو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...