تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۰) پېښور کې د مشهور څېړونکي او ليکوال ډاکټر عبدالروف رفيقي د « درياب په کوزه کې» پښتو قاموس مخکتنه وشوه.
دا غونډه د مفکوره څېړنيز مرکز له لوري جوړه شوې وه، چې پکې د دغه مرکز مشر حیات روغاني او يو شمېر نورو ويناوالو د ډاکټر رفیقي دغه زیار وستایه.
د ډاکټر رفیقي په وینا، دغه قاموس ېې په ۹ ټوکو کې ليکلی.
عبدالروف رفيقي د بلوچستان د کوټې اوسیدونکی او د پښتو له مشهورو څېړونکو څخه دی، چې مخکې ېې ګڼ نور تحقیقي اثار هم لیکلي.