دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهله هبت الله څخه نافرمانۍ ته هڅول؛ ستانکزی: د امير په خوله...

له هبت الله څخه نافرمانۍ ته هڅول؛ ستانکزی: د امير په خوله ځان اور ته مه اچوئ

تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۰) د‌ طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي په یوه تازه وینا کې طالبان له خپل امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده څخه په ضمني ډول نافرمانۍ ته هڅولي.

نوموړي د ځينو ديني رواياتو له بیانولو سره ویلي، که امیر د ځان اور ته غورځولو امر چا ته کوي، لاس لاندې خلک ېې نه باید ځانونه اور ته وغورځوي.

د هغه په وينا اسلام د مشرانو هغه احکام منل واجب کړي، چې ګټور او بې ضرره وي.

عباس ستانکزي په عین حال کې د بیان ازادي اسلامي حکم ګڼلی او ویلي، چې سپینې خبرې باید وشي.

هغه په خپلو دغو څرګندونو کې په مشخص ډول د طالبانو د امیرالمؤمنین يادونه نه ده کړې.

په وروستيو کې د سخت دریځو او منځلارو طالبانو تر منځ د نجونو د زده کړو، د ښځو د کار او نورو مسایلو په اړه د اختلافاتو خبرونه ورکول کېږي.

دغه اختلافات تر اوسه طالبانو تایید کړي نه دي او برعکس رد شوي دي.

پرون د طالبانو امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده ته دوو نیږدې کسانو ( د طالبانو قاضي القضات او د کندهار لپاره د دوی والي) د يوې غونډې پر مهال له خلکو او طالبانو وغوښتل، چې د ملا هبت الله د حکمونو پيروي وکړي.

د طالبانو منځلاري کسان باور لري، چې د هبت الله افراطي پریکړو د دې ډلې رژيم په ملي او نړيواله کچه سخت نفرت سره مخ کړی، خو د طالبانو مشر ټینګار کوي چې نړۍ سره د « اسلامي شريعت» په اساس تعامل کوي.

3 COMMENTS

  1. هیڅ څوک به له یو لوطې او ډارن سړې نه پبروې ونکړې که دې ځان امیر بولی لکه کونې دې مخ دیوال او کونه خلکوته نه اړوې نر غوندې دې ځان خلکو ته وشې

  2. کنځلې مکوه جاهله ستاسو پر داسې مذهب د نالت شي ! ته یوو زوړ عربی کلچر ته تسلیم یې چې بیله افسانو بل شی نلري نور انسانان مادي علم ته تسلیم دی چې تاسوته هم دا ۴۰ کاله خیرات درکوي ! نوره مې خوله مه خلا صوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب