پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهافغانستان کې پر چينايي پانګوالو د داعش د بریدونو انديښنه

افغانستان کې پر چينايي پانګوالو د داعش د بریدونو انديښنه

تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۰) د «ثوث چاینا مورنینگ پوسټ» په نوم چينايي رسنۍ په يوه مطلب کې انديښنه ښودلې، چې په افغانستان کې به پر چینایي وګړو په ۲۰۲۳ کې هم د داعش ډلې بریدونه دوام وکړي.

دغې رسنۍ دې ته په اشارې، چې چین په کابل کې د خپلو اتباعو پر مېلمستون داعش ډلې ته له منسوب برید څخه وروسته خپل سفارت تړلی، په افغانستان کې د چینايي پانګوالو خلاف د ورته بریدونو اندیښنه ښودلې.

د‌ دغې رسنۍ په باور، د چین له خوا د ایغور مسلمانانو د ځپلو دوام او طالبانو سره د چین د حکومت اړیکې به داعش ډله د چینایي اتباعو خلاف نورو بریدونو ته وهڅوي.

ياده رسنۍ زیاتوي، چې داعش ډله ښايي په افغانستان کې د بشپړ امنيت د تامينولو په اړه د طالبانو د ادعا ننګولو لپاره هم په دې عمل لاس پورې کړي.

د‌ چينايي رسنۍ دا راپور په داسې حال کې دی، چې د طالبانو حاکمې ادارې څو ورځې مخکې له يوي چينايي کمپنۍ سره د آمو نفتي حوزې د استخراج تړون د لاسليک خبر ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...