شنبه, اپریل 27, 2024
Homeټولنیزد پښتونستان بېرغ مه هېروئ

د پښتونستان بېرغ مه هېروئ

محمد سمېع صادق

د پښتونستان د جنډې دا نوې بڼه په کال ۱۹۵۰ میلادي کي د قبایلو له لوري و پښتو ټولني ته لېږل سوې وه. دا بیرغ د پښتونستان د تیرا، د وزیرستان د ګرویک او مهمندو د شوراګانو لخوا منل سوی وو. تشریحات ئې دا دي:

سور رنګ

سور رنګ موږ ته د پښنونستان د آزادۍ د ګټلو او ساتلو په لاره کي د همېشه دپاره د خپلو وینو تویولو ته د آمادګۍ درس راکوي.

تور رنګ

د بیرغ په منځ کښي توره پټۍ د اسلام د لومړیو وختو د جهاد د بېرغ «د اسلام» عقاب او د مکې «کعبې» شریفي د پوښ څخه تبرکاً اقتباس سوې ده.

غرونه

د پښتونستان د مملکت د هغو جګو غرو نمایندګي کوي چي په سر ئې واوري او په لمنو کښي ئې سره ګلونه دي ، او تل آزاد وو او آزاد به وي.

د غرونو د پاسه نیم ختلی لمر

د غرونو د پاسه نیم ختلی لمر موږ ته را ښيي چي د پښتونستان او پښتون ملت د سعادت، نېکمرغۍ او استقلال لمر را ختلی او د همېشه دپاره به د پښتني دنیا په آسمان کښي ختلی او ځلېدونکی وي.

د کابل له مجلې څخه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب