جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهسپوږمۍ ته د هندې ساینس پوهې په مشرۍ سفر ته غبرګون؛ کرزی:...

سپوږمۍ ته د هندې ساینس پوهې په مشرۍ سفر ته غبرګون؛ کرزی: طالبان دې نجونې زده کړو ته پریږدي

تاند: (شنبه، د وږي ۴ مه )  د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل، چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

نوموړي سپوږمۍ ته د هندوستان د Chandaryaan-3 د بریالي فضایي ماموریت په غبرګون کې دا خبره کړې ده.

د دغه ماموریت مشري هندي ساینس پوهې مېرمن ریتو کریډال شریواستوا په غاړه درلوده.

حامد کرزی وایي، هند او افغانستان په یوه سیمه کې دي، خو د هند د سترې ترقي عامل زدکړه او علم ته د دوی توجه ده.

کرزي په یوه اعلامیه کې لیکلي:« یو ځل بیا اکیداً د افغانستان پر اسلامي سرپرست حکومت ږغ کوم چې د هېواد د آبادي، پرمختگ او ځان بسیاینې لپاره تعلیم ته خاصه توجه وکړي او ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او کار ته دې د ښځو د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي تر څو افغانستان هم د علم او پوهې په رڼا کې د روښانه راتلونکې په لور گړندي گامونه اوچت کړي.»

د هند ستوربیړۍ، چاندریان-۳، د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې په کښېناستو بریالۍ شوه.

د دې خبر معنا دا ده، چې د نړۍ دا تر ټولو ګڼ نفوسه هیواد اوس د هغو څو ګوته په شمېر هیوادونو په ډله کې شامل شو چې فضا ته سپوږمکۍ لیږي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي پر سپوږمۍ د چاندرایان ۳ تر کښېناستو څو شېبې وروسته دا د خپل هیواد لپاره تاریخي ورځ وبلله.

د هند ستوربیړۍ وروسته له دې بریالۍ شوه چې سپوږمۍ ته ورسیږي چې د روسیې ستوربیړۍ سپوږمۍ ته له رسیدو سره سم وچاودېده.

تر دې وړاندې شوروي اتحاد توانېدلی و، چې سپوږمۍ ته ستوربیړۍ ولیږي.

هند څلورم هیواد دی چې سپوږمۍ ته په بري ستوربیړۍ لېږي.

پر هند سربېره امریکا، پخواني شوروي اتحاد او په وروستیو کې چین سپوږمۍ ته ستوربیړۍ استولي دي.

د هند ستوربیړۍ د سپوږمۍ جنوبي قطب ته رسیدلې، دا هغه سیمه ده چې په اړه یې ساینسپوهان لږ معلومات لري او باور کېږي چې هلته به د کنګل شویو اوبو او قیمتي فلزونو زېرمې وي.

هندي ساینسپوهانو څلور کاله پخوا سپوږمۍ ته د ستوربیړۍ د لیږلو هلې ځلې پیل کړې خو هغه مهال بریالي نه شول.

د هند ستوربیړۍ به پر سپوږمۍ معدني مواد تجزیه او تحلیل کړي.

4 COMMENTS

  1. کرزی صیب ستا اولس مردار فکر او مرداره لاره لري د اصلاح وړ یې قمچینه ده ! طالبان تا وروڼه بللي وو او دا يو حقیقت دی ځکه چې طالب افغان ، ورور، د اکازوی او د یوو کلې سړی دی او وو په حقوقی او منطقي حساب ستا خبره درسته وه خو تاجک مخلوق ددې خبرې پيغور در کوي نو جهالت دومره زیات او قومي هیروئین دومره زیات شوي چې له انسان څخه یې حیوانات جوړ کړي دي ! اوس طالب ته ! طالب منافق مدرسې جوړوي د مدنی علومو خلاف خپل زوال پکښې ویني او خپلې حشفې ګرمې ګرمې ساتی د یوې پر ځای درې او څلور غواړي چې حشفه یې سړه نشي !! نالت پر داسې پرازيتو !!

  2. کرزی صاحب ته داوایو تاسو ته چه د امریکایانو به بوجیو ډالری دا شل کاله راروانی وی تاسوباید اوس دسپوږمی نه هم ډیر وړاندی دمشتری سیاری ته ته رسیدلی وای اوافغان نجونو به هلته فوټبال او موسیقی غږوله لکه څنکه چی دهند کرکټیان په رسنیوو کی پیغام ورکوی چی په بل راونډ کی به مونږ سپوږمی ته ځو اوهلته به بیټ بال کوو ۰ شل کاله کی پوره یونسل روزل کیږی ستاسی په دی شل کلنه دوره کی خو مونږ افغانانو یوه نجلی ونه لیده چی دهغه یا ساختمان انجینره یاد معدن انجنیره یا اقلا دطب پ برخه کی دی جراح جوړه شوی وی ټولی یا په رسنیو اویا یا موسیقی کی متخصیصینی فارغ شویدی لږ حوصله وکړی ترڅ ستاسی دوخت دفحاشیو اونشیی توکو نه لکه( پل سوخته) دا ټو لنه ۵۰٪ پاکه شی هرڅه به انشاالله تعالی که دخدای رضا وی سم شی۰ هند ته همم داتوصیه کوو چی سپوږ می ته تګ دی بریږدی لومړی خیلوهغو بربنډ او وږو هندیایانو ته سرپناه اوډودی ورکړی چی دسرک په غاړه تولد او په همهغه څای بوډا اومړ کیږی کله چی ټرمپ هند ته سفر کوی ددی لباره چی ټرمپ یی د سرک په غاړه دجونګړو حالت ونه ګوری مخی ته یی دیوالونه اوچتوی سنتاسی د غرب مډییا یی شاهده اونوره نړی پری خبروی د ۱۳۴۶ او ۱۳۴۷ کلونو پرلپسی وچکالی به دی یاده وی چی دبادغیس نه تر نیمروز اوغور خلکو خپل اولادونه دزړه غوښی خرڅولی ارګ میشتو به ویل (که نان پیدا نمیشود کیک وکلچه بخورد) ستاسی لپاره بهتره داده چی دغربی مډیا سره خپلی اړیکی پری کړی دیو مشر اوسپن ګیری په حیث امارت ته ښکلی مشوری ورکړی لکه د فاروق اعظم اوداسی نورو مشرانوپه څیر ترڅو داجنګ ځپلی افغانان لږ د ارام سا واخلی اوکه دلاسه دی پوره وی دا تښتیدلی متخصصین چی ته یی ښه پیژنی رادعوت کړه ورته ووایه دغربیانو غلامی پریږدی راشی خپل هیواد ودان کړی که نه راځی ورته ووایه د خلیل زاد په شان سوچه امریکایان شی ددی بیچارره اوغریب هیواد نه موخولی بندی کړی نور دی خپله خوښه ده۰
    د خوشحال خان خټک وایی مرګ د تندی په مذ هب زما بهتر دی نه ژوندون د دون همتو پ اوبو

  3. په اوسني میراث پاتې تعلیمي کروکولم یعني په تیرو دوو لسیزو کې چې بې تعلیم کسانو جوړ کړئ او له زمان سره یی برابر نکړ یا څنګ نشي ویله او تاسو په چړچو کې وئ او اوس ځانونه زړه سوند معرفي کوي، هیڅکله لوړو موخوته ته پرې رسیدلی نشو

  4. امریکا کښی تربیه شوۍ د سی آي اي جاسو سه او د امریکا ډالرو غلامه حتی د ایران اخوندی ډالرو کڅوړو اخیستونکیه کرزایه ( د ایران اخوندانو له خوا درکړ شوۍ نام ) تاسی او د تاسی همقطاره د غلیسی امریکا په هدایت تښتیدل او وحشی قدیانیو تربیه شوو قدیانی طالبانو ته کابل تسلیمول تاریخی ملی خیانت دی او تاسی جاسوس د همداسی افغان ملت تباهی ، بدبختی او بی سواد ساتلو لپاره لا تر اوسه کابل کښی ساتل شوۍ ئی او د ستا چټل څنګ ته د ستا په شان ډبل عبدالله هم کابل کښی ساتل کیږی ، د ستا دی فریبو غوښتنوباندی افغانانی او افغانان نشی غولیدای ، تاسی جاسوس وۍ او جاسوس به پاتی شی!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب