جمعه, مارچ 29, 2024
Home+تر څه خبره | زهير سپېڅلی

تر څه خبره | زهير سپېڅلی

زه په ترخه خبره مرم، عمر دراز مروته
زما د قتل  ډېر سوچونه دي ياران نه کوي
ارواښاد عمر دراز مروت
پښتانه متل کوي:
«د توري زخم جوړېږي، خو د ژبي نه.»
له همدې پوهېدای شو، چي ژبه تر توري تېره او وار ئې خطرناک دی.
دا چي ژبي ته دوه دېرش غاښونه په قهر دي، سبب ئې دا دی، چي زياتي ستونزي انسان ته له خپلي ژبي زېږېدلي وي.
ځيني وخت  د ژبي له لاسه غاښونو ګزار خوړلی وي.
د ځينو انسانانو ژبي ماران وي.
له هري خبري سره زهر پاشي او لکه لړم ګزار کوي.
هغه زخمونه چي ژبي په زړونو کي جوړ کړي دي، تر اوسه ويني ترې څڅېږي.
اوس هم څړيکي او دردونه کوي.
اوس هم تازه دي.
ځيني وخت ځيني خبري، خبري نه وي؛ په زهرو لړلي غشي وي، چي د انسان په زړه کي ښخ شي.
ټول عمر دا زخم، زخم پاته وي او جوړېده نه لري.
ځينو خبرو لاس/سر مات کړی دی، ځينو باورونه او ځينو بلکل زړونه دړي، وړي کړل.
لطفاً! له ژبو توري مه جوړوئ، چي زړونه پرې زخمي کړئ!
په ژبه او خبرو د خلکو په زړونو او ذهنونو کي زهر مه پاشئ!
«د بدي خبري عمر سل کاله دی.»
د لاس ګزار پر جسم، خو د ژبي ګزار پر زړه لګېږي.
د ځينو خبرو کولو مخکي بايد فکر وشي، چي څه وايم، ځکه له خولې وتلي خبري بيرته نه راګرځي. په تېره بيا تېره، کږه او ترخه خبره.
ځيني خبري، خو  بلکل خلک وژني!
چي يو ځل د چا زړه پرې بد  او مات شي، بيا نو څه معنا؟ که ژبه پرې کړئ او خولې ماتي کړئ!
«د جانان زړه دي رانه بد کړ
د ژبي سره په قينچي دي پرې کومه»
څومره ښه ئې ويلي دي:
«ځينې خبرې روغ زړونه ماتوي او ځينې خبرې مات زړونه رغوي.»
کاش
انسانانو داسي خبري کولای، چي
زخمي زړونو ته درمل شي.
خفه زړونو ته خوښي ورکړي.
نااميده زړونو ته اميد او تسلي وبخښي او
مات زړونه پرې ورغېږي.
په همدې هيله!

2 COMMENTS

  1. ګران ورور سپیڅلی،سپیڅله خبره کړیده،زموږ خالق جل جلاله او معلم د بشریت صلی الله علیه و سلم د انسان د ښه ژوند لپاره د ښو انسانی اخلاقو کامل کتاب رالیږلی او اعلی عملی سیرت یی رسول الله ص وړاندی کړی چي په عملی ژوند کی تر ڼنه ډیر موثر او جذاب واقع شوی او درسونه دی
    د ټول بشریت لپاره؛یواځی نرمښت او خوږوالی تر انسان محدود ندی بلکی دا خوږ سلوک د حیواناتو او نباتاتو سره هم شویدی او اوږده سابقه لری ۰
    اوس سوال دا مطرح کیږی چي موږ او یا په مجموع کی امت او بیا بالاخص اکثریت د امراء او علما چي په حکومت او ټولنو کی موثر رول او دروند مسئولیت لری ولی لدی اهم نعمت لږ برخمن دی ؟
    اول ـ که امرا او علما ښه او منحیث ورثه د انبیاء علیهم السلام فهم او کړنه ونلری نور عام خلک به له
    چا نه څه زده کړی ؟
    لکه علما چی وایی ؛ ملا شدن اسان است ولی ادم شدن مشکل است ۰
    دا مفهوم ډیر عمیق او تربیتی ریښی لری ، یا کیدای شی یو کس اول نمره یا دکتورا ولری یا شیخ القران یا شیخ الحدیث وی خو هغه د خامخا ښه معلم یا ښه خادم ، عادل او امین حاکم وی ۰
    ځکه یو خو دا چي هر عالم ، معلم نه وی او معلم د نورو د سالم فهم او تربیت په وړاندی مسئولیت لری بله دا چی تش علم یواځی بار دی،مثل الذین حملوا التوراه ثم لم یحملوها کمثل الحمار یحمل اسفارا،
    نو نورو ته درناوی تر ټولو مخکی زموږ اهلیت یا د سړیتوب درجه او تربیت ښکاره کوی او بر عکس یی
    سقوط له خط قرمز نه لاندی دی۰
    علما او حکام تر هغی ملت ته مفید واقع کیدای نشی تر څو منحیث د ریښتونی خادمانو ځانونه عیار
    نکړی او ګروهی ،حزبی سمتی او ژبنی جاهلی تعصباتو نه ځان پاک نکړی او خدمت د عبادت په خوند
    خوندور نشی او حلاوت د ایمان او اسلام یی څکلی نه وی ورنه ملا ستړی خدای ج ناراضه ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب