چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهنبیل: ط به دا ځل د بهرنيو بمونو پر ځای د ښځینه...

نبیل: ط به دا ځل د بهرنيو بمونو پر ځای د ښځینه مبارزو په زور نسکور شي

تاند:( سې شنبه، د جدي اوومه) ‏‏‏د افغانستان د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبیل د‌ کار، ډوډۍ او آزادۍ حقونو د ترلاسه کولو لپاره د افغان ښځو ورځ تر بلې پراخيدونکي لاریونونه او اعتراضونه ستایلي.

د نبیل په وينا افغان معترضانې په دې ‌پياوړې او اتلانې دي، چې د وېرو او ګواښونو باوجود خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

نبیل زياتوي: افغان ښځې د ټوپک او جهالت د واکمنۍ باوجود، بيا- بيا د تور لښکر پر وړاندې راوځي او د خپلو حقونو تامينول غواړي.

د ملي امنيت پخواني رييس دا هم ويلي، چې دا ځل به د طالبانو واکمني د بهرنيو بمونو پر ځای د افغان ښځو د مېړانې او مبارزې په زور را نسکور شي.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښار نن هم د لسګونه ښځو د حق غوښتنې د لاريون شاهد و.

د ننني لاريون د خورولو لپاره طالبانو ډزې هم کړي، چې د مرګ ژوبلې راپورونه يې لا نه دي تر لاسه شوي.

وروسته له دې چې د اګست په ۱۵ طالبانو کابل ونیوه، د نجونو لیسې یې بندې کړې او ښځې یې په کور کښېنولې.

طالبانو د نجونو د ښوونځیو د بندولو او کار ته د هغوی د نه پرېښودو لپاره بېلابېلې پلمې وړاندې کړي. کله وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره یو طرزالعمل جوړوي، کله وايي چې په ښوونځیو کې د هلکانو او نجونو د بېلولو لپاره یې ښوونځي بند کړي او اوس وايي چې کال ته به ښوونځي پرانیزي.

خو د ښځو د حقونو فعالانې وايي، چې دا څه ډول طرزالعمل دی چې په ۴ میاشتو کې جوړ نه شو او هغه کوم طرز العمل دی چې په شمالي ولایتونو کې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکوي خو په پلازمینه او جنوبي ولایتونو کې یې نه ورکوي.

دوی همداراز وايي چې په هیڅ دولتي ښوونځي کې مختلطې زده کړې نه کېدې او طالبان د ښځو له زده کړو سره د دښمنۍ په خاطر دا ډول پلمې کوي.

روانه اوونۍ د طالبانو د امربالمعروف وزارت د ښځو د لا منزوي کولو په خاطر اعلان وکړ چې نور ښځې بې محرمه سفر نه شي کولی او ټکسي چلوونکي بې حجابه ښځې په خپلو موټرونو کې سپرولی نه شي.

5 COMMENTS

  1. گرانو دوستانو، که څوک وکولای شي چه د اغلو ښځو نامه لاندې خپله چتییات او لوبه دې پرېږدي، داسې خبرې زموږ مقدسو میندو او خویندو ته به سخت ضرر ورسوي او لا سختې ورځې تر مرګ هم ښځو ته پېښ شي. دغه خبرداري ده ته ورکړئ، که دی پوه سړی وی د ښځو نووم به يې نه یادؤ!

  2. دا سړی په دیی خاطر چه مطبوعاتو کی خپل ځان مطرح کړی، فقط خلک پدی خبرو غولوی، بل دا چه افغانستان کی یواځینی سړی دی چه د خپلی خیټالوژی څخه ډوزی او بی اساسه خبری کوی. فکر کووم په بهر کی یی روحی او دماغی تکلیف پیداکړیدی.
    زنده باد اشرف غنی بابا چه د دغه شان خلکو په جزآ پیدلو او تر اخره یی ورته اهمیت ورنکړو.

  3. دا نو د امېدونو اخر دی چې نبیل جان دا ډول اپلاتې ولي. او سړیه اوس د ښو مشورو د ورکولو وخت دی. تاسو داسې وبایلله چې تاریخ درباندې شرمېږي. تاسو یو ځل دا خپلې تېرې ادارې ته په ځیر سره وګورئ او بیا خبرې او پروپاګنډ وکړئ. مننه

  4. په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت لپاره کوم سالم بدیل نشته چې ځای یې ونیسي، نو اوس د دوی پرضد مبارزه په حقیقت کې لنډغرو ته د راتګ لپاره مبارزه ده. اوس باید د طالب دسمون لپاره منطقي او سالمې مشورې ورکړل شي او هم مرسته او همکاري ورسره وشي.

  5. نبیل غواړی طالبان د افغانستان، په تیره د کابل شریفو او پتمنو ښځو په وړاندی په قهر کړی. واقعیت دادی چی د یو وطن ښځې او نارینه ګډې غوښتنی لری احساس اودرد یی شریک دی، منتهی یو واقعیت دا دی چی تیرو شلو کلو کی ښځې دومره په فساد نه وی ککړی رشوت یی نه اخیست او خیانتونه یی نه کول لکه څومره چی نارینه په فساد اخته وو. بل دا چی د افغانستان تر نر څخه دافغانستان ښځې وطندوسته دی نبیل غلط کار کړی چی دافغانستان ښځي یی داسی یادی کړی خپله خبره دی کوه که څه ویل لری له خپلی خولی یی ووایه د ښخو نوم ولی اخلی؟
    د نبیل خبری په چا ښې نه لګیږی هیله ده تاند د دغه ډول فاسدو څیروعکسونه نشر نکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب