شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeدا هم ولولئهغه هیوادونه چې د خپلو لیکوالانو سره مینه لري

هغه هیوادونه چې د خپلو لیکوالانو سره مینه لري

لیکواله: الیف شافاک (الف شفق)

ژباړن: عزت الله شینواری

سکاټلنډ یو کوچنی هیواد دی خو لوړ استعدادونه لري. دې هیواد نړۍ ته په مختلفو څانګو لکه فلسفه، ساینس او ادبیاتو کې پوهان وړاندې کړي دي. هرډول ګرځندویان ادینبرا ته راځي او لارښوونکي ورته د دې ښار دا ډول ستاینه کوې:«دا داسې ښار دی چې شاعرانو او لیکوالانو ته الهام ورکولی شي.»

د دې ښار په هره څنډه کې د شاعرانو، لیکوالانو او د نورو پوهانو د آثارو شاهدان یوو. د مثال په ډول د پخوانۍ ودانۍ پر  یوه ډبره له دې جملې سره مخامخ کېږو: «رابرت برنز(Robert Burns په ۱۷۹۶ –  ۱۷۵۹ کې په دې کور کې ژوند کړی دی. هغه یو نړیوال شاعر دی چې ډیرو خلکو ترې الهام اخیستی دی، هغوی د ده له پېژندلو وروسته ژوند ته له یوې بلې زاويې کتلي دي.»

که د خوړو لپاره ساندویچ پلورنځي ته ولاړ شئ ښايي هلته هم پر دېوال د شاعرانو یا فیلسوفانو آثار او یا ژوند لیک وګورئ.

د دی ښار په ځای، ځای کې د فلسفې او ادبیاتو په اړه خبرې کېږي. سکاټلنډیان په دې عقیده دي چې په اوسنۍ زمانه کې د هیوادونو ترمنځ د توپیر یوازینی لامل فرهنګ دی، نه ایډلوژي او علم. د سکاټلنډیانو دا کار فرهنګ ته اهمیت ورکول په ډاګه کوي. په ننني عصر کې، ټولنې د فرهنګي مسایلو له نظره تشویق کېږي او یاهم تر نقد لاندې راوستل کېږي. له تېرې زمانې نیولې تر اوسه سکاټلنډ په خپلو لیکوالانو مئین دی. مثلاً د هريی پاټر لیکوالې ـ جې کې رولینګ ـ  نوم تل د خلکو په خوله وي او ستاینې یې کېږي. هغو هوټلونو او یا ساندویچ پلورنځیو ته چې جې کې رولینګ تللې ده او یا په هغو ځایونو کې چې دې تدریس  کړی، ټول په نښه شوي دي.

زما یو ملګری تل وايي:«آفرین دې په ادینبرا وي! څومره هنرمندان يې روزلي دي.»

له عثماني دورې را په دې خوا څومره شاعران، لیکوالان، خبریالان، نڅاکوونکي، کاریکاټوریستان او نور هنرمندان په استانبول او نوره نړۍ کې روزل شوي؟ آیا د هغوی په نامه ځایونه، هوټلونه، پارکونه او …. نومول  شوي؟ په دې ښارونو کې د هنري آثارو، هنري او فرهنګي انسانانو قدر چېرته دی؟

فرهنګ جوړونه د معلوماتو له راغونډولو او علم  څخه سرچینه اخلي. په دې خاطر ویلی شو چې تر ټولو لوی هدف د دې ډول فرهنګ جوړونې د یو ملت په وفادارۍ پورې اړه لري او دا هغه وخت لاسته راځي چې علاقه، د مالکیت حس، احساس او وفاداري وي. د مثال په ډول هر  ښوونځی باید د خپلې سیمې د هنرمندانو د آثارو نندارتون جوړ کړي.

حسین رحیمی ګورپینار، یحیی کمال بیات لی، خالده ادیپ ادی وار، احمد حمدی تام پینار او… دا هغه روښنفکران، انځورګران او هنرمندان دي چې د استانبول په هر ځای کې باید د دوی آثار ولیدل شي. د دې کار لپاره د هغوی مجسمې په واټونو کې ولګول شي یا هم د سړکونو نومونه د دوی په نوم ونومول شي یا د دوی آثار په عامه ځایونو کې ولیکل شي او پر دې سربېره د استانبول د ادبیاتو نقشه جوړه شي.  کله چې ګرځندویان زموږ ښار ته راځي نو دا جمله به یې له خولې ووځي:« آفرین دې په استانبول وي څه هنرمندان يې په خپله غیږه کې را لوی کړي دي.» یوازې هغه وخت د تیرو مشرانو پور ادا کولی شو.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    ورور شينواری عزت اله صاحب! مڼنه له ترکي مطلب ژباړنې څخه دې.
    خو عنوان یا باش-یازءسءنده، (هغه هیوادونه … ) لیکل شوي او بیا صرف د سکاټلینډ یاده شوی!. ما فکر کاوء یو لړ هیوادونه به دې قطار کړي وي .خیر زمونږ ګران وطن افغانستان هم ډېړ زیات کلتوري افتخارات او هنرمندان درلودل او لري ېې ؛ څومره به ښه وي چې یوه ورځ پخپل هیواد کښې او هم ورور او کاردش مملکت د ترکيې جمهوریت کښې د کلتورونو قدر وشي او تآسې او مونږ ېې شاهد اوسو. و من الله التوفيق!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب