چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهمتقي: افغانستان له ۵۲ هېوادونو څخه موږ ډېر امن کړی، د تحريم...

متقي: افغانستان له ۵۲ هېوادونو څخه موږ ډېر امن کړی، د تحريم پر ځای تحسین مو کړئ

تاند:( سې شنبه، د جدي اوومه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د ده په وینا د افغانستان د بېساري امنیت ساتلو له کبله یې باید تحسین کړي، نه دا چې تحریمونه ورباندې حاکم وساتي.

هغه له الجزیرې ټلویزون سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د امریکا او ناټو په مشرۍ ټوله نړۍ د افغانستان په امنیت تامینولو کې ناکام شوي وو.

د ده په وینا، د افغانستان امنیت ټولې نړۍ ټینګ نه کړای شو، خو طالبانو دا کار په ډېره لږه موده او تش لاس ترسره کړای شو.

طالب خارجه وزیر په دې مرکه کې دا هم ویلي، چې د افغانستان جمهوري نظام داعش ډلې ته د فعالیت او پراختیا فرصت ورکړی و، خو دوی پرې کړۍ تنګه او له منځه یې یوړه.

ملا متقي په دې مرکه کې دا هم ویلي، چې دوی ته د افغانستان له جمهوري نظام څخه کمزوری اقتصاد او پراخ فساد په میراث پریښودل شوی.

هغه غوښتنه کړې، چې د طالبانو حکومت باید د نړیوالو تحریمونو پرځای له تحسین او ستاینې سره مخ شوی وای.

د ملا متقي دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې سیاسي مرستیال یې شېرمحمد عباس ستانکزي په پرونۍ وینا کې امریکا د نړۍ تر ټولو ستر زبرځواک وباله او ویې ویل، چې دوی د هغه زبرځواک له ماتولو سره تر امریکا هم په ستر زبرځواک بدل شوي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو رييس الوزرا مولوي محمد حسن اخند ته په يوه منسوب غږیز پيغام کې هغه له روان وضعیت څخه نا خوښي ښودلې.

ملا حسن اخند په دې غږيږ پيغام کې له خپل مرستيال ملابرادر او نورو طالب مشرانو غوښتي، چې ځان غوښتنه او شخصي خواهشات يوه خوا پريږدي او په تقوا دارۍ سره خپلې دندې مخې ته یوسي.

د طالبانو رييس الوزرا دا هم ويلي،‌ چې حضرت محمد (ص) يې خوب کې لیدلی، هغه له خپل امت څخه ناراضه دی او دا له دې کبله ۲۰ شپې کیږي، چې خوب نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب