پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد مفسدو رهبرانو په يوه نوملړ کې د ولسمشر غني نوم مختلف...

د مفسدو رهبرانو په يوه نوملړ کې د ولسمشر غني نوم مختلف غبرګونونه پارولي

تاند:( سې شنبه، د جدي اوومه) د فساد پر ضد د يوې بهرنۍ ادارې په هغه نوملړ کې د ولسمشر غني نوم شاملیدل، چې د نړۍ د مفسدو رهبرانو په اړه خپور شوی، له مختلفو غبرګونونو سره مخامخ شوی.

په دې نوملړ کې د امريکا د مختلفو مخالفو سیاستوالو نومونه ليکل شوي دي.

په دغه نوملړ کې لومړنی نوم د بیلاروس د ولسمشرالکساندر لوکاشینکو، دويم د بې واکه شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ورپسې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد اسد او ترک ولسمشر رجب طیب اردوغان نومونه لیدل کېږي.

د‌ دغو سياسي رهبرانو په اړه عام قضاوت دا دی چې د خپلو ملي ګټو په سر د امریکا له متحده ایالتونو سره وران شوي دي.

د ولسمشر غني يو شمېر سياسي مخالفانو او په ځانګړي ډول طالبانو په دغه نوملړ کې د هغه د نوم د لیکل کیدو هرکلی کړی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت يوه مقام او مخکښ تبلیغاتي مبلغ ذاکر جلالي په دې اړه ليکلي: «الحمدلله له اولې ورځې غني راته يو پوپوليست، درواغجن،مکار، پردي‌پال، لاسپوڅی، ډارن، نامسلمان او خائن ښکارېده.»

د هغه په وينا د طالبانو يوه لويه لاسته‌راوړنه دا ده چې افغانستان يې د غني له شره وژغوره.

د ولسمشر غني د واکمنۍ پر مهال د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رييس محبوب شاه محبوب بيا دغه نوملړ د یوې نامعلومې تبلیغاتي پروژې کار ګڼلی او ويلي، چې په لومړي ځل یې د دې ادارې نوم اوریدلی دی.

محبوب وايي: «دا څېړنه له امکانه وتلې ده چې د نړۍ د شا او خوا اتو میلیارده انسانانو په منځ د چا په اړه داسې پرېکړه وشي. د دوی خپور کړي راپور کې هېڅ داسې سند نشته، یوازې شپږو ژورنالېستانو پرېکړه کړې او خبر یې خپور کړی.»

د ولسمشر غني دا پلوی زياتوي: «د څېړنې کوم اصل او کومه میتودولوژي کارول شوې؟ له کوم څېړندوده کار اخیستل شوی؟ دا څېړنه کله او چېرې شوې؟ ما له دغې ادارې سره اړیکه کړې زما د یوې پوښتنې ځواب یې هم نه دی راکړی.»

د کندهار پخواني امنيه قومندان او د ولسمشر غني یوه سیاسي مخالف جنرال تادين خان بیا په دې اړه لیکلي: ‏ولسمشر محمد اشرف غنی که نور هر رقم ولسمشر وو، خو زه دا خبره په پوره صداقت او باور سره کوم چی له فساد څخه پاک وو.هميشه به يی د فساد پر ضد مبارزه کوله، تر نن ورځ پوری هيچا هم ونشو کړائ چی په ولسمشر غنی کوم فساد ثابت کړی! بله دا چی نړئ د ولسمشر غنی د بدنامولو لپاره هر درواغ وايي.

د دفاع وزارت پخواني مرستيال او د ولسمشر غني یوه بل سرسخت مخالف تمیم عاصي ويلي، چې ولسمشر غني ډېرې ستونزې لرلې او دی یې په ډېرو برخو کې مخالف و، خو هغه فاسد نه و ‌.

پر ولسمشر غني د جمهوري نظام له سقوط او هېواد نه تر وتو وروسته هم د فساد تور پورې او طالبانو ادعا وکړه، چې ۱۶۹ ميليونه ډالره یې ځان سره له هېواده ويستي، خو هغه دغه تور رد او وويل، چې ملګري ملتونه او د فساد ضد نړیوال بنسټونه دې په دې اړه څېړنې وکړي.

ولسمشر غني د تازه تورونو په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

10 COMMENTS

  1. د امریکا مخالف رهبران او جهتونه به په تیر کی به کمونیست او سوسیالیست یادیدل او اس په مفسد ، دیکتاتور او تروریست یادول کیږی ، دا د امریکا د استخبارتی اداری (سی ای اې) یو معمول تبلیغاتی جګړه ده

  2. حقیقت په دوه ګوتو نه پټیږی نو بیا ولی تری ویره لری. انتخابات وکړی چی در ته معلوم شی.

  3. تیر وخت کی ملیګرا ټول رهبران د دکتاتور او نورنو نومونو باندی له منځه یووړل شول مثلاً صدام یو ډیر مضبوط او آهنین ملی رهبر و چی ممکن نن ورځ یی له عراق څخه داسی هیواد جوړ کړا ی وای چی اسراییلو د بیت المقدس د مالکیت خوب هیر کړای وای یا قذافی چی شهری ترانسپورت ، بریښنا مکتب او روغتون ټول مفت و او کله به چی میندو ماشوم دنیا ته راوړ څلور زره دالره یی ورسره کمک کاو او داسی ډیر نور سهولتونه هغه یی هم لکه صدام ختم کړ نجیب چې د سولی او ملی یووالی برنامه جوړه کړه هغه یی هم له منځه یووړ او بیا یی دبن کنفرانس کی ظاهر شا ته موقع ورنکړه آن ټیټه کچه باندی لیدران لکه منظور پشتین هم نه پریږدی لنډه داچی له افریقا نیولی تر آسیا او اروپا پوری یی ملی لیډران بدنام کړل اوس دا نوی لوبی شروع شوی دغسی څو نوروهیوادو لکه کیوبا کی هم غواړی ملی رهبران بدنام کړی دوی د پرمختیایی هیوادو دترقی او ملی ځواکونو د اتحاد مخالف دی. خو دا ولسونوپوری مربوط ده چی څومره یی ملی شعور پوخ دی چی خپل منافع درک او ملی مشران حمایه او د هغوی د کړنو سره مرسته وکړی
    د ملی رهبرانو په وړاندی د دسیسو اصلی طراح انګریز دی امریکا هسی استعمالوی

  4. که امریکا غنی مفسد بولی نو باید امریکا د نړۍ تر ټولو مفسد دولت وګڼل شي ځکخ چې د دوی تر اداری او مشورو لاندې وو!

  5. هر څوک چه لوبه له چه څخه وګټی ، مقابل یی په دوکه او فریب تورن وی ، معلومیږی چه ډاکټر غنی د امریکا ټولی لوبی په اوبو لاهو کړی او تر اخری شیبی یی هم امریکایی مشران غافل و ساتل .

  6. داچي ښاغغلي ډاکتر غني غلتوي کړي به د کي هيڅ شک نشته، خو ايا ملا حسن او د افغانستان کابينه ټوله يو دريشخند او بي کيفا يتي نندارتون نه دی کوم چي امريکا په ب ۵۲ الوتکي له افغانستانه وځغلول او بيرته يي په قدرت راوستل.
    دا نو عجب قضاوت ده

  7. د هیوادونو په سطحه د فساد او مفسدینو منفی اغیزې به یا کمزوری او لنډمهاله او جبرانوونکی او اصلاح کېدونکی وی
    خو
    د بشریت ډیره برخه د یو بل ویرانوونکی فساد سره مخامخ ده:
    د بشریت ډیره برخه د غرب خصوصاً انګریز او امریکا د اقتصادی او سیاسی او اقلیمی یاغیتوب د فساد څخه سر ټکوی.
    آیا د خپلو جیبونو د ډکولو پخاطر د ډول ډول نامشروع او اخلاقی او حتی انسانی ضد کړنو تر سره کول ( چی حتی طبیعت او چاپیریال زخمی کوی او ډیر انسانان د لوږی او ناروغیو منګولو ته سپاری) یو پراخ فساد نه ګڼل کیږی؟

  8. زموږ د طون نر بچی، منتخب جمهور رئیس، متفکر او عالم افغان ، محمد اشرف غني د نړۍ ستر فرعوني او استعماری زبر ځواک امریکا او د هغه څلوېښتو هیوادو پوځي او اټومي ملګري ځواک ته زموږ په غریب، جګړه ځپلي افغانستان کي داسي متفکرانه او افغاني چپلاخه ورکړه چي بیا دوی وي په هیڅ بل هیواد کي داسي غول و نخوري چي یو مظلوم هیواد د خپلو استعماري او شیطاني دسیسو قرباني او بیا ولکه کي.
    ملي اتل د هیواد د ویاړونو ناجي ستر محمد اشرف غني زموږ د زمانې منتخب جمهور رئیس، غازي او وطنپاله امان الله خان دی.

  9. چی غنو خپله ددی اداری په بی طرفی اقرار کړی نو بیا دهغه طرفداران یی ولی غندی. دهغه طرفداران به ډیر خوښوی خو اکثریت افغانان یی دافغانستان غل بولی. اوس چه دا فقر راغلی دا هم ددوی جمبوری نتیجه ده. دخندا خبره خو دا ده چه دغنو دیو طرفدار د ددی اداری نوم هم ندی اوریدلی. دا څنګه بیمعلوماتو کس دی.
    بلی نن سبا دفساد په ضد مبارزه دجابرو خلکو پلمه سوی خو دټراپرنسی اداره امریکا هم پاک دولت نه ګڼی. اول دولتونه سیکاندیناوی او نور لکه سینګاپور غوندی دولتونه بللی سوی. دی اداری افغانستان داشغال په وخت کی دنور پنځو دولتو سوا ترټولو فاسد دولت بللی دی.

  10. د فساد پر ضد دغه بهرنی اداره یوه امریکایی اداره ده او د ریشتینو افغانانو نماینده ګی نشی کولای، د دیی پرځای چه د هغه امریکایانو چه په افغانستان کی یی د فساد او غلا ریشه شروع کړه، نومونه واخلی برعکس د داسی سړی نوم اخلی چه د دوی د فساد او غلا پر ضد وه.

    ولسمشر اشرف غنی بابا د افغانانو اتل او هیرو دی، دغی پوهه اتل او هیرو د امریکا، انګریز او د هغوی د غلام چټلیستان ټولی دسیسی شنډی او تباه کړی. د افغانستان په راتلونکی تاریخ او کتابونو کی به د ښاغلی محمد اشرف غنی نوم د یو ملی اتل، ګران بابا، ملی افغان او یو پاک انسان په نوم سره یادیږی او هم به لیکل کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب