دین راته وایي چې په چپ لاس باندې ناولي کارونه کېږي؛ د ډوډۍ خوړلو او هغو نورو کارونو د ترسره کولو لپاره باید ترې ډډه وشي چې په پاکۍ موضوع پورې ارتباط پیدا کوي. همدا وجه ده چې د چپ لاس په اړه زموږ تصور په ټوله کې بېخي ولټه شوی، که کوم کار په پاکۍ پورې اړه لري یا یې نۀلري په چپ لاس کول یې راته کفر ښکاري. مثلاً کۀ څوک په چپ لاس لیکل کوي، ښه نه رالګي.
که په کور کې مو کوم ماشوم په چپ لاس لیکل کوي، زور پرې راوړو، چې ښي لاس ته شي.
زما وړوکی ماما زوی چې لا اووه کلن شوی نه دی، په چپ لاس الف – بې لیکي. ما هڅه وکړه چې منع یې کړم. دېته مې نه ورکاوۀ چې په چپ لاس لیکل وکړي، غوښتل مې چې ښی لاس باندې لیک وکوي او همداسې یې روږدی کړی شم.
خو په چپ لاس لیکل طبیعي پېښه ده.
په انسان کې عصبي رګونه چې له مغزو راوځي او په ټول بدن کې خپرېږي، یو ځای کې سره تېر او بېر کېږي. یانې د مغزو د چپې نیم کُرې رګونه ښۍ خوا ته ځي او د ښۍ نیم کرې رګونه چپې خوا ته.
په پنځه نوي فیصده خلکو کې چپه نیمه کره برلاسې وي. په همدې وجه اکثره وګړي عمده کارونه په خپل ښی لاس باندې ترسره کوي.
په ځینو کې دا پېښه برعکس وي، د چپې نیم کرې پر ځای ورکې ښۍ نیم کره زوروره وي او له پېښې یې چپ لاس غښتلی وي. له همدې رویه دا ډول کسان عادي چارې پر چپ لاس کوي یا که ووایم چپلاسي وي.
د نړۍ مشهورې او وتلې څېرې هم چپ لاسې وې، لکه مهاتما ګاندي، انشټین، چارلي چاپلین، کینیدي، بوش، اوباما او ….
دوی ټولو په چپ لاس لیکل کول. دا چې په انسان کې دا شی طبیعي او د خدای خلق دی، بدلون یې د انسان له وسه لرې خبره ده، نو موږ باید د یو عیب نه؛ بلکې د یوې طبیعي پېښې په توګه ورته وګورو. هغوی تحقیر نۀکړو، چې چپلاسي دي یا ځانګړي ډول په چپ لاس لیکل او نور عادي کارونه کوي.
سلام شفاهي شی دی او دیني جنبه لري خو ستړي مۀشی چې فیزیکي یا په غټه کې په لاس ترسره کېږي کلتوري پدیده ده.
موږ پښتانۀ چې په لاس ستړي مۀشي کوو، ښي لاسونه باید یو بل ته ورکړو. که کوم چا چپ لاس درکړ، توهین بلل کېږي.
زموږ دا کلتور هم په انسان کې له هغې طبیعي پېښې سره تړاو لري. موږ وویل چې په اکثرو کې چپه نیم کره برلاسې وي او له دې امله ښی لاس غښتلی وي، د هر کار لپاره ځان مخکې کوي یا د چپ لاس په نزد ښی لاس کې قوت زیات وي.
نو زموږ د ستړي مۀشي فزیکي سیمبول هم ښی لاس شو. که چېرې په اکثرو خلکو کې ښۍ نیم کره برلاسې وه او چپ لاس مو غښتلی وای، شاید دا سیمبول مو برعکس وای.
د چپ او ښی لاس د ښه او بد کیسه زموږ په ټولنه کې له انګیرنو هم خوندي نۀده. زموږ کږنې او انګیرنې هم د چپ لاس په حق کې ظالمانه دي. کۀ هر پلورونکي یا بل چا ته څوک په چپ لاس پیسې ورکړي، نه یې ترې اخلي، ورته وایي په ښي لاس یې راکړه، چې بیا مې بخت ځي.
داسې ډېر نور کارونه چې یوازې د هغې طبیعي پېښې محصول دي، خو موږ ترینه په دیني، ټولنیز، کلتوري او نور اړخونو کې ناسم تعبیرونه اخیستي او چپ لاس یې راته د ښی لاس پر نسبت د یو عیب لروونکی شي په څېر را تداعي کړی دی.
دین که په چپ لاس خوراک او څښاک بندوي او د دواړو لاسونو چارې محدودوي منطق ورته دا راوړي، چې پر چپ لاس ګنده کارونه کېږي، اودس ماتی، استنجا او … .
دا کارونه ناولي دي، له ناولتیا نه صحت ته زیان پېښېږي او دین ډېری له همدې شي د مسلمان انسان د ژغورنې لپاره پر چپ لاس ځینې کارونه منع کړي دي.
خو دین هغه کارونه نه دي ښودلي چې نه صحت ترې زیانمېږي او نه پاکي او ناپاکي پکې مطرح وي؛ بلکې د نورو عادي کارونو په چپ لاس نۀ ترسره کول د دین له تاثیره د مسلمانانو خپل ټولنیز تعبیرونه دي، چې سم نۀدي.
ماخذ: ډاکټر منصور، محمود. د حقارت غوټه، ۷۸ او ۷۹ مخونه (۱۳۸۶ لمریز کال) ژباړه او اضافي تشریح ډاکټر زغم، محب الله. برښنایي خپرندوی: موږ علمي بنسټ.