جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهحامدکرزي؛ د ورزش په ډګر کې د علي رضا اساهي مړینه لویه...

حامدکرزي؛ د ورزش په ډګر کې د علي رضا اساهي مړینه لویه ضایعه بللې

تاند【جمعه د سلواغې ـ مرغومي ۵مه】د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هېواد د بدن د ښکلا او فټنس د ملي لوبډلې د غړي علي رضا اساهي مړینه یوه ستره ضایعه بللې ده.

کرزي په خپله ایکس پانه نوموړی یو زیارکښ ځوان بللی دی.

پخواني ولسمشر حامدکرزي لیکلي: “علیرضا اساهي یو زیارکښ ځوان و، چې د بدن د ښکلا په برخه کې یې په خپلو هڅو سره اتلولي ترلاسه کړه.”

بل لورته د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان هم د علي رضا اساهي پر مړینه خواشیني ښودلې او له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

راشد خان ویلي، چې د علي رضا د کورنۍ د ملاتړ لپاره به هڅه وکړي.

علي رضا پرون (پنجشنبه) په کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

علي رضا اساهي په کابل کې زېږېدلی، چې په خپل لوبیز ژوند کې ۲ د سرو زرو مډالونه لري.

اساهي تر تور کمربند پورې د کراټې په برخه کې کار کړی او له هغه وروسته یې د بدن جوړونې ډګر ته مخه کړه او د ژوند په وروستیو دریو کلونو کې یې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې.

5 COMMENTS

  1. ورزش د جسمانی او روحی پیاوړتیا لپاره یوه حیانی اړتیا ده خو ځینی ورزشګاران د خپل ورزشی څرنکوالی په اقنضاء مجبور دی چی ځینی نامناسب مواد استعمال کړی، دا مواد اکثره کیمیاوی ترکیب لری چی د ورزشکار بدن ته سخت زیان رسوی البته د ځینو ورزشکارانو ورزشی شوق دومره غښتلی دی چی دې ډول زیانونو ته پاملرنه نلری او فقط ور ته آنی شوق او بریالیتوب ارزښت لری.
    خدای دی دا ځوان ورزشکار ( علی ساهی) وبخښی، احتمالاُ ددې مرحوم د مرګ علت به هم د نامناسبو موادو استعمال وی.

  2. دا څنګه؟ علیرضا اساهی د مړینې یا وفات په ورځ ١٦ کلن ؤو؟
    که همداسي وي نو دا بیچاره خو لا تنکئ ځوان ؤو چي له نړۍ ولاړ.
    روح يي ښاد او جنتونه يي دَ ابدیت کور!

  3. Ali Reza Asahi (Dari: علی رضا آساهی; 27 March 1974 – 23 January 2025) was an Afghan bodybuilder, who won a gold medal in the 14th round of the 2023 World Bodybuilding Championships hosted in Seoul, South Korea.
    Asahi won the gold medal among the representatives of China, Japan, India, and South Korea in the competition with athletes from 40 countries in the weight category of 85 kg and above.
    Asahi died in Kabul, Afghanistan on 23 January 2025, at the age of 50.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...