تاند【جمعه د سلواغې ـ دلوې ۵مه】امریکا ته د افغانانو د لېږد مرستندویه بنسټ مشر شان وانډایور، دغه هېواد ته پر شرایطو برابرو افغانانو د تخلیې د ځنډولو پر پرېکړه نیوکه کړې ده.
نوموړي دا پرېکړه د ټرمپ د حکومت تېروتنه بللې ده.
شان وانډایور هیله څرګنده کړې، چې د ټرمپ حکومت به پر دغه پرېکړه بیا غور وکړي.
شان واندډایور له سکای نیوز سره خبرو کې زیاته کړې، چې د ماشومانو په ګډون څه باندې لس زره افغانانو امریکا ته د تګ بهیر بشپړ کړی او اوس مهال د سفر لپاره چمتو دي.
د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو سره سم امریکا ته د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي پرېکړه وکړه او ورسره یې دغه هېواد په قانوني ډول د سفر په انتظار د کډوالو پروسه هم وځنډوله.
دغې پرېکړې هغه افغانان هم خواشیني کړي، چې اوسمهال امریکا ته د سفر په انتظار دي.
دوی هیله لري،چې ټرمپ په ژر خپله پرېکړه بدله کړي.
دا پرېکړه دي نه لغوه کېږي بلکې بدله یا اصلاح دې کړي او هغه داسې چي يوازي افغانان کولای شي امریکا او همدارنګه نورو هیوادونه دَ تګ یا مهاجرت اجازه یا حق لري. داسي باید نشي لکه اوس او پخوا چي هرو لسو مهاجرو کي ٧ تنه دَ پاکستان دَ پوځ او آی اېس آی پوري تړلي پاکستاني پښتانه، د بلوچستان هزاره ګان او فارسي ژبي پاکستانیان وي چي دَ افغانانو حق خوري او پاکستان ته یی استوي.
د افغان په نوم يوازي سوچه افغانان بهر ته د تګ او مهاجرت حق لري!
د افغان له نومه بیګانه خلکو ډیره ناوړه آستفآده کړي ده!
مننه درنو افغانانو!