تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۵ مه) د تعلیم نړیوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستې ماموریت (یوناما) د افغان نجونو لپاره د زده کړو د دوامداره محرومیت په اړه “ژوره خواشیني او ژوره اندېښنه” څرګنده کړه، ځکه چې افغانستان یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې پکې له ښوونځیو څخه منع دي.
یوناما وايي چې له هغه وخته چې طالبانو نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته له تګ څخه منع کړې دي، ۱,۲۲۵ ورځې تېرې شوې دي—چې نژدې څلور کاله کېږي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وویل: «دا یو ستر ناورین او غم دی چې میلیونونه افغان نجونې د تعلیم له حق څخه بې برخې شوې دي. هېڅ هېواد د خپل نفوس نیمایي په محرومولو پرمختګ نه دی کړی. د امر بالمعروف چارواکي باید دا بندیز سمدستي ختم کړي او ټولو افغان نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځوی ته لاړې شي.»
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته د ښځو او نجونو په حقونو او ازادیو پراخ محدودیتونه لګولي دي، چې په کې د منځنيو او لوړو زده کړو بندیزونه شامل دي. دا اقدامات د نړیوالې ټولنې له سخت غبرګون سره مخامخ شوي او افغانستان یې په نړیواله کچه لا زیات ګوښه کړی دی.
د تعلیم نړیواله ورځ، چې هر کال د جنورۍ په ۲۴مه لمانځل کېږي، د سولې، مساوات او پرمختګ په ترویج کې د زده کړو اهمیت په ډاګه کوي. د سږ کال موضوع، «مصنوعي ذهانت (AI) او تعلیم: په نړۍ کې د انساني واک ساتنه»، د دې عاجل ضرورت روښانه کوي چې تعلیم ټولو ته، پرته له جنسیت او جغرافیې، برابر شي.
دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې لږ تر لږه ۱.۵ میلیونه نجونې پر زده کړو د طالبانو د بندیز له امله له ښوونځيو څخه محرومې دي.