تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۵ مه) د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ، دولتي چارواکو ته لارښوونه کړې چې د جان ایف کینډي، رابرت ایف کینډي او مارتین لوتر کینګ په ترور پورې تړلي اسناد له محرمانه حالت څخه د راایستلو یا څرګندولو لپاره طرحه وړاندې کړي.
دا پېښې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لړزونکي ترورونه ګڼل کېږي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل: «ډېرو خلکو له اوږدې مودې راهیسې، کلونه، حتی لسیزې د دې ورځې لپاره انتظار کاوه. او اوس به ټول حقیقت ښکاره شي.»
د دې لارښوونې له مخې، جګپوړي دولتي چارواکي باید په ۱۵ ورځو کې د دې اسنادو له محرمانه حالت څخه د راایستلو لپاره طرحه وړاندې کړي.
د امریکا پخوانی ولسمشر جان ایف کینډي، په ۱۹۶۳ کال کې په ډالاس ښار کې ووژل شو. د هغه ورور رابرت ایف کینډي په ۱۹۶۸ کال کې په کلیفورنیا کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون پر مهال ترور شو، چې یوازې دوې میاشتې وروسته له هغه و چې د امریکا د تورپوستو د مدني حقونو د غورځنګ مشهور مشر مارتین لوتر کینګ، د تنسي ایالت په مېمفس ښار کې ووژل شو.
د دې ترورونو په اړه د جنایي تحقیقاتو اړوند ډېری اسناد په بېلابېلو کلونو کې خپاره شوي، خو لا هم زرګونه اسناد چې د جان ایف کینډي د قتل په پراخو تحقیقاتو پورې اړه لري، پټ پاتې دي.
جان ایف کینډي د «لی هاروي اوسووالډ» له خوا ووژل شو، چې د سمندري ځواک یو عسکر و او شوروي اتحاد ته یې پناه وړې وه، خو وروسته امریکا ته راستون شو.
یو دولتي تحقیقي کمیسیون دې پایلې ته رسېدلی و چې له اوسووالډ سره په دې ترور کې بل چا مرسته نه وه کړې.
خو په دې دوسیه کې لا هم داسې بې ځوابه پوښتنې شته چې د دې ترور په اړه د بدیلو نظریو د خپرېدو لامل شوي، په ځانګړي ډول د دې ادعاوو په اړه چې د دې وژنو تر شا د دولتي مامورینو، مافیا یا نورو مشکوکو ډلو لاس لرل شوني دي.
په تېرو څو لسیزو کې ترسره شوې نظرپوښتنې ښيي چې ډېری امریکایان باور نه لري چې اوسووالډ په یوازې ځان عمل کړی وي.
کانګرس په ۱۹۹۲ کال کې داسې قانون تصویب کړ چې ټول اړوند اسناد باید په ۲۵ کلونو کې خپاره شي. د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره او د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال د جان ایف کینډي اړوند ډېر اسناد خپاره شوي، خو لا هم زرګونه اسناد په نسبي یا بشپړ ډول محرمانه پاتې دي.