دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهقانعد طاقت صاحب د کارپوهنې طاقت / عصمت قانع

د طاقت صاحب د کارپوهنې طاقت / عصمت قانع

دوا خان مینه پال تر ما کشر دی، کله چې زه په ۱۳۵۷هه ل کال کې د نظام د اشرارو په لست کې له لسم ټولګي څخه زندان ته روان شوم، نو ګومان کوم چې هغه لا په پښو نه وو درېدلی. تر کال به هم د لږ عمر وو. دوا خان په هماغه کلي کې لوی شو، چې زه په کې لوی شوی وم.

د کلي په میدانونو کې یې لوبې وکړې، د پټې دُرې، ړانده چرک، الله داد او نورو کلیوالو لوبو ډګرونه تر موږ وروسته د دوی لخوا ډک شول. د کلي د شنو توتو تر سیورو لاندې د بیډیو د ګټې او بایلات لوبه هم دوی ګرمه ساتلې وه.

د کلي د کاریز په شنو باغچو کې لا زموږ تر شا پاتې هلکان په سبقونو بوخت وو او له کروندو څخه یې د شفتلو او رشقو پلنډې تړلې.

د بابا هوتک د لیسې صنفونه لا یو څه زمانه د شارګردانو له ګڼې ګوڼې څخه نه وو خالي شوي او جګړې د ژوند د صحنې پر ټغر د سکوت پیریان نه وو کېنولي. ځای ځای به لا اتڼونه وو.

ما چې به د کلي د حال او احوال پوښتنه کوله، نو خلکو به ویل، چې لا د فخان اکا د ډول ډنګ د اتڼ له غورځنګ سره ملګری دی.

د چینو سوټیان لا ژوندي دي او د شیرینې نازنینې پر سندره د خروټو او تره کیو د ځوانانو څڼې د نڅا او ګډا له جادوګر خوځښت سره ملګرې دي.

خو جګړې ډېر ژر د ژوند د مستو خوځښتونو پر ټغر د سکوت پیریانان کښېنول.

دوا خان زما د شنه کلي په ژوندي طبیغت کې لومړنی روزل شوی ځوان وو، چې تقدیر له ماسره په یوه کړۍ کې راګیر کړ.

دوا خان هم شاعر شو، د فرهنګ خواته یې منډه کړه، سبقونه یې وویل،  کابل پوهنتون ته ولاړ او اوس د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس دی.

دوا خان یوه ورځ د جګړې د زمانې کیسه راته کوله، ویل یې چې جنګ د مکتب دروازې تړلې دي، پلار مې د نږدې کلي یوه ملا ته د سبق لپاره در ولېږلم.

په کلي کې یو ټوکي ملا هلکانو ته سبقونه ویل او د هر هلک پر سر یې د هغوی له کورنیو څخه نغده اجوره هم اخیسته.

زموږ استاد ملا د فارسي د نظمیاتو شین ټاګور وو.

ملا صاحب به ویل، چې په فقه کې مې مزه ګۍ د باران اوبو وړې ده، خو په نظمیانو کې مې کوډلۍ ودانې دي.

یوه ورځ موږ ټول د جومات پر تنګاچه پر سبق ناست وو، چې د یوه شاګرد له کلمو څخه هوا ووته او هوا په ټیز بدله شوه.

ملا صاحب سخت په غُصه شو، هلک یې په څپېړه وواهه او بیا یې ورته وویل، چې سرکوزیه ولې دې داسې بې ادبه کار وکړ؟

هلک په معصوم او رښتیني غږ کې ملا ته وویل، چې قربان دې شم، ملا صاحب ما غوښتل چې پسکه واچوم، خو هغه راڅخه ټیز شو، بیا مې توبه ده.

جنرال صاحب عبدالواحد طاقت هم غوښتل چې د ژوندون تلویزیون پر تریبیون باندې همداسې کار وکړي.

دی چې د خپلو ریشخندي نظریانو په وجه په افغاني میډیا کې د یوازیتوب له ناوړه حالت سره لاس او ګرېوان دی، هڅه یې وکړه، چې د ژوندون تلویزیون له لارې د ښکنځلو په بیه ځان د هېواد په پښتون ټبر کې مقبول کړي.

خو دې ته یې فکر نه وو، چې افغانستان د پښتنو هېواد دی او په دغه هېواد کې له پښتنو سره نور توکمونه هم شریک دي.

ددې وطن په حیا او بقا کې د نورو توکمونو ونډه همدومره محترمه ده لکه د پښتنو چې ده. د هېواد نور توکمونه د واحد افغان ملت په بټۍ کې داسې ویلي شوي او ذوب شوي دي، چې اوس یې هېڅوک ددې واحد وطن له وجود څخه د شکولو او پرې کولو په دسیسه کې د بري مخ نه شي لیدلای.

افغانستان د افغان ملت ملکیت دی، دغه ملت واحد او نه بېلیدونکی دی.

دا بېله خبره ده، چې څو تنو بهرنیو جواسیسو ددې وطن د محترمو اقوامو په نوم د سوداګرۍ دوکانونه پرانیستل، خو هېڅکله یې په دغو دوکانونو کې د اقوامونو، قبیلو د نماینده ګۍ جوازونه ترلاسه نه کړل.

دلته هېڅ هزاره، هېڅ ازبک، هېڅ تاجک، هېڅ پښتون یو له بل څخه جلا نه شو، بلکې د واحد افغان وطن د بقا په ننګ کې ټول سره شریک شول او همدا اوس هم د واحد افغان ملت زور دی، چې سیمه ییز او نړیوال دښمنان د افغان وطن د جغرافیې او ځمکني بشپړتوب پرضد له سوچ کولو څخه ډډه کوي.

لس زره کاله کېږي، چې ددې وطن انسانان په همدغه جغرافیه کې یو د بل تر څنګ ژوند کوي او یو د بل په مرسته د واحد افغان وطن د بقا او حیا لپاره د قربانیو حماسې زېږوي.

پرچمیانو د روسي استخباراتو د پروفوزل له مخې د خپل حاکمیت په وخت کې هڅه وکړه، چې د اقوام ملیت ها، فلان او فلان په نومونو د بېلتون بزغلي وکري، خو د واحد ملت نه وېشل کېدونکی ځواک د دغو بزغلیو واړه واړه پټي پر بل مخ واړول او د وطن د وحدت غښتلې پنجه چنار یې نور هم د ډډې تنې او پیاوړو څانګو څښتن کړ.

ددې وطن هېڅ توکم، قوم او څانګه د حرامیتوب ریښه نه لري، که د حرامیتوب ریښه شته، نو د هغو نظریاتو او هغو وارداتي ایډیالوژیو ده، چې د پردو د سرچینو لخوا خړوبېږي.

د دنیا پرمخ اوس تر ټولو ستر هویت د غوره خدمت، غوره نظام، غوره مدنیت او غوره ډیموکراسۍ هویت دی.

اوس خېلونه او قومونه د هویت رنګ نه شي جوړولای، قبیلویت د شناخت ټول توان بایللی دی، بلکې د اساسي قوانینو د نفاذ له لارې بشري ټولنې هڅه کوي، چې د انساني پرګنو ترمېنځ غوره قراردادونه عملي کړي.

ډیموکراسي تر ټولو غوره هویت دی، د یوه وطن اتباع په خپلو مېنځو کې د مساوي حقوقو پر بنسټ یو له بل سره ژوند کوي او د اجتماعي ژوندانه د نیکمرغۍ لپاره نیکمرغه اصول او اساسات پر ځان عملي کوي.

طاقت صاحب هڅه وکړه، چې د یوې ناوړې وینا له لارې ځان مشهور کړي، خو ددې پرځای چې د کلمو بوین باد په خفیه ډول وباسي، غږیز اهنګ یې ورکړ.

بینوا صاحب دې خدا وبښي په یوه نظم کې یې لیکلي دي:

زوړ اهنګ د روح عذاب دی

زوړ مطرب خانه خراب دی

چې بندي پرې نه پوهېږي، هسې شو د زولانې رنګ

غلی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ

دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.

29 COMMENTS

  1. قانع صاحب سلامونه
    ډیره په زړه پوري موضوع ته دې اشاره کړې ده
    پدې کي شک نسته چې افغانان څوک نسي ویشلای

    • محترم قانع صاحب !
      که ریښتیا ووایم زه تل وقایع د خوشبینی او بد بینی په تله کی پرتله کوم او تر ډیره حده ځما حدث او ګمان واقعیت ثابت شوی دی . دهری پیښی انتها چی می څنګه اټکل کړی هماغسی شوی دی ، او اوس هم یو بل اټکل . په ۱۹۶۷ کال کی چی کله ایسرایلو پر عربی هیوادو حمله وکړه د سینا صحرا یی د مصر ددفاع وزیر په مرسته وکولای شو ونیسی دا په دی چی دهغه ښځه یهوده وه او دی د خپلی ښځی تر تاثیر لاندی وو ، او اوس هم جناب واحد طاقت موصوف هم دخپلی سپین سری (خانم صاحب) تر تاثیر لاندی او دضد پښتنو سازمانونو په دستور داسی کار وکړ چی له یوی خوا پښتانه متعصب وښیی تر څویی لا د وهلو او ټکولو له پاره ددښمنانو تبر لاستی ومومی او له بلی خوا یواځنی پښتو تلویزیون ژوندون تلویزیون چی لا له پخوا پلمی ورته لټول کیدی دستونزو سره مخ کړی. دا ځما ګمان دی خو ته یی وګڼه ریښتیا.

  2. قانع صیب سلامونه

    وروره کوشش وکړی چه په خپل مینځ کی یو پر بل پسی لیکنی او تربګنی ونکړی، ځکه ننی وخت مونږ اوتاسو ته ددی اجازه نه راکوی چه په خپل مینځ کی نوری لانجی او کړاونه پیدا کړو، وګوری شجاعی څومره ظلمونه وکړه مګر یوه هزاره هم دا ونه ویل چه دا بد کار کوی، همداسی عطانور، منصور اونورو کسانو مګر په خپل مینځ کی دلیکنو اونفاق لیکنی نه کوی مګر نن چه ښاغلی طاقت صیب خپل نظر څرګند کړیدی ورپسی ډولونه اولیکنی کیږی

    خدای دي پښتانه پوهه اوهوښیار کړی

  3. قانع صاحب تاته هم موقع په لاس درعلي ده اوغواړې چې خپل پخوانی سیاسی رقیب په خپله لیکنه کې دداسې الفاظوپه استعمال سره وغندې چې ددا ډول الفاظو په لوستلو سره زه حجالت شوم . طاقت صاحب که دژوندون ټلویزیون دتریبیون له لارې زړه سپک کړی وو،خوتا هم دلته داسې زړه سپک کړی دی چې هغه ته د….. ماتې ورکړيده، تاسوټول سیاسي ناروغان یاست، دخپلو سیاسي اهدافو په غرض دیواوبل له پښو څخه تیږې اوباسی او دځوانانو په مابین کې هم دا ساري ناروغی تیت کوی تر څو دا هیوادیوځل بیا خپلمنځي محالفتونو او جنګونو په میدان بدل شي…که پرچمیانو دروسي اسخباراتو دپروپوزل له مخې عمل کولونو دځان په اړه هم حقیقت ووایه چې ته څوک وې اویې؟ او دخپل هیواد اوخلکو لپاره د څه خدمت کړی دی؟ پرته له …. څخه دنور څه کړي دي؟
    فهیم

  4. قانع صاحب پدې کې بیا څه وایې؟

    پیام لطیف پدرام
    پيام دكتر پدرام نماينده ى مجلس به اربابان فاشيسم را خواندم؛گفتم ضايع بزرگيست كه شماهم نخوانيد: «پیام به هموطنانم! لطیف پدرام شگفتا که ازما (فرهنگ فارسی، دری، تاجیکی) نان آگاهی گرفتید ودشنام مان دادید. درنگی بر بی‌طاقتی‌های «طاقت» می‌توانید بیتاب و بی‌طاقت شوید اما، زمانه چنین است، دگرسلطه عبدالرحمن خانی برنمیگردد آن قدح بشکست آن ساقی نماند. آحاد مختلف مردم بر حقوق ملی وشهروندی خویش آگاه‌اند، اراجیف شما، مرابیاد «دن کیشوت سروانس» می‌اندازد که خیال می‌کردباشمشیرهای چوبین فیودالیته می‌تواند باماشین‌های غول آسای بورژوازی نبردکند. تو «سانچوپانزا» ی بی‌شعوری استی که نمی‌توانی داوری کنی اسب بی‌جان توبار خیالات واهی‌ات را هم نمی‌کشد. ازکدام هویت می‌گویی هویت این سرزمین کاملا اشکاراست: آریانا، ایران، خراسان. فهرست کتاب‌هایی راکه بزبان تو وهویت تو درین جغرافیا چاپ شده‌اند یادداشت کن وفهرست کتاب‌های زبان مرا هم. اگر هویت فارسی من نبود، نمی‌توانستی نامت را هم بنویسی. شاعران تو ازطریق زبان من معروف شدند از خوشحال ختک تا سلیمان لایق. نام توهم از زبان تو برنیامده است. فهرست نامهای پسران ودختران قومت رابشمار یا عربی‌اند یا فارسی، دری، تاجیکی. حتا آن قدر واژه وکلمه نداری که نام فرزندانت را کفاف دهند شرمت باد ازین فرهنگ نان می‌خوری ودشنام می‌فرستی. حرامزادگان تاریخ معلوم‌اند. وقتی وصیف و حنظله شعرمیگفتند خط وکتابت هم نداشتی زمانی که فردوسی وسنایی شعر می‌گفتند معلوم نبود در کجای کوه‌های سلیمان نفس می‌کشیدی. ازکدام قوم از کدام سلسله استی؟ نامت شرمساریی تاریخ است. چی بگویم قرار نبود چنین واکنشی نشان بدهم چون خشم فروخورده، چشم انتظار مدعیان خاین رهبریی تاجیک‌ها واقوام دیگر بودم، مدعیانی که هربار یا بخاطر قدرت، ثروت یا گرفتن رای درانتخابات چهره نمایی می‌کنند وبا تلنگری هم می‌شکنند نمونه‌اش جبهه ملی و جبهه انتخاباتی… این خاینین هربار که بافاشیزم قبیله درافتادم مرا ستمی خوانده‌اند وازپشت برمن وحزب من خنجر زده‌اند اما گواه هستید که امروز شهامت یک اعتراض کوچک هم ندارند. وقتی به فرزند برومند تاجیک (ایزدیار) حمله می‌شود لب از لب بر نمی‌گشایند. عاجل فریاد اعتراض خودرا بلند می‌کنم ودر برابر این فاشیست‌ها وارد میدان می‌شوم. می‌خواهم به تاجیک‌ها بگویم فریب رهبران خاین خودرا نخورید. چقدر توانایی‌های مارا برباد دادند. چقدر انرژی ازما گرفتند چه مقدار مردم را با حرف‌های بی‌سر وته خود در غفلت نگهداشتند. آیا «ازریشه نجابت هیچ فعلی در هیچ زمانه‌ای اشتقاق نشده بود». این خاینین هیچ ربطی به فرمانده مسعود (قهرمان ملی) ما ندارند. تاجیک‌ها، ازبیک‌ها، هزاره‌ها، پشه یی‌ها، بلوچ‌ها، ترکمن‌ها، ایماق‌ها، هندو‌ها… راه خودرا از رهبران خاین خود جدا کنید. می‌خواهم آخرین جمله هارا از استاد پرتونادری وحافظ بزرگ وام کنم: زبانت بریده باد دشنام سالار دموکراسی.‌ ای مگس عرصه سیمرغ نه جولانگهٔ توست عرض خود می‌بری وزحمت ما می‌داری»

  5. قانع صاحب په منسوخو ایتونو څوک مه کافر کوه.
    اګر چی د طاقت صاحب خبری چی په ژوندون تلویزیون کی یی کړی دی ما ندی اوردلی ځکه چی پیدا می نکړی، خو ورپسی ویډیو چی د فیسبوک له لاری یی خپره کړی وه هغه می ولیدله او په جاره یی بښنه وغوښته، نو زما په نظر ستاسو پورته لیکنی ته اړتیا نه وه چی لرګی د پکشی وهلی وای.

    • ستاسو قضاوت ناسم دی شاکر

      لږکي هر وخت په هره سیمه کې اشغال د ځان پړسونې او لویې ونډې ترلاسه کونې لپاره ښه وسیله ګڼي.

      نننی اشغال هم د دوی پیداوار دي. موږ ډیرکیو ته ښايي خپلو سیاسي موخو ته په سیاسي فکر او سیاسي عمل ځان ورسوو. داسې پوچې خبرې لکه طاقت چې وکړې ولو که حقیقت هم وي او بیا سل ځله بښنه پرې وغواړي، د ډیرکیو لپاره نښايي چې وېې کړي.

  6. لطیف خان آن همه دو و دشنام که به هموطنانت عنایت فرموده اید ، از طرف فرد فرد تمام کسانیکه به او لطف فرموده اید ، واپس به خودت نثار باد. ما به هیچ فرد و قومی توهین نکرده و همه ما مانند مردمک چشم باهم یکی بودیم و هستیم و خواهیم بود. دریغا که عده ای از هموطنان ما فریب شما جواسیس روس و ایران را خورده و خبیث ترین و بدنام ترین شخصی را به این مقام والا و با اهمیت برګزیده اند. تو که عمری در خدمت اجانب سپری کرده ای ، حال میخواهی با این اراجیف میلون ها هموطن خود را توهین و تحقیر کنی. حیف است که قدر آنهای را ندانستی که به تو رایی داده اند. در آن دسترخوانی که نان میخوری و در آن نمک دان که از آن نمک میخوری ، شاش میکنی که حتما تورا کور کرده است. نفرین بر تو نوکر ایران و روس

  7. راځی چه ټول په یوالی اوریښتینی ملی وحدت منګولی ولګوو اوټول قومونه دیوی کورنی په شان یوبه ته دقربان کلمه وکاروو الله به هم خوشحاله وی وطن به موهم اذاد وی غریبی به هم له دی ملکه پښی وباسی اوخوندورژوند به ولرو

  8. دجمال ورورپه ځواب کښې :ورور جانه !!!کیدای سې چې ستا سې عمر کم وې او دکمونیستا نو ظلونه اوعملونه تا سې په سترګو نه وې لیدلې.زه نه پو هیږم تا سې پخپله به دکوم نظر خاوند یا ست. او فهیم الله جا ن ورور ته هم عرض کوم. او داغه رنګه شاکر ورور ته په ډیر ادب سره.چې ستا سې دټولو عمرونه وماته نه معلومیږې چا چې ددوی ظلمونه ، بیګانه پرستۍ ، ونړیوالو او ګاونډیانو ته دمداخلې او لاس وهنې زمینه برابره ول ، داود خا ن او دده دمعصومې کورنۍ شها دت ، او نور…………………چې هر قسم الفاظ استعمال سې پر لږدې.که فرضا داود خا ن ژوندی وای
    روسان،مجاهدین ، طالبان امریکا یان به هیڅکله موږ په وطن اوواک کښې نه وای لیدلې.داهر څه دخلقیا نو پر چمیانو دلاسه دې.او ددوی دحکومت ۹۸٪ افغانان مخالف وه دهغه وخت دسروې او ناظرینو په وینا.دوی یوازې دقانع سیا سې مخالفین نه بلکې دټولو افغانانو سیاسې مخالفین دې.
    جمال ورور دخونخور او ظالم شجاعې ونا رواوو تا اشاره کړیده. ستا سې خبره صحیح ده مګر شجا عې خا ین پر ۱/ ۱۵۰۰۰۰۰۰برخې ظلم کوې مګر بې دینه اوملحدو کمونیستا نو پر ټول افغا نیستا ن ظلم کړیدی.ددوی دپا ره باید داسې سخت او شنیع الفاظ استعمال سې چې هغه دچنګیز ، علاوالدین ،شاه شجاع او نورو……………….دپاره نه وې استعمال سوې.

  9. Hello to every one
    I think mr Qani making big mistake of his life. He does not like mr Taqat as personality because recently I was watching tolo tv show where they bouth togeter he was blaming for everything . I need to tell you mr Qani that you can be a good joker not a politic.

  10. محترمه: قانع صاحب له ډیرو ورونو او ملګرو څخه مې اوریدلي چې قانع صاحب یو ښه لیکوال او ژورنالیست دي په همدې وجه مې اوس وغوښتل چې ستا دغه لیکنه وګورم. باور وکړه چې دې لیکنې دې ماویوسه کړم. محترمه که جنرال طاقت هر څه ویلي وي ښه یی ویلي دي هغه دغو ویلو ته مجبوره شويدي. زه نه پوهیږم د پښتون او پښتو په خلاف کې ډیرو خلکو لاسونه سر یو کړي او په تیره دولس کلنه ذلیله دوره کې پرته د پښتون له توحین څخه ما بل څه ندي لیدلي،

  11. سلیم احمد! ستا سره زما دعمرسوال پیدا شوی دی، زه ۲۵ کلن یم اوپه هیڅ یو سیاسي ګوندپورې ځان نه تړم او نه ددوی دجرایمو نه دفاع کوم، که هغه پخواني دی اوکه اوسني، خوپه افغانستان کې نه یوازي خلقیانواوپرچمیانوظلمونه اوجنایتونه کړی دي بلکې هره ډله که هغه داسلام په نوم راپورته شوی ده اویایي بل داسې سپیڅلی نوم دیوې وسیلې په توګه دافغانستان مظلوم ولس ته رامخکې کړی دی ،دهغه څخه یي سؤاستفاده کړي ده او په میلیونو بې ګناه یې افغانان وژلي دي، پردي مالونه یې لوټ کړي دي، وطن یې په کنډواله بدل کړی دی…… او دا ټول دکمونستانو دحکومت دسکوت څخه وروسته زما دسترګو لیدلی حال دی چې اوس هم دا ډول جنایتونه دوام لري. او بل دداودخان سره دلومړي ځل لپاره همدغه مجاهدینو مخالفت پیل کړ، ځیني جهادي مشران پاکستان ته مهاجرشول دای ایس ای په غیږ ه کې کیناستل اودوینې تویولو او وطن ورانولوچل یې ښه ورته یادکړ،البته دپاکستان اوامریکه لخوامسقیمآ حمایه کیدل….اوزما په ګمان قانع صاحب هم دپخوانیوسیاسي ډلو څخه په یوه پوري تړلی ووخواوس ځان بل خوا ته تیروي.

  12. سلیم احمد وروره ، لومړی دا چی الحمدو لله تراوسه پوری د هیڅ ګوند او ګروپ نه غړی ووم او نه می ورسره علاقه لرلی ده، زما ،په نظر له (الف) یی نیولی بیا تر( ی )پوری ټول د پردیو مزدوران وو او دی. او فکر کوم چی عمر به می هم ستاسو له عمره کم نه وی، خو د عمر ډیروالی د ا انسان پوهه نه شی تعین کولای، لکه چی وایی (( وړوکی د وی چی په نرخ پوهیږی)).د کمونستانو څخه یی رانیولی بیا تر اشرارو، ورپسی د طالبانو او همدا اوس د غرب د لاس پوڅیو پوری د ټولو ظلمونه می د سر په سترګو لیدلی دی او لا یی ګورم
    خو ستاسو له تبصری دا راته ښکاره شوه چی تاسو هم د اشرارو له ګروپ څخه یاست لا په شر کی اخته یاست، دا ځکه چی د خپل بام واوره د هم دخلقیانو او پر چمیانو بامونو ته وراچولی ده. او تاسو چی زما په هدف نه یی پوهه شوی، زه هیڅ مرسته درسره نه شم کولای لومړي دا چی د قانع صاحب پورته او نوری ټولی لیکنی د کوم ګوند او ګروپ لپاره ندی او مه ته ځان ورپوری تړه بلکی ټولی لیکنی یی ملی بڼه لری او په روان وخت کی موږ په ټولنه کی د قانع صاحب په شان اشخاص د ګوتو په شمیر پیدا کولای شو ، زه د قانع صاحب مخالف نه یم، زما عرض دا وو چی کله طاقت صاحب بښنه وغوښتله نو دي ته بیا
    څه حجت وو چی قانع صاحب لیکنه پری کړی .
    راځی چی د ډلو او مختلفو نظرونو ځانونه راوباسو او ملی یوالی ټینګ کړو چی دا
    د افغانانو یوازینی د خلاصون لاره ده او بس.

    • شا کر ورور ته سلامونه او درنا وې وړاندې کوم.دقانع صا حب په حصه کښې زه خوشبین یم تر ډیرې اندازې پورې.ورور جانه !تا سې چې کومه پټکه را باندې کړیده کیدای سې چې تا سې زما لیکنه پوره او سمه نه وې لوستلې او یا کیدای سې زما څخه املا یېې اشتباه سویوې.
      ستا سې بلا دې واخلې.خوکاش چې زه دې دنژدې څخه لیدلی وای چې زه دطن او دوطن والو په درد درد من یم که نه؟ او یو وطنپا ل او ملې شخص یم که بل څه؟ کا میا ب اوسی

  13. فهیم الله جانه زه ستا سو دقضا وت څخه هم پوهیدم چې ځوان یا ست ماشاالله تعالېږخدای مو پر ځوانۍ برکت واچوه.
    ورورګله !!! زه ستا سې سره په سلو کښې سل همنظره یم او ژوند ژوند ژوند در ته وا یم تا سې ته او ستا سو پر ډول نورو ګرانو هیواد والو ته . مننه

  14. فهیم الله خانه وروره ! کاشکې ټول افغا نان دقانع پر ډول وای خو وطن به ګل او ګلزار وای.ته متوجه سه خلقیا ن پرچمیا ن ،اخوانیان (ګلبدین ،ربانې او نور)طالبان پر هغه خپلو څو لسیزو مخکې ځبرو ولاړ دې.ددوی دا خیال دی چې افغا نا ن دپخوا پر ډول ددوی خیانتونه ،ظلمونه ،غلاوې ،دبهرنیانو غلامېاو نور……………………………..کاش ټول هیواد وال دقانع پر ډول وای.

  15. ښاغلی سلیم احمد ورور ته سلامونه اواحترامات رسووم

    وروره وړوکی نه یم دافغانستان په ټولو غمیزو او کړاونو پوهیږم، خو زما خواست اوهیله دخپلو مشرانو اوکشرانو څخه داده ، چه نور دخلقی، پرچمی، اخوانی اوطالیب نومونه په خپل مینځ کی مه استعمالوی، ځکه دغه خبری ځمونږ راتلوونکی نوره هم پیچلی کوی، اوبله داچه یو بل ته نور سنګرونه مه نیسی

    که په ننی وخت کی هوښیار اوزیرکه ونه اوسو لري نه ده چه په نوو سیاسی جالونو کی ګیر شو،

    دخدای په امان

  16. محترم قانع صاحب !
    که ریښتیا ووایم زه تل وقایع د خوشبینی او بد بینی په تله کی پرتله کوم او تر ډیره حده ځما حدث او ګمان واقعیت ثابت شوی دی . دهری پیښی انتها چی می څنګه اټکل کړی هماغسی شوی دی ، او اوس هم یو بل اټکل . په ۱۹۶۷ کال کی چی کله ایسرایلو پر عربی هیوادو حمله وکړه د سینا صحرا یی د مصر ددفاع وزیر په مرسته وکولای شو ونیسی دا په دی چی دهغه ښځه یهوده وه او دی د خپلی ښځی تر تاثیر لاندی وو ، او اوس هم جناب واحد طاقت موصوف هم دخپلی سپین سری (خانم صاحب) تر تاثیر لاندی او دضد پښتنو سازمانونو په دستور داسی کار وکړ چی له یوی خوا پښتانه متعصب وښیی تر څویی لا د وهلو او ټکولو له پاره ددښمنانو تبر لاستی ومومی او له بلی خوا یواځنی پښتو تلویزیون ژوندون تلویزیون چی لا له پخوا پلمی ورته لټول کیدی دستونزو سره مخ کړی. دا ځما ګمان دی خو ته یی وګڼه ریښتیا.

  17. قانع صاحب ته سلامونه وروره خبلي بيشي به تبر مه وهه،د ستميانو لباره همداسي يو خداي نخواسته ليوني ته مونكه هم ارتيا لرو هسي به د اوريدلي وي جه ككه خوله سوك سمولاي شي.

  18. پردیسه! متلونو کی به اداری فساد نه را داخلوی.ددی لپاره چی ستا د ادعا سره برابر شی نو متل دی ګوډ او مات کړی. هغه داسی متل ده چی کږی خولی په سوک سمیږی. خو کاشکی چی طاقت یوه کږه خوله په سوک سمه کړی وه موږ به هم ویلی وه چی ریښتیا طاقت یی. هغه خو خپله خوله کږه وږه کړه. هغه خپله ډوزی وویشتلی. پښتونولی به نه را خرابوی. په پښتونولی کی کنځل نشته. که ډیر دی چرت چاته خراب شی نو په دی خوله یی سم ور حواله کړه، خو سپکی سپوری په پښتونولی کی دسپکو خلکو کار دی. لطفا مهربانی وکړه یو خو به د سپکو کارنو ترویج کولو نه لاس په سر شی او بل به د متلونو عفت ته په درنده وګوری ههههههه

  19. ګرانو ورونو ستاسو ټولو لیکنې مې ولوستلي د ټولنو څخه مننه
    خو زه دا وایم چې تاسو د کوم هاتي په غوږ کې ویده یاست
    په هیواد کې مختلفو ډلو خیانتونه او جنایات ترسره کړه د ترسره کولو په حال کې دي او په راتلونکې کې به یي هم ترسره کوي.
    خو که چیرې یو څوک جنایتکارانو پسي خبري کوي یا د قانونو منګولو ته د هغوی د سپارلو لپاره غږ پورته کوي نو ځیني ورونه وایي دا کار مه کوه ځکه چې ملي یووالي به د خطر سره مخامخ شي. تاسو ووایاست تر څو به د ملي یووالی د ساتلو لپاره د دې جنایتکارانو په ضد غږ نه پورته کوو. که چیرې یو تاجک جنایت کوي او څوک يي پر ضد غږ پورته کوي نو ورونه وایي داسي کار مه کوه څکه چې په دي سره به تاجک ورور خفه شي او ملي یووالی به زیانمن شي که چیرې یو پښتون جنایت کوي او څوک یي په ضد غږ پورته کوي نو ورونه وایي داسي کار مه کوه ځکه چې پښتون ورور به خفه شي او دا هم ملي یووالی زیانمن کوي. تاسو ووایاست تر څو پورې به دا جنایت کاران په دي کرغیړنو او شومو کارونو دي خوار او بې وزله ملت ته زیان رسوي. لومړی باید مونږ حقیقی مسلمانان شو او د یو حقیقي مسلمان په توګه د هر جنایت کار ملا ورماته کړو که هغه تاجک وي که هزاره وي او که پښتون. جنایت ته باید د جنایت په سترګه وکتل شي نه داچې جنایت چا کړی دی.
    د حضرت محمد ص په یو حدیث شریف کې راغلي دي چې وایي: ژباړه: د حضرت محمد ص څخه روایت دی چې د قریشو د یوې معتبرې قبیلې یوې ښځې غلا وکړه او څرنګه چې د غلا سزا د لاس پریکول دي نو حضرت محمد ص هم فیصله وکړه چې د هغې ښځي لاس ور پرې کړي. څرنګه چې نوموړې ښځه د یوې معتبرې قبیلې څخه وه نو دا کار د هغې قبیلې لپاره د شرم او عار سبب کیده همدا وه چې نوموړې قبیلې اسامه بن زید چې حضرت محمد ص ته ډیر ګران هم و حضرت محمد ص ته واسطه کړه څو حضرت محمد ص نه غوښتنه وکړي چې د ښځې د لاس پریکولو څخه تیر شي ځکه چې دا کار د نوموړې قبیلې لپاره د شرم سبب کیده. نو کله چې حضرت اسامه بن زید حضرت محمد ص ته ورغی او د دې موضوع په هکله حضرت محمد ص ته یادونه وکړه نو حضرت محمد ص ورته په ځوا ب کې داسي وویل: ای اساامه په اسراییلو کې داسې دود او دستور وو کله به چې د یوې بې وزلې قبیلې کوم شخص غلا وکړه نو د هغه لاس به یي ور پرې کولو او که چیرې د یوې معتبرې قبیلې کوم کس به غلا وکړه نو هغه به یي پریښودلو او لاس به یي نه ور پرې کولو مګر زه داسي نشم کولای زما د قسم په هغه پروردګار وي چې زما روح د هغه په لاس کې دی که فاطمه د محمد لور هم غلا وکړي نو زه به یي لاس ور پرې کوم. دي ته وایي انصاف او دي ته وایي نظام. نو پخپلو مینځو کې سره لفظی جګړې پریږدئ که لطیف پدرام د کمونیستانو په دوران کې خیانت کړی دی او یایي اوس کوي که د تش په نامه مجاهدینو مشرانو پخپل دوران کې خیانت کړی دی او یایي اوس هم کوي که ملا عمر او نورو ملګرو یي خیانت کړی دی او کوي یي نو باید ټولو ته د جزا غوښتنه وکړو دا به نه وایو چې طاقت صیب مه یادوئ ځکه چې پښتون خفه کیږي پدرام مه یادوئ ځکه چې تاجک خغه کیږي دوستم مه یادوئ خکه چې ازبک خفه کیږي. مونږ لومړي تول مسلمانان یو بیا پښتون، تاجک، هزاره او ازبک.په ټولو خاینانو د لعنت وي که هغه د هر قوم څخه وي. ګرانو ورونو زما څخه د عمر پوښتنه مه کوئ ځکه چې زه درته وایم چې زه هغه مهال چې کمونستانو داودخان او د هغه کورنۍ په شهادت ورسوله د شپږو کالونو په عمر وم او د تیرو دریو لسیزو ټولې ناخوالي مې په خپلو سترګو لیدلې دي او اوس مهال د یو څلویښت کلونو په عمر یم

    زمونږ او ستاو لپاره همدا د حضرت محمد ص حدیث شریف بسیا کوي.

    په درناوي

  20. یاره څه ووایم خو بس دی تولو ته به پلاستیکی کولمی پکار وی چی باد یی کنترول شی او یو د بل سپکه و نکړی

  21. محترمو ورونو
    يوه شي ته بايد سري پاملرنه وكري هغه داچي طاقت صاحب په خپل كور كي له خپلو اولادونو أو كور وداني سره فارسي وايي ميرمن يي د پنجشير دي او دوه نازولي زومان يي هم د پنجشير دي نوكه ده ته خپله ژبه گرانه واي بيا به يي اول خپلو نژدي كسانو ته ورزده كري واي

  22. افغانستان د افغانانو هېواد دی او په دغه هېواد کې له پښتنو سره نور توکمونه هم شریک دي

  23. السلام علیکم، ټول ستړي مه شئ
    له بده مرغه زموږ په ټولنه کې که څوک (بسم الله الرحمن الرحیم ) هم لیکي نو ځینې کسان به بیا د نقد او کره کتنې تر عنوان لاندې یو کوټ هسې او دسې خبرې پسې لیکي او ډیر ځله زموږ د دریځ نیونې هدف شخصی عقده وي نه منطق او عقلانیت. زه د قانع صاحب نظر په همدې لیکنه کې سل په سلو کې تاییدوم. یوه ورور پاس لیکلي چې قانع سیاستمدار نه بلکې یوه کومیډي څیره ده. ښه وروره! دا به درسره ومنم، چې قانع کومیډي څیره ده مګر ته دا راته ووایه چې زموږ په دې حساس تاریخي پړاو کې ستا سیاسي څیره طاقت ډیر مؤثر دی که نه قانع؟ ډیر لیرې به نه ځو، یوازې په همدې اوسني موقف کې دواړه سره پرتله کړه. او بیا د خدای لپاره قضاوت وکړه. په پای کې د قانع صاحب د خبرو په ملاتړ وایم چې افغانستان زموږ ټولو افغانانو ګډ کور دی. زموږ سره په دې کور کې که هر څوک اوسیږي، زموږ وروڼه دي. دا خبره ډیره نامعقوله او د ملي ګټو ضد خبره ده، چې د یو قوم ټول وګړي بد وبلل شي مګر دا هم بزدلي ده چې هغه ناکاره او کرغیړنې څیرې چې په هر قوم کې وي ونه رټل شي.

  24. Za da qanai da aotobaoto sara kamilan mukhalif yam

    pa khula yaw sa wai pa zra bal sa

    da minapap pa hakla ay khabary aw likana dir tawpir lary

    ajaba dwa makhai

    toba toba

  25. ډیر دی شرم ځای ده ما ځپله تبصره درلیږلی و خو له بده مرغه چی بعد له څو ورځو تاسو زما لیکنه چی د قانع صاحب په مورد کی و تاسو سانسور کوی ده نو له تاسو نه دا هیله لرم چی دچا لیکنه نور مه سانسور کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب