شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهیوناما: افغانستان کې یو میلیون ټولنیز او ښوونیز ټولګي جوړوو

یوناما: افغانستان کې یو میلیون ټولنیز او ښوونیز ټولګي جوړوو

( تاند (شنبه، د ثور ۱۵ مه ) د  لوګر ولایت لپاره د طالبانو د والي  شیخ ضیاءالرحمن مدني دفتر ویلي، چې یوناما په اقفانستان کې یو میلیون ټولنیز او ښوونیز ټولګي جوړوي.

دغه دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې مدني په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا او د ملګرو ملتونو له یو شمېر مسوولینو سره په کتنه کې په افغانستان کې د پوهنې، روغتيا او اقلیمي بدلونونه په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.

د سرچینې په وینا، په دې لیدنه کې  د یوناما رییسې روزا اتنبایوا وویل؛ یوناما په پام کې لري، څو نږدې راتلونکي کې د افغانستان په کچه په ځانګړې توګه په لږ پرمختللو ولایتونو کې یو میلیون ټولنیز او ښوونیز ټولګي جوړ او فعال کړي.

خپله یوناما او نورو طالب چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

مخکې طالبانو د یونیسف له لوري د افغانستان په سویلی ولایتونو کې سلګونه درسي ټولګي تړلي وو.

معلومه نه ده، چې د نویو درسي ټولګیو په اړه طالبانو د یوناما غوښتنه منلې او ایا دا ټولګي به د نجونو لپاره هم وي کنه؟

1 COMMENT

  1. ماته دا خبر سم نه ښکاري ، یو میلیون ټولنیز او ښوونیز ښوونځي ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب